زموږ بې‌نظمه ښارونه: د کليوالي سيمو د محروميت بيه

ليکنه، عبدالوحید وحيد

260

د افغانستان په کليوالو سيمو کې د ښاري سيمو په پرتله د لمړنيو بنسټيزو اسانتياوو نشتوالی د دې لامل شوی چې خلک له هر ډول پلان، ښاري کلتور سره له بلديت او ظرفيت سنجولو پرته ښارونو ته مخه وکړي. روغتيايي خدمتونو او زده کړو ته لاسرسى ، سړکونو، پاکو اوبو، برېښنا او د عايداتي سرچينو د نشتوالي له امله کلي د ژوند لپاره د جذابيت وړتیا نه لرى او خلک يې ښارونو ته مخه کوي. دغه حالت ښاري سيمې د نفوس د زياتوالي له  بې پلانه او بې‌سارې فشار سره مخ کوي، داسې فشار چې نه يې ښارونه د جذب وړتیا لري او نه يې هم د مديريت او ادغام لپاره اړين جوړښتونه شته.

دغه ډول بې‌پلانه ښاري هجوم او په ښاري سيمو کې په ودانيزو چارو بنديزونه يوازې د هستوګنځايونو ستونځه نه زېږوي، بلکې د بېکاري ، غيرمنظمې مېشتېدنې، جرائمو د کچې لوړوالي ، ټولنيزو شخړو او د ښاري ژوند د کيفيت د ټيټېدو لامل هم ګرزي. ښارونه چې په خپله لا دمخه له خورا محدودو امکاناتو، کمزورې زېربنا او اقتصادي نابرابري سره مخ دي، د ددغه ناوړه ولسي بهير تر فشار لاندې خپل بنسټيز انډول نور هم له لاسه ورکوي. په عين حال کې، کليوالي سيمې لا زياتې تشېږي، منزوي کيږي او له پرمختيا څخه شاته پاتې کېږي.

له پاکستان او ایران څخه د کډوالو راستنېدل د دغه بحران بله مهمه او ژوره برخه جوړوي. ډېرى راستنېدونکي د اقتصادي او خدماتي نيمګړتياو له امله، د خپلو اصلي کليو پر ځای ښارونو ته مخه کوي او د غيرمنظمې مېشتېدنې بهير نور هم ښاري نظم او نسق ته زيانونه اړوي. دغه شان  غيرمتوازن ولسي خوځښتونه څرګندوي چې کليوالي سيمې نه يوازې دا چې د بېرته جذبولو وړتيا يې له منځه تللې بلکې د خپل شته نفوس د خوندي ساتلو وړتيا هم نه لري. تر هغو چې کليوالو سيمو د ژوند تيرولو، کارموندنې او راتلونکي لپاره د باور وړ چاپېريال نه وي موندلى، ښارونه به د دغه فشار اصلي قربانيان پاتې شي.

له همدې امله، اوسنۍ اساسي او عاجله اړتیا داده چې د ملي پرمختيا تمرکز له ښارونو څخه کليوالو سيمو ته واوړي. دغه بهير بايد يوازې د لنډمهالو مرستو يا نمايشي پروژو تر کچې محدود نه وي، بلکې د يوې دوامدارې ملي تګلارې په چوکاټ کې د کليوالي اقتصاد پياوړتيا، د کرنې او مالداري عصري کول، د سيمه‌ييزو صنايعو رامنځته کول، د ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو پراختيا، د مسلکي افرادو روزل،  د سړکونو او بازارونو نښلول په کې شامل وي.

که کلي د ژوند کولو، کار موندلو او انساني کرامت د ساتلو وړ شي، نو نه يوازې دا چې د ښارونو پر لور به بې‌پلانه کډوالي بهير کچه راښکته  شي، بلکې ملي انډول ، ټولنيز ثبات او تلپاتې پرمختګ ته به هم  لاره هواره شي. د افغانستان راتلونکی يوازې په ښارونو نه، بلکې په هغو کليو کې ټاکل کېږي چې تر اوسه له پامه غورځول شوي دي.

