د طالبانو جزایی اصولنامه (دریمه برخه)

عبدالباري جهاني

51

د طالبانو جزایی اصولنامه نه افغاني او نه اسلامي ده بلکه له سره ترپایه د امام اطاعت او د افکارو بېرحمانه کنټرول او له خلکو څخه د فکر او عمل د ارادې سلبول دي، چي ښايی په دې رواني یوویشتمي پېړۍ کي په نړۍ کي چنداني ساری ونه لري. د دې اصولنامې ډېر لوی عیب په دې کي دي چي نه یوازي له خلکو څخه د فکر کولو او ارادې خدايي حق سلبوي بلکه د ټولني له ټولو خلکو څخه انتظارلري چي پرته له تنخوا او حکومتي وظیفې د هغوی خدمت او حتی د خپلو مظلومو وطندارانو جاسوسي وکړي. دوی یوازي له خلکو څخه د جاسوسي کولو غوښتنه نه کوي بلکه که یې جاسوسي ورته ونه کړه په درنه سزا یې محکوموي.

د دې په اصطلاح اصولنامې یا سزا نامې په دوولسم مخ کي راغلي دي:

څلېرویشتمه ماده:

« که یو شخص د نظام د مخالفینو تخریبی مجلسونه او مشورې ویني یا علم پرې ولري خو نه یې پر خلاف پخپله اقدام کوي تو نه د امارت اړوند ادارو ته خبر ورکوي لیدونکی او علم لرونکی شخص مجرم دی، قاضي دي هغه په دوه کاله حبس محکوم کړي»

دا حکم ځکه طالبانو ته د یوه آیة او معتبر حدیث حیثیت لري چي د هبت الله په څېر یوه بل ملا چي ابوزهره نومیږي دا حکم صادر کړی دی او وايی چي که د دولت غلیمانو تخریب کاوه او ده منع نه کړل او یا یې مسوولو مقاماتو ته اطلاع ورنه کړه نو د فقهی په اساس باید سزا وویني.

دغه ‌ډول یوه ظالمانه ماده د جهان د هیڅ یوه هیواد د جزا په قانون کي وجود نه لري او یوازي د هبت الله قانون یې منلای او عملي کولای سي. تاسي فکر وکړی چي یوه تن ته یوزاي د حکومت د اعمالو په باره کي د خلکو د تبصرو اورېدلو او اقدام نه کولو او یا مسوولو مقاماتو ته د رپوټ نه ورکولو سزا دوه کاله حبس وي نو د هغو کسانو د سزا په باره کي تاسی پخپله اټکل کولای سی چي د طالباني نظام په باره کي یې منفي خبري کړي وي.

طالباني نظام او هبت الله ټول هغه کسان مخربین او غلیمان بولي چي یا د طالبانو د دریو څلورو ودونو، یا د هغوی د بنګلو او جایدادونو، په پاکستان او دوبۍ کي د هغوی د تعمیرونو او رشوت اخیستلو او یوازي ملایانو ته د هیواد د ټول واک د سپارلو په باره کي کومه تبصره وکړي. په دې حساب ګواکي یوازي دوی په هیواد کي د ژوند او عیش کولو حق لري او د هیواد ټول وګړي باید د دوی په چوپړ کي وي.

تر دې لا، په همدغه مخ کي راغلې، شپږویشتمه ماده ظالمانه ده چي وايی په افغانستان کي د حنفي مذهب مقلدین نشی کولای چي د حنفی مذهب څخه ووځي. که څوک ووځي او قاضي ته ثابته شي دوه کاله حبس دي ورکړي.

د دې حکم حواله یې هم طبعاَ د بوه بل ملا پر یوه عربي کتاب ورکړې ده او هغه وايی چي د دې کار لپاه مشخصه سزا نسته خو تر ۳۹ دُرو پوري یې سزا ورته ټاکلې ده.

لومړی خو داسي څوک چنداني نه پیدا کیږي چي مذهب دي تغییر کړي. ځکه چي په مذهب څوک نه پوهېږي نو ولي به یې بدلوي. زه پخپله ځکه حنفی یم چي پلار، مور، ټول مشران اوبالآخره ټول ښار مي حنفی وو. چا به پوښتنه راڅخه وکړه چي د چا په مذهب یې ما به ویل چي د امام صاحب. ما چي ویل ټول مسلمانان د امام صاحب په مذهب دي وروسته پوه سوم چي زموږ په څېر نور درې مذهبونه هم سته. هغوی هم پر حق دي او هغوی هم ټول زموږ په څېر سنیان دي. زه ګومان نه کوم چي د افغانستان یو فیصد خلک دي هم په دې پوه سی چي دوی ولي حنفی مذهب غوره کړی دی او د نورو دریو سنی مذاهبو نقص په څشي کي دی.

