په ایران کې د حاکم نظام د پرزونې هڅې
د ترمپ ګوت څنډنې
ټولو ته جوته ده کلونه کېږي چې امریکا او اروپایې هېوادونه پر ایران په بیلاـ بیلو برخو کې تعزیرات او بندیزونه لګولي دي چې یو لامل یې د ایران له لورې د زروي وسلو د جوړولو مخنیوي او د یورانیمو د غني کولو د چارو بندول دي.
د دې تر څنګ امریکا، غربیان او په خاص ډول اسرائیل هلې ځلې کوي چې د ایران موجود نظام چپه کړي او پر ځای یې د دوي د خوښې یو مزدور او ګوډاګی حاکمیت د ایران په ولس وتپي.
پر ایران د اسرائیلو او امریکا د تېر کال جګره هم د دغو موخو له پاره تر سره شوه، دوي فکر کاوه، چې د دوي دغه جګړه به د ایران حاکمیت په دوه درې ورځو کې را چپه کوي او پر ځای به یې د رضا شاه پهلوي ځوی قدرت ته رسوي، اما دوي د ایران له نظامي ځواک نه پوره معلومات او سمه محاسبه نه درلوده، نو ځکه هغه هدف ته ونه رسیدل.
د دغې جګړې له ختمیدو سره د رضاشاه پهلوی ځوی هم په میډیا کې راښکاره شو ګېلې او ناندرې یې پیل کړي چې ورسره غربیانو، اسرائیل او امریکا ناځواني وکړه قدرت یې ورته انتقال نه کړ.
د ۲۰۲۵ کال د دسمبر میاشت په ۲۸ مه نیټه لومړی په تهران او مشهد کې د اقتصادي وضعیت د خرابېدو، د بیو د لوړوالي او د ایراني ریال د ارزښت د بې مخینې راټیټېدو په غبرګون کې ولسي اعتراضونه پیل شول. ولیدل شوول چې ډېر ژر د دغو اعتراضونو بڼه بدله شوه او د نظام پر ضد په شعارونو او تاوتریخوالي واوښته او د ایران ټولو۳۱ولایتونو ته وغځیده.
دغو عمومي ولسي پاڅونونو او مظاهرو، غربیان، اسرائیل او امریکا ته بیا امیدونه ورکړل، چې دا دی د نظام د چپه کیدو شرائط برابر شوي، تبلیغاتي جګړه هم د امریکا او اسرائیلو له لورې زور واخیست.ترامپ په ښکاره پرمعترضانو غږ وکړ چې:
« موږ او زموږ کومکونه درسره دي تظاهراتو ته دوام ورکړي، دولتي مؤسسات او ارګانونه ونیسئ»
ایراني مقامات هم تاکید کوي چې د تاوتریخوالي په رابطه د ایران د بیروني دښمنانو لاس دي، چې دا خبره له امکاناتو لری هم نه ده. د تېرې اونۍ د راپورونو له مخې په ایران کې د پولیسو له خوا معترضو سره په روان تاوتریخوالي کې تر ۲۵۰ زیات لاریونوال وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
د یوبل راپور له مخې فعالانو ویلي دي چې په ایران کې د ټول هیواد په سطحه د اعتراضونو د ځپلو په نتیجه کې د وژل شوو کسانو شمیر په شدت سره ډیر شوی او ۵۴۴ تنو رسیدلی دی.
په ورستیو کې لاریون کونکو په ورانکاریو، سوزولوو ویجاړولو د وسلو د استعمال د پولیسو او امنیتي ځواکونو په وژلو پیل وکړاو لاریونونه په جدي تاوتریخوالي واوښتل.
د دغو تاوتریخوالو وروسته د ایران ستر مذهبي مشر، ایت الله علي خامنه يي په خپلو تازه څرګندونو کې وویل:
«لاریون کوونکي بغاوتګر او اوباش دي نو ځکه نظام به د دوی په وړاندې شا ته نشي.نوموړي دغه ناارامي د امریکا او اسرائیلو پلان شوې توطیه وبلله او ادعا یې وکړه چې بهرني دښمنان غواړي ایران بې ثباته کړي».
په ایران کې د حکومت ضد اعتراضونو او تاوتریخوالي په رابطه آیت الله علي خامنه اي سپاه پاسدارانو ته د معترضو د ځپلو بشپړ واک ورکړی دی. مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي سپاه پاسداران ته ویلي چې:
« د چمتووالي کچه اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې هم لوړه کړي.».
سربېره پر دې، د امنیتي ځواکونو ځینې مامورین چې د معترضانو پر وړاندې یې له ډزو ډډه کړې وه، پېژندل شوي او نیول شوي دي.
معلومات وايي چې ایراني چارواکو د پنجشنبې راهیسې انټرنيټ پرې کړی، چې د ایران دننه یې د معلوماتو ترلاسه کول هم ستونزمن کړي، خو ځینې راپورونه وايي چې معترضان سټارلینک سره وصل دي.