په پرمختيايي برخه کې د کليوالي سيمو له پامه غورځول يوازې تخنيکي يا اقتصادي تېروتنه نه ده، بلکې سياسي او اخلاقي ناکامي ده. کله چې دولتونه پرمختياوې په ښارونو، مرکزونو او نمايشي پروژو پورې وتړي، په عملي ډول په کليوالي سيمو کې د ميشت نفوس ستره برخه د دويمې درجې وګړو په توګه پرېږدي، په ټولنه کې دننه د محروميت احساس پياوړی کيږي او خلک دې ته اړ باسي چې د بقا لپاره نورو هېوادونو ته د کډوالي په خطرناکه لاره روان شي. په داسې حال کې چې ، دغه کډوالي د هغوى انتخاب نه، بلکې مجبوري وي.

سربېره پر دې، له پلان پرته ښاري پراختيا د ملي اقتصاد پر جوړښت هم ژور منفي اغېز لري. په ښارونو باندې د تمرکز له امله د کرنې بهير کمزورې شوې، د خوړو په برخه کې ځان بسیاينه له منځه تللی، او هېواد په وارداتو باندي د تکيې په لور تللی دی. هغه ځوان ځواک چې کولای يې شوای په کليوالو سيمو کې توليدي رول ولوبوي، په ښارونو کې بې‌کاره پاتې شوی، يا ارزانه او ناوړه کارونو کولو ته اړ شوي دي . دغه حالت د توليد پر ځای مصرف ته وده ورکوي او د اقتصادي ودې طبيعي بنسټونه له منځه وړي.

په ټولنيز ډول، د کليو تشېدل د عنعنوي ټولنيزو شبکو د له منځه تلو، متقابل ملاتړ او اخلاقي جوړښتونو د زوال لامل ګرزي. ښارونو ته راغلي خلک، چې نه په ښارونو کې د کلتوري ادغام لپاره ذهناً تيارى لري او نه هم د اقتصادي ثبات باور ، له بې‌هويته ژوند ، نفسياتي انزوا او ذهني فشار سره مخ کېږي. دغه وضعيت د تاوتريخوالي، افراطي افکارو خپرېدو او ټولنيزو اخلاقي انحرافاتو لپاره د ښه بستر جوړيدو شونتيا زياتوي او ممکن اوږدمهاله ملي امنيت ته مستقيمه ضربه ورسوي.

له بلې خوا، د کليوالي سيمو پراختيا کولای شي د ټولنيز عدالت يو عملي ميکانېزم رامنځته کړي. که لمړنۍ بنسټيزې اسانتياوې د خلکو تر کوره ورسېږي، د دولت او ولس ترمنځ د باور واټن راکمېږي. ښوونځي، کلينيکونه، کرنيز مارکېټونه او کوچني صنايع نه يوازې ولس ته اسانتیاوې برابروي، بلکې  حکومتي تسلط د زور کارولو له ادرس څخه ولسي ملاتړ ترلاسه کولو ته اړوي. دغه بدلون د مشروعيت، مشارکت او حساب ورکولو بنسټ پياوړی کوي.

په پای کې، که افغانستان غواړي له مسلسلو او له يو پربل پسې راپورته کيدونکو بحرانونو څخه ځان وباسي ، بايد د پراختيا تګلاره بدله کړي. نوي ښارونه جوړول او له پلان پرته د ښارونو پراختيا د حل لاره نه ده، بلکې د ناسمې تګلارې نښې دي. اصلي حل دا دی چې کلي د ژوند، توليد او انساني کرامت په مرکزونو واوړي. تر هغو چې کلي پياوړي نه شي، په ښارونو باندې فشار به دوام مومي، او هېواد به د بې‌ثباتي په دلدل کې بند پاتې وي.

کله چې مېلمه پالنه په پيغور بدله شي

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.