نړۍ د انارشیزم او زورواکۍ په لور
(دویمه برخه)
د شوروي د پاشلو وروسته دوه قطبي نړۍ خپل توازن له لاسه ورکړ، امریکا د یو سوپرپاور طاقت په توګه په خپل سریوو لاس پورې کړ. د تاریخ په بیلا بیلو مرحلو کې امریکا پر مکسیکو، ُفلیپین، هیروشیما، کوریا ویتنام عراق، سوریې او لیبیا د ټولو نړیوالو قوانینو په نه نطر کې نیولو سره بې رحمانه تجاوزونه تر سره کړل، د دغو هېوادو پر ولسونو یې بې رحمانه تعزیرات وضع کړل او د دوي ملي شتمنۍ یې چور او چپاول کړي.
دپورتنیو معلوماتو په نظر کې نیولو سره امریکا د یو نړیوال استعمارګر او تروریستي سیاستونو له امله د ټولو تیر شوو تروریستی ولسمشرانو چې د نړۍ په کچه تروریستان تېر شوي او دا دی اوس یې ترامپ ښه مثال دی د یادونې وړ بولم.
تروریزم په نړیوالو قوانینو کې داسې تعریفیږي:
« د ملکي وګړو په وړاندې د وېرې رامنځته کولو له پاره منظم تاوتریخوالی».
امریکا ځان د دولت په توګه د تروریزم ضد ځواک بولي، خو ډېر ملتونه، څېړونکي او مدني فعالان استدلال کوي چې د امریکا ځینې پوځي مداخلې، بمبارۍ او بندیزونه د عملي پایلو له مخې د دولتي تروریزم بڼه لري، ځکه ملکي وګړي په کې وژل شوي، هېوادونه ویجاړ شوي، سیاسي نظامونه په کې په زور او جبر بدل شوي دي
د امریکا له پیل څخه تر نن پورې مهمې پوځي مداخلې او عام وژنې:
په ۱۹ مه پېړۍ کې له (۱۸۴۶-۱۸۴۸) پورې د امریکا مکسیکو جګړه چې امریکا د مکسیکو شاو خوا ۵۰ سلنه خاوره ونیوله لسګونه زره کسان په کې ووژل شول.
په شلمه پېړۍ کې له (۱۸۹۹-۱۹۰۲) پورې د فلپین پر ضد د امریکا استعماري ضد جګړه چې له (۲۰۰۰۰۰) نه تر(۱۰۰۰۰۰۰) پورې ملکي وګړی په کې ووژل شول.
په ۱۹۴۵ کال امریکا د جاپان په هیروشیما او ناګاساکي اټومي بمونه و اورول چې په نتیجه کې شاوخوا (۲۰۰۰۰۰) انسانان ووژل شول او خورا زیات نور معلول او معیوب شول.
له (۱۹۵۰-۱۹۵۳) پورې امریکا د جنوبي کوریا ملاتړ وکړ چې شاوخوا (۳۰۰۰۰۰۰) کسان مړه شول، چې ډېر یې ملکي وګړی وو.
له (۱۹۵۵ـ۱۹۷۵) پورې د ویتنام تر ټولو خونړۍ جګړه کې تر(۳۰۰۰۰۰۰) پورې ویتنامیان په بې رحمانه توګه ووژل شول.
د لاتینې امریکا چیلي، نیکارګوا، السلوادور، ګواتیمالا د کودتاوو په ملاتړ کې سلګونه زره کسان وژل شوي او یا ترې تم شوي دي.
په ۲۱ مه پېړۍ کې پر امریکا باندې د سپتمبر د ۱۱مې نیټې د برید په پلمه امریکا او ناټو پر افغانستان برید وکړ، چې له (۲۰۰۱ـ۲۰۲۱) پورې شاوخوا له(۵۷۰۰۰۰ـ۸۴۰۰۰۰) کسان ووژل شول، هېواد وران ویجاړ او میلیونونه هیوادوال کډوالۍ ته اړ شوول.
پر (۲۰۰۳) عیسوی کال امریکا پر عراق د اتومي وسلو د لرلو او موجودیت په پلمه، چې په حقیقت کې دغه ادعا هم دروغ ثابته شوه پر عراق حمله وکړه د هغه هېواد جمهور رئیس صدام حسین یې په دار وزړاوه او له ( ۵۰۰۰۰۰ـ۱۰۰۰۰۰۰) زیات بې ګناه انسانان د دغې جګړې قربانیان شوول.
همدا ډول پر لیبیا، سوریې د امریکا او ناټو بمباریو په زرګونو انسانان ووژل او دغه هېوادونه یې د کورنیو جګړو ډګرونه وګرزول چې تر دا اوسه دوام لري. په دغه هېوادونو کې مستقیم او غیرمستقیم پوځي حضور زرګونه ملکي تلفات ولسونو ته راواړول ، دغو پوځي مداخلو دولتونه سقوط کړل، کورنۍ جګړو شدت وموند ، ترهګرې ډلې لکه داعش یې رامنځته کړل، اقتصادي ویجاړې او میلیونونه یې کډوالۍ ته اړویستل.نو ځکه همدا لامل دی چې ډېری خلک امریکا د جګړې صادرونکی هېواد بولي.
د امریکا د استعماري سیاستونو او مستقیم ملاتړ په نتیجه کې د اسرئیلو د زور زیاتي له امله د فلسطین د مظلوم ولس حقونه تر پښو لاندې شول په میلیونونو انسانان د امریکا او اسرائیلو د دغو استعماري او بشري ضد غوښتنو قربانیان دي چې د غزې ناورین یې روښانه بیلګه ښودلای شو.
په پورتنیو هېوادونو کې د امریکا استعماري تېریو او ناخوالو ته په کتو سره دا جوتوي، چې د امریکا هېواد چې ځان تر ټولو نورو هېوادو د دموکراسۍ او بشري حقونو ملاتړي ګڼي، مګر په حقیقت کې یوازینی هېواد همدا دی چې ټول نړیوال اصول، قوانین او میثاقونه یې تر پښولاندې کړي او نړۍ یې له ستر ګواښ او بحران سره مخ کړی ده.
رښتیا هم چې د امریکا په ځان غوښتونکو او استعماري پالیسیو کې نه بشردوستي شته نه سوله او دموکراسي، یوازی او یوازي اقتصادي ګټې او ستراتیژیکي موخې دي چې امریکا ترې په نړۍ کې د زور او طاقت له مخې په ډېره سپین سترګۍ ګټې تر لاسه کوي.
امریکا د همدغو موخو د لاسته راوړلو له پاره تروریزم، مخدره توکې او نور منفي تورونه د یوې بهانې په توګه پر ونزویلا د هغوي د تیلو او نورو طبعی منابعو د تر لاسه کولو او د خپل کنترول لاندې د راوستلو په خاطر پر دغه هېواد نظامي تیری وکړ، چې په راتلونکی برخه کې به پرې بحث وشي.
نوربیا
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.