البته د اسلام د دین په باره کي خبره داسي نه ده. هر عادي سړی په دې پوهیږي چي دی ځکه مسلمان دی چي خدای یو بولي، حضرت رسول ص یې پیغمبر دی. پر قرآن شریف باندي یې ایمان راوړی دی. پنځه وخته لمونځ کوي، ږیره لري، روژه نیسي او له ناروا څخه ځان ساتي. هغه نورو دلایلو او د اسلام د دین پر حق ثابتولو ته نه ضرورت لري او نه څوک پوښتنه ورڅخه کوي. هغه په دې پوهیږي او پر دې خبري ټینګه عقیده لري چي که له اسلامه واوړي او بل دین غوره کړي نو ځای به یې تر ابده پوري دوږخ وي. زه یقبن لرم چي د یوه عادي بزګر او دوکاندار اسلامي عقیده به تر هرډول ملا او امام ټینګه هم وي.

یوه قصه ده چي وايی یو وخت امام فخرالدین رازي له یوه بزګر سره مخامخ سو چي په خپله مځکه کی په کارلګیا وو. امام له هغه بزګر څخه پوښتنه وکړه چي خدای پېژنې. هغه ورته وویل بېشکه یې پېژنم. خدای یو دی شریک نه لري. امام فخرالدین رازي ورته وویل چي ما د خدای د وحدانیت د اثبات لپاره ۱۰۱ دلیله ویلي دي. بزګر ورته وویل چي تاته ۱۰۱ ځله شک درپیدا سوی دی. زه چي په زړه کي هیڅ شک نه لرم نو ځکه یې یو او لاشریک بولم. امام ورته وویل بېشکه چي زما تر عقیدې ستا عقیده ټینګه ده.

فتاوای دارالعلوم دیوبند، چي باید د طالبانو لویه دیني مرجع وي. که څه هم چي د دوی اکثریت د پاکستان د حقانیه مدرسې څخه فارغ سوي دي خو اوس هم د دیوبند مدرسې ته د قدر په سترګه ګوري. فتاوای دارالعلوم دیوبند د څلورم ټوک په ۱۷۵ مخ کي د څلورو سني مذهبونو په باره کي لیکي:

« څلور واړه امامان په خپل خپل مذهب کي پر حق دي او د دوی اختلاف د اختلاف امتي رحمة د قبیلې څځه دی. په دې وجه د هر مذهب پیرو ته په کار دي چي خپل مذهب صواب محتمل د خطا وګڼي او د بل امام مذهب خطا محتمل د صواب وګڼي»

لومړی خو باید دا حدیث جعلي وي چي اختلاف امتي رحمة ( زما د امت په منځ کي اخلاف رحمت دی) ځکه چي حضرت رسول ص ویل چي په آخره زمانه کي به زما امت پر ۷۲ فرقو ووېشل سي او په هغو ۷۲ فرقو کي به یوازی یوه فرقه جنت ته ځي. دا خبره خو په هر صورت.

اوس نو لومړی د دیوبند د فتاوا دا پورتنی عبارت پخپله له تناقضاتو څخه ترکیب دی. که څلور واړه امامان په خپل مذهب کي پر حق وي نو زه به د داسي یوه سړي په حیث چي په خپل مذهب مي سر نه خلاصیږي څرنګه د یوه فقیه امام مذهب خطا بولم او دلیل به مي څه وي؟ ځکه چي فقهی خو ټولي د قران اوحدیث پر تعبیر او تآویل ولاړي دي. طبیعي خبره ده چي هر فقیه تر ما په آیات او حدیث بهتر پوهیږي. د هغوی ژبه عربي وه او په عربي یې کتابونه لیکلي وه او د هر لغت او کلمی یې شل ‌‌‌‌ډوله تعبیرونه کولای سوای. زموږ بېچاره ګانو عربي ژبه له سره زده نه ده نو تعبیر اوتآویل خو بیخي بېله خبره ده.

