د افغانستان–هند اړيکې او د پاکستان اندېښنې:
ګواښونه او واقعیتونه
افغانستان يو خپلواک هیواد دی او د نړيوالو قوانينو له مخې بشپړ حق لري چې خپله بهرنۍ تګلاره پخپله خوښه او د خپلو ګټو په چوکاټ کې وټاکي. پاکستان د نړيوالو پرنسيپونو، حقوقي اړخونو او اخلاقي چوکاټونو له مخي هيڅ ډول حق نه لري چې د افغانستان او هند ترمنځ د سياسي، اقتصادي او کلتوري اړيکو د پراختيا مخالفت وکړي. د دولتونو ترمنځ ملي حاکميت ته د درنښت او د يو بل په کورنيو چارو کې د لاسوهنې نه کولو اصل هېڅ دريم هېواد ته اجازه نه ورکوي چې د بل هېواد د بهرنيو اړيکو په تړاو سرې کرښې وکاږي يا ورباندې د ويټو حق وغواړي.
پاکستان له اوږدې مودې راهيسې د افغانستان او هند نږدې کېدونکو اړيکو ته له پاکستان سره د دښمني په سترګه کتلي دي، خو بالعکس افغانستان ته د واهکه بندر له لارې له هندوستان څخه د توکو واردولو اجازه نه ورکوي. د پاکستان اندېښنې نه حقوقي بنسټ لري او نه هم داسې بيلګه شتون لري چې افغانستان کله هم د هندوستان په ګټه د پاکستان په وړاندې د دښمن هېواد په څير تګلاره خپله کړې وي. د پاکستان اندېښنې د دغه هېواد او هندوستان ترمنځ د تاريخي تاوتریخوالي د نفسياتي اړخ انعکاس دى چي د «ستراتېژيک ژوروالي» له ناکامې مفکورې څخه سرچینه اخلي. د اسلاماباد له نظره، د هند سياسي او اقتصادي حضور هم په افغانستان کې ډېری وخت د عادي دوه اړخيزو همکاريو پر ځای د امنيتي ګواښ په توګه انځور شوی، حال دا چې دغه ذهنيتونه، که هر څومره ژور هم وي د مفروضو پربنسټ ولاړ دي او د اعتراض مشروع حق نه شي رامنځته کولای.
د اسلام اباد دريز هغه مهال لا کمزوری کېږي چې پاکستان د خپل تاريخ په پاڼو کې خپل تېر چلن ته وګوري. په ۲۰۰۱ کال کې پاکستان د امريکا د بهرنيو چارو وزير ګولن پاول په يوه تليفون امريکا ته اجازه ورکړه چې د افغانستان پر ضد د هوایي بريدونو او عملياتو لپاره له خپلو بندرونو، فضايي حريم او نظامي اډو څخه ګټه واخلي. د پاکستان هوايي حريم ورته پرانيستل شو، ځينې پوځي اډې امريکايي ځواکونو ته وسپارل شوې، او د کراچۍ له بندر څخه د اکمالاتو لارې د کلونو لپاره د امريکا او ناټو د عملياتو ملاتړ ته اوږه ورکړه . که پاکستان کولاى شي چې يو لرې نړيوال ځواک ته د افغانستان پر ضد د مستقيم نظامي بريد لپاره دومره پراخې اسانتیاوې برابرول توجيه کړي، نو بيا افغانستان ولې نشي کولاى چې له هند سره سولهييزې سياسي، اقتصادي او کلتوري اړيکې ولري.
که پاکستان دا استدلال کوي چې افغانستان بايد له هند سره خپلې اړيکې محدودې کړي، نو دا منطق بايد پر خپله پاکستان هم يو شان تطبيق شي. پاکستان له امريکا او نورو سترو قدرتونو سره ژورې سياسي، پوځي او اقتصادي اړيکې لري چې د افغانستان پر امنيتي او سياسي وضعيت يې مستقيم اغېز لرلی دی. نړيوالې اړيکې د دوهګوني معيار منلو ته غاړه نه ږدي، چې يو هېواد ځان ته هر څه روا وګڼي خو هماغه حق له بل څخه اخلي.
د هند او پاکستان ترمنځ د تيرو جګړو په مهال د افغانستان د واقعي بې پريتوب تګلارې ته په کتو د افغانستان او هند ترمنځ اقتصادي او کلتوري اړيکي د پاکستان لپاره باید د هيڅ ډول اعتراض کولو يا حساسيت ښودلو لامل نه واى ګرزيدلې. سوداګري، ترانزيټ، زدهکړې، روغتيايي همکاري او کلتوري تبادلې د شخړو او جګړو عوامل نه دي، بلکې د ثبات، ټولنيز پرمختګ او د باور جوړونې بنسټونه جوړوي . پر دغو برخو اعتراض کول په اصل کې امنیتي د اندېښنو څرګندونه نه کوي بلکې د سيمهييز اتصال او ګډو پرمختګونو پر وړاندې د خڼډونو اچولو هڅه ښکاري.