له بله پلوه سپاه پاسداران خبرداری ورکړی چې د اعتراضونو دوام د منلو وړ نه دی او د وروستیو پېښو پړه به د طراحانو پر غاړه وي.
دغه وضعیت په داسې حال کې دی چې امریکا د ایران د معترضانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په صورت کې د سخت غبرګون خبرداری ورکړی دی.
په ایران کې اعتراضونه چې حکومت یې ننگولی دی، د دغه هیواد د مذهبي حاکمانو له خوا پر ځپلو سربیره ادامه لري. په عین حال کې د ایران حکومت د دوشنبې د ورځې له پاره “د ملي مقاومت لاریون” اعلان کړی دی.
په امریکا متحده ایالاتو کې د بشري حقونو د فعالانو خبري آژانس (هرانا) اعلان وکړ چې تر ۱۰ زرو ډېر کسان نیول سوي دي دغې ډلې ویلي دي چې په وروستیو اعتراضونو کې، ۴۹۶ اعتراض کوونکي او د امنیتي ځواکونو ۴۸ غړي وژل سوي دي. هرانا ویلي دي چې امکان لري د تلفاتو شمیر نور هم زیات شيد
فرانسې ولسمشر، ایمانویل مکرون په ایران کې د معترضو پر وړاندې تاوتریخوالی سخت غندلی دی.
د بشري حقونو د څار سازمان د تازه راپور له مخې په تېرو دوو اونیو کې د تاوتریخوالي له امله د وژل شوو کسانو شمېر ۵۳۸ کسانو ته رسیدلی، چې په کې لږ تر لږه ۵۰ ماشومان هم شامل دي دغه راز تر ۱۰۶۰۰ تنو زیات کسان د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
د فاکس نیوز د خبر له مخې ۲۶ کلن عرفان سلطاني، چې تېره اوونۍ په “کرج” کې نیول شوی و، تمه ده چې سبا د چهارشنبې په ورځ (د جنوري ۱۴مه) په دار وځړول شي.
ایراني چارواکو سلطاني پر “محاربې” یا د اسلامي نظام پر وړاندې پر جګړې تورن کړی دی. د بشري حقونو سازمانونو په وینا، د عرفان سلطاني کورنۍ ته ویل شوي چې د هغه د اعدام حکم صادر شوی او ډېر ژر به عملي شي.
ویل کېږي چې هغه ته د وکیل نیولو اجازه نه ده ورکړل شوې او محاکمه یې په داسې حال کې شوې چې په ایران کې انټرنیټي بندیزونه لګول شوي دي.
بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تهران ته سخت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: “هغوی باید ډزې ونه کړي، ځکه که هغوی پیل وکړ، موږ به هم ډزې پیل کړو.” سپینې ماڼۍ تایید کړې چې ټرمپ پر ایران د بمبارۍ په انتخابونو غور کوي، خو ډیپلوماسي یې لومړیتوب دی.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ، ډونالډ ترمپ خبریالانو ته وویل چې:
«ایران غواړي مذاکره وکړي او زیاته یې کړه چې د اسلامي جمهوریت له رهبر سره لیدنه کتنه د تنظیم کیدو په حال کې ده، هغه زیاته کړه، واشنگټن په ایران کې د روانو اعتراضونو او د اعتراض کوونکو په وړاندې تاوتریخوالي له امله، امکان لري مجبور شي چې مخکې له لیدنې کتنې څخه اقدام وکړي».
د اروپايي ټولنې لوړپوړې دیپلومات، کایا کالاس وویل چې:
« د اعتراض کوونکو د وحشیانه ځپلو په دلیل به د ایران په وړاندې د لا ډیرو بندیزونو وړاندیز وکړي».
وروستي راپورونه څرګندوي، سره له دې چې دونالډ ترمپ په ښکاره توګه د معترضانو تر شاه ولاړ او د تاوتریخوالي له پاره یې تشویقوي، مګر بیا هم د ایران د امنیتي ځواکونو او سپا ی پاسداران له لورې معترضان تر کنترول لاندې دي او د مظاهره کونکو شمېر مخ په کمیدو دی په مقابل کې یې په میلیونونو کسانو د لاریون په طرز کې له حکومت او نظام نه خپل ملاتړ اعلان کړي او د معترضانو او د هغوي د ملاتړو پر ضد یې شعارونه ورکړي دي. زما په اند د ایران د اوسنی حاکمیت ژر سقوط له امکان نه لری موضوع بهښکاریو خو بیا هم که بدلون راشي دغه وضعیت به هرو مرو پرګاونډي هېوادو افغانستان او پاکستان منفي اغیزې ولري ، د مهاجرت موضوع به بله ستونزه هم وي.
پای
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.