که څلور واړه امامان پر حق وي نو ما دا صلاحیت له کومه کړ چي خپل مذهب پر حق او نور درې واړه مذهبونه خطا وګڼم. او که څلور واړه امامان پر حق دي نو قاضي ته دا حق چا ورکړی دی چي ما له یوې سمي لاری څخه بلي سمي لاري ته د اوښتلو له کبله په دوه کاله حبس محکوم کړي. نو یا خو د دېو بند د دارالعلوم له تناقضه څځه ډک عبارت غلط دی او طالبان یی باید رد کړي او یا د ملا هبت الله دغه فیصله، د هغه د نورو فیصلو په څېر، غیر شرعي، غیر افغاني او غیر انساني ده.

په افغانستان کي د طالبانو د دوهم ځل قدرت ته رسېدلو څخه تفریباً څلور نیم کاله تېر سوي دي او اوس هم نجوني له تعلیم څخه محرومي دي او حتی د لوړو زده کړو وزیر ملا ندیم خو په یوه بیانیه کي وویل چي د نجونو د تعلیم د پیل کېدلو په باره کي پوښتنه کول هم ناجاېز او ممنوع دی. ځکه چي ملا هبت الله د نجونو تعلیم تر امر ثاني پوری بند کړی دی نو پوښتنه کول یې هم تر امر ثاني پوري منع ده.

خو په دوحه کي له امریکایانو او نورو غربي هیوادونو سره د خبرو او مذاکراتو لپاره د هغوی ریاکار استازي سهیل شاهین له یوه امریکايی خبریال سره په منتهی سپین سترګي اعتراف وکړ چي د هغه دوې لوڼي په دوحه کي ښوونځي ته ځي خو حجاب رعایتوي. په داسي حال کي چي په افغانستان کي د نجونو پر حجاب باندي هیڅ جا اعتراض نه دی کړی او طالبانو د نجونو د حجاب لپاره له سره شرط ایښی نه دی بلکه کرټ یې بند کړی دی. په داسي حال کي چي همدا اوس د سهیل شاهین په څېر نورو ریاکارو طالب مشرانو پېغلاني لوڼي په پاکستان او دوبی کي تحصیل کوي. خو پر افغانو نجونو باندي یې د ښونځیو دروازې تړلي دي.

زه  طالب مشران نه ملامتوم ځکه چي دوی پخپله خپل منطق نه لري او څه چي ردالمختار او فتاوا ورته لیکلي وي هغه مني. که څه هم چي هغه لیکني هم د دوی په څېر  له دنیا بې خبرو ملایانو کړي دي. د فتاوای محمودیه د شپږم جلد په ۶۶ مخ کي له مفتي محمود څخه پوښتنه کیږي، یا دی پخپله له ځان څخه پوښتنه کوي ،چي ښځو ته سواد ښودل جایز دی او کنه دی. ځکه چي په بهشتي زیور کي یې راوړي دي چي ښځو ته غیر مذهبي تعلیم ورکول او حتی قلم په لاس کي ورکول نا روادي . مفتي محمود په ۶۷ مخ کي جواب ورکوي:

« په پاک حدیث کي یې په یوه ځای کي راوړي دي چي ښځو ته لیک لوست ښودل منع دی او په بل خای کي یې راوړي دي چي ښځو ته دي په هغه صورت کي سواد وښودل سي چي د ق

فتنی د پیدا کېدلو خطره نه وي او هغه دي د ضرورت په اندازه ورته وښودل سي تر څو چي هغه د کور د چارو په اجرا کولو کي کار ورڅخه واخلي. دغه راز نجوني کولای سی چي د خپلو پلرونو، وروڼو، کاکاګانو، د پلار له پلار او یا د مور له پلار څخه زده کړه وکړي او دیني تربیه ترلاسه کړي. او که چیری نجوني مکتب ته ځي او هلته له نامحرمو څخه د مخ د پټولو ترتیبات نه وي نو بیا له ښونځي څخه د هغوی منع کول ضروري دي»

خو موږ ګورو چي په قطر کي د طالبانو استازی سهیل شاهین د دغو شرعي احکامو له رعایت کولو څخه معاف دی او زه یقین لرم چي سهیل شاهین به یوازینی طالب مقام نه وي چي د هبت الله اصولنامه نه ورباندي تطبیقیږي بلکه هبت الله به داسي ‌ډېر نور نازولي لري چي دغه ‌‌‌ډول ناروا امتیازات به تر لاسه کوي.