زما په اند، افغانستان او پاکستان دواړه بايد نه د سترو قدرتونو ترمنځ د رقابتونو په ډګر کې د سيالي ابزار وګرزي او نه هم د يو بل په وړاندي د نيابتي جګړو په ډګر بدل شي. افغانستان کله هم د هند لپاره د پاکستان ضد سنګر نه دى ګرزيدلى دى او نه هم باید وګرزي، او پاکستان هم بايد د افغانستان پر سيمهييزو انتخابونو باندې ځان امنيتي ساتونکى و نه ګڼي. همدارنګه، هېڅ يو هېواد بايد اجازه ورنه کړي چې خاوره، هوايي حريم يا سياسي نفوذ يې د بل پر ضد د بهرنيو اجنډاوو لپاره وکارول شي.
يوه متوازنه، د ملي ګټو پر بنسټ ولاړه بهرنۍ تګلاره، چې د متقابل درناوي، سيمهييز اتصال او د يو بل په کورنیو چارو کې د لاسوهنې نه کولو اصولو ته ژمنه وي، نه يوازې د افغانستان مشروع حق دی، بلکې د پاکستان ستراتېژيکه اړتيا هم ده. د پاکستان لپاره د افغانستان په تړاو د ستراتېژیک ژوروالي تګلارې څخه خپله لاره جدا کول د افغانستان حق او د پاکستان لپاره داسې اړتیا ده چې کولای شي په سوېلي اسيا کې اوږدمهاله ثبات، سيمهييز باور او ګډه سوکالي تضمين کړي.
د پاکستان د لوړپوړو چارواکو افغانستان ته تکراري اخطارونه، ګواښونه او ننګوونکې ویناګانې نه یوازې بې اغېزې دي، بلکې تاوان رسوونکې هم دي. دغه چلن سياسي فضا نوره هم خرابوي، سيمهییزې اندېښنې زیاتوي، او د دواړو هېوادونو د ګټورو اړیکو او دوه اړخيزو همکاريو جوړولو فرصتونه له منځه وړي. د ګواښونو او ننګونو تګلاره نه اوږدمهاله امنیت رامنځته کولاى شي او نه هم ښه ستراتیژی ګڼل کېږي، بلکې شونې ده چې دواړه هېوادونه په اوږدمهاله توګه د شکونو او غبرګونونو په سیاستونو کې ونښلوي. غوره لار داده چې پاکستان له افغانستان سره د خبرو، د باور جوړونې او د هندوستان په ګډون له نورو هېوادونو سره د اړيکو په برخه کې د دغه هېواد خپلواکو پرېکړو ته د درناوي له لارې تعامل وکړي. د زور کارولو او وېرې اچولو له مخې نه، بلکې د ګډ تفاهم او دوه اړخيز درنښت پربنسټ ولاړې تګلارې دواړو هېوادونو ته دا امکان برابروي چې د ثبات، سيمهییزو اړیکو او ګډو ګټو لپاره مناسب چاپیریال رامنځته کړي.
پايله:
په سويلي اسيا کې اوږدمهاله ثبات او سوله د ګواښونو، انحصاري سياستونو ، او د سليقوي تعبيرونو پر بنسټ نشي ټينګېدای. له هند يا بل هر هېواد سره د افغانستان سياسي، اقتصادي او کلتوري اړيکې د دغه هېواد مشروع او قانوني حق دی او پاکستان ته هيڅ ډول بالفعل او بالقوه ګواښ نه رامنځته کوي. د افغانستان د بهرنيو اړيکو د کنټرول هڅې هغه ناکامه تګلاره ده چې يوازې بېباوري ژوره کوي او هغه امنيتي ذهنيت پياوړی کوي چې دواړو هېوادونو ته يې درانه زيانونه اړولي دي. په راتلونکي کې د افغانستان او پاکستان د اړيکو څرنګوالى بايد د ګواښونو پر ځای د يو بل حاکميت استقلال او خپلواکي منلو، د خبرو اترو پر دوام، او سيمهييزې همکاري ته پر ژمنتيا ولاړ وي. د «ستراتېژيکې ژورتيا» له زړې نظريې څخه لاس په سر کيدل ، او د يو بل د مشروع انتخابونو درناوی يوازنۍ تګلاره ده چې دواړه هېوادونه د شک، وېري او تقابل پر ځای د ثبات، اتصال او ګډو پرمختګونو پر لوري بيايي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.