د رنګ ژبپوهنه (Color Linguistics / Color Semantics)
د رنګ ژبپوهنه چې د رنګ ماناپوهنه هم بلله کېږي، د ټولیزې ژبپوهنې هغه څانګه ده چې د ژبې په دننه کې د رنګونو کولتوري، رواني، سېمبولي او استعاري مفاهیم د ژبنیو جوړښتونو او افکارو له لارې څېړي او دا را ته ښيي چې رنګونه څنګه له فزیکي بڼې هاخوا ذهني او عقلي حالتونه انتقالوي او بیانوي یې. همدارنګه د لیدونکی یا لوستونکي په فکري او ذهني تجربه کې د رنګونه نقش راښيي.
د رنګ ژبپوهنه دا ښيي چې د رنګونو د نومونو د رامنځته کېدو بهیر په ډېرو ژبو کې یو ډول نړۍ وال ترتیب لري. تورسپین، سور شین، ژېړ شین یا سور ژېړ، شین زرغون، شین اسماني یا آبي. دلته رنګونه د یو بل پر وړاندې او تضاده ښه راپېژندل کېږي. دغه بیان له بیولوژیکي جوړښت او د اړیکو له مخې څرګندېږي. د رنګونو په تیورۍ کې سپین او تور وړانګې دي چې نور رنګونه راښيي، دغه وړانګې په تودو او سړو هم پېژندل شوې دي. ځینې ژبې تر ډېره تاوده مخامخ (foreground) رنګونه لکه سور او ژېړ د شیانو، بدن او عمل لپاره کاروي، خو ځینې نورې ژبې ساړه، شالیدي (background) رنګونه لکه شین او آبي د چاپېریال او منظرې لپاره زیات ارزښمن ګڼي. دا توپیر ادراکي دی.
د رنګ ژبپوهنې ددغې شننې له مخې داسې ویلای شو چې که په یوه متن کې رنګونه ګورو، نو تر شا یې پراته مفاهیم چې هغه ژبني جوړښتونه، ارزښت او د کارولو بېلابېل ځایونه لري، هغه را ته په ګوته کوي، دا راښيي چې رنګونه پر خپلې آرې بڼې سربېره نور مفاهیم او ماناوې هم لېږدوي. په ژبه کې داسې مفاهیم شته چې هغه د کلمو، ترکیبونو او ګړنو په توګه کارېږي، د آرې بڼې تر شا یو حالت را ښيي. کله چې وایو: سور کېدل، سور اوښتل، سره لمبه، تود لمر، سره غرمه او… دا او دې ته ورته هغه ترکیبونه دي چې دلوستونکي یا اورېدونکي ذهن یوه حالت ته بیايي او رواني اغېز راښيي، همدا حالت، احساس او ذهن مخینې ته بول، د رنګ د ژبپوهنې کار دی. دلته د مسالې بیان تخیل نه دی، بلکې ژبنی عقلي بیان دی، دغه بیان د استعاري او سېمبولي مفاهیمو لارې څرګندېږي، دلته د رنګ پېژندنه عقلي، رواني او حسي ده.
نو: د رنګ ژبپوهنه دا او دې ته ورته عقلي او رواني مفاهیم د ژبنیو ترکیبونو له لارې څرګندوي. د رنګونو ژبپوهنه د عقلي یا معنوي، رواني او کولتوري مفاهیمو له لارې یو رنګ راپېژني. دلته دا هم په ډاګه شوه چې رنګ یوازې نوم نه دی، بلکې:
۱ ـ د رنګونو فعلي کېدل دي، لکه سور کېدل.
۲ـ رنګ حالتي بدلون دی، لکه سور اوښتل.
۳ ـ د زماني او حالتي ترکیبونه رامنځته کېدل دي، لکه: سره غرمه.
۴ ـ د یو شي پېژندنه، ځانګړنه او له نورو سره یې توپیرول دي، لکه سور ګل، سره لمبه، سره غرمه او کیفي بیان هم دی لکه تود لمر، سرې وړانګې… په تود لمر کې که څه هم نېغ په نېغه د رنګ نوم نشته، خو د تودوخې له کیفیت او لمر له بڼې رنګ د ادارک له لارې پېژنو، دغه حالت رواني او کیفي بیان دی.
د رنګ د ژبپوهنې بیان په فردي خیال پورې تړلې خبره نه ده، بلکې د ټولنې ګډه تجربه، تاریخي او کولتوري حافظه، او د وګړیو ترمنځ ژبنی قرارداد دی.
رنګ د صفت، نوم، ترکیب او یوه حالت بیان دی. په ترکیبونو کې سورکېدل د شرم، غوسې او احساساتی تودوالی را ښيي. د ( سپین مخ) توصیفي ترکیب چې (سپین) پکې ستاینوم او (مخ) پکې نوم دی، په استعاري او سېمبولي ژبه د عزت، بري او اخلاقي سپېڅلتیا په مفهوم راځي.
( سپینمخی) بیا له توصیفي ترکیبه جوړ شوی نوم دی. (تور مخ) هم یو توصیفي ترکیبي نوم دی چې له ستاینوم او نوم څخه رغېدلی دی، دغه نوم د رنګ د ژبپوهنې له مخې یو استعاري او سېمبولي ارزښت هم لري چې هغه د شرم، ملامتۍ او بدرنګۍ لپاره کارېږي، دغه ترکیب وروسته په یو نوم ( تورمخی) هم بدلېږي. تورمخی هغه چا ته ویل کېږي چې هغه په خلکو کې ځای و نه لري، بې شرم او ملامته وي. له دې او دې ته ورته نومونو، حالتونو، کیفیتونو او رواني اغېزه دا پایله راوځي چې د رنګ ژبپوهنه د ژبې بېلابېل جوړښتي، کیفي، رواني او معنوي بیان دی چې د یوې ژبې معنوي ارزښت، احساسات، رواني، کولتوري او ټولنیز دریځ ښيي، نو رنګ یوازې فزیکي بڼه یا بیان نه دی.
د رنګ ژبپوهنې بنسټي اصول
د رنګ ژبپوهنه ځان ته یو لړ بنسټي اصول لري چې دلته یې یادوو:
۱ـ د رنګونو نومونه
په لومړي سر کې غواړو چې هغه دودیز رنګونه چې په ټولو ټولنو کې ګډ دي، یاد کړو:
تور، سپین، سور، شین، ژېړ، آبي یا اسماني( شین). د هغه مشهور رنګونه دي چې د ټولو ټولنو ترمنځ ګډ دي، دغه رنګونه یو دبل پر وړاندې له تضاده هم ښه پېژندل کېږي: تورسپین، سور شین، شین ژېړ او… پر دې رنګونو سربېره ځینې رنګونه دي چې د همدغو رنګونو له ترکیبه رامنځته شوي دي، ځینې یو څېز ته په نسبتي توګه یاد شوي دي، لکه ګلابي، نسواري، بانجاني، نخودي او… دغه ټول رنګونه د انسان د ګډ ادارکي نظام او تجربو څخه رامنځته کېږي.
۲ـ د رنګ فزیولوژیکي ځانګړنه او ادراک
د رنګ بڼه د سترګو له رڼا ټاکل کېږي، د انسان په سترګو کې د رڼا حجرې او وړانګې د څیزونو په څېرو کې د رنګ بڼه راښيي، دلته د سترګو فزیولوژیکي (د رڼا حس کوونکي حجرې) فعالیت رنګونه راښيي. د ځینو رنګونو مخونه او بڼې د بېلابېلو توکیو په مخونو، بڼو، حسي تجربو، کیفیتونو، احساساتو او حالاتونو کې له یو بل سره له تړاوه ښودل کېږي.
۳ـ حس او رنګونه
رنګونه پر خپلو ډولونو سربېره د انسان د ادراک په واسطه له حسي تجربو وروسته د ګرمو او سړو په توګه هم پېژندل کېږي. د رنګ د تودوالي او سوړوالي پېژندنه په چاپېریال او وګړو پورې یې اړه لري، د یوه چاپېریال هوا او ذوق یو ډول او د بل بل ډول وي، د همدغه بدلون له مخې د ځینو چاپېریالونو پر خلکو د چاپېریال د اغېز له مخې سوړ او تود رنګ توپیرېږي، نو ژبه هم یو شان رنګیز تمرکز نه لري؛ هره ژبه په خپل طبیعي، کولتوري او تاریخي چاپېریال کې دا ټاکي چې کوم رنګونه ژبني ارزښت لري.
۱ـ تاوده رنګونه : دغه رنګونه د انسان عمل، حالت، پېښې او احساسات څرګندوي. په دې رنګونه کې سور، زېړ، او نارنجي راځي، دغه رنګونه زیاتره مهال د بدن، احساس، حرکت، عمل او پېښو لپاره کارېږي. څه مانا؟ مانا یا مفهوم یې په بېلګو کې جوتوو:
سور مخ = بریا او اتلولي، دلته بریا او اتلولي د انسان په کارونو، عمل، بدن او حرکت کې څرګندېږي.
سور کېدل = د شرم او قهر حالت ښيي چې په بدن، عمل او حرکت کې جوتېږي.
سور لاس= قاتل، مجرم یا جرم ښيي. دا هم د انسان له بدن، حرکت، احساس او… جوتېږي.
زېړ مخ یا زېړه غونه = ناروغي، رنځ او پړتوب . دا هم د انسان په بدن، احساس، حرکت او… راڅرګندېږي.
دلته دا جوته شوه چې له رنګونو نه د انسان عمل، احساس او حالت ښودل کېږي.
۲ـ سوړ رنګ یا ساړه رنګونه: هغه رنګونه دي چې موږ ته چاپېریال، منظرې او شالید څرګندوي. په دې کې شین او آبي راځي. دغه دواړه رنګونه انسان له چاپېریال یا طبیعت سره تړي. اسمان، ځمکه او منظرې ور ته ښيي. په پښتو کې دا ترکیبونه کاروو چې:
شین پټی، شین فصل، شنه ځمکه، شین غر، شین اسمان او په دوی پورې تړلي نور ترکیبونه لرو چې هغه د انسان او طبیعت ترمنځ اړیکې ښيي. په دې ترکیبي نومونو کې چاپېریال، منظرې او شالید لیدل کېږي.
۳ـ ژبنی تمایل: ژبنی تمایل له دې څخه غږېږي چې ژبه څه شی ډېر نوموي، کوم رنګ ته ډېره ونډه او فعاله مانا ورکوي؟ کوم رنګ فعلي، اصطلاحي دی او ارزښت لري؟ بېلګې یې داسې وړاندې کولای شو چې که ( سور ډېر فعاله وي) نو هغه انسان او عمل ته ډېر پام کوي. که شین یا آبي ډېر فعال وي، نو چاپېریال او منظرې ته پام زیات اړوي.
۴ـ اوس پوښتنه دا پيدا کېږی چې دا تمایل پر فکر څنګه اغېز کوي او پام ور ته را اړوي؟ دې پوښتنې ته په عامو جملو یا ویناوو کې ځواب مومو: کله چې خبره د (سور) کوو او داسې یې وکاروو چې:
۱. هغه سور شو. د سور رنګ له یادونې سره پام احساس ته اوړي.
۲. که ووایو چې: شنه یا سمسور ځایونه یا شنه ځنګلونه، دا توصیفي ترکیبونه مو ذهن منظرې ته بیايي.
له دې بېلګو نه دا لنډیز راوځي: هغه څه چې موږ ژر وینو، احساسوو یې او ژر یې بیانوو.
له دې ټولو څخه دې پایلې ته رسو چې: ژبه یوازې د رنګ نوم نه دی او نه یوازې د رنګ نوم څرګندوي، بلکې د پام اړولو لوری ټاکي او د ارزښت نښي راښيي، یعنې رنګونه په ژبه کې د پام او ارزښته ډکې نښې دي. له دې څخه دا پایله راوځي چې ژبه د