مخکي مو وویل چي طالبان د ګناه او جنایت په توپیر نه پوهیږي اویا قصداً ځانونه نه پوهوي. ګناه د هر بنده خپل شخصي کار دی او که چاته تاوان ونه رسوي او حقوق العبد تر پښو لاندي نه کړي هغه ته د حقوق الله د نه رعایت کولو سزا په آخرت کي ورکوله کیږي. د  لمانځه قضاکول، یا یو مخ پرېښودل، د روژې خوړل، زکات نه ورکول او حج نه کول د حق متعال ج حقوق دي او هغه له بنده سره خپل حسابونه لري. څوک چي پر ځان باندي د آخرت عذاب مني هغه یې خپل اختیار دی. د ملا او هبت الله وظیفه خلکو ته د سمي لاري ښودل دي که څه هم چي په قرآن شریف کي په دې باره څو ځایه صراحت سوی دی چي هدایت د خدای تعالی له جانبه دی او چي هغه ذات چاته هدایت نه وي کړی هیڅ څوک یې پر لار کولای نه سي.

خو د اصولنامې یا سزا نامې په نولسم مخ کي په یو څلوېښتمه ماده کي راغلي دي:

۱: که یو مکلف مسلمان د روژې په میاشت کي له عذر پرته قصداً روژه وخوري، قاضي دي هغه په شل ۲۰ درو وهلو سر بېره په دوه میاشتي حبس محکوم کړي.

هبت الله دا حکم هم، د خپلو نورو احکامو په څېر، له فتاوای الانقرویه، فتاوای الهندیه او قتاوای التاتاریه څخه را اخیستی دی. چي طبیعی خبره ده هغه به هم د ده په څېر ملایانو ترتیب کړي وي.

کله چي په قرآن شریف کي د روژې د قصدي خوړلو په برخه کي د هیڅ قسم سزا یادونه نه وي سوې او یوازي د فدیې ورکولو، چي هغه د یوه مسکین د مړولو او یا یوه غریب ته د ۲ کیلو ګرامو غنمو په ورکولو اکتفا سوې وي او حتی د ۶۰ روژو د نیولو د کفارې یادونه نه وي سوې نو هبت الله څوک دی چي یوه مسلمان د ۲۰ درو وهل کېدلو او دوې میاشتي بند تعزیري سزا ټاکلو حق ځانته ورکوي؟

د سزا نامې په پنځم ویشتم مخ کي اته پنځوسمه ماده وايي:

قاضي دي مرتده ښځه د اسلام د قبلولو په غرض په حبس ابد او په هرو دریو ورځو کي په لس لس دُرو وهلو سره محکومه کړي.

کله چي په قرآن شریف کي د ارتداد  لپاره اصلاً د سزا یادونه نه وي سوې اویوازي د آخرت د سختو عذابونو وعده ورکړه سوې وي نو هبت الله دا ظالمانه حکم چي په بشپړه توګه وحشیانه دی له کومه کړی دی؟

پر دې ټولو خبرو برسېره یوه بله خبر ه درته لیکم هغه دا چي ما د خپلودغو مضامینو په دوهمه برخه کي درته لیکلي وه چي هغه ورځ لیري نه ده چي طالبان به په پوهنتون کي د عصري علومو ځای د مدرسو نصاب ته ورکړي او پوهنتونونه به په مدرسودرته تبدیل کړي دا دی د فبروري پر دوهمه نیټه طالبانو د هبت الله فرمان صادرکړی دی او لیکي:

« د اسلامي امارت د رهبر شیخ هبت الله اخندزاده د حکم پر بنسټ د کابل طبي پوهنتون تر چترلاندي د نبوي سنتي طب پوهنځی منظور شو. د لوړه زده کړو وزارت وايی د دغه حکم ترڅنګ بې تشکیل هم منظور شوی دی»

پر دې خبر باندي نوره تبصره په کار نه ده یو ځل ټول خپل سرونه ګرېوانونو ته ټیټ کړی او پوښتنه وکړی. نبوي سنتي طب څشي دی؟ او له نوي عصري طب سره به څه اړیکي ولري. نور نو هیڅ تبصرو ته ضرورت نه پیدا کیږي.

زه د دریم ځل لپاره بیا هم له ټولو هغو افغان لیکوالانو او څېړونکو څخه چي په بهر کي ژوند کوي او د طالبانو زور نه په رسیږي هیله کوم چي د طالبانو د دې ظالمانه سزا نامې تو د تورو ناپایه تیارو پر لور د ګران افعانستان د روانولو په برخه کي چوپ پاته نه سي او په هر ‌‌ډول چي کېدلای سي خپل عکس العمل وښيي.

د طالبانو جزایی اصولنامه (دوهمه برخه)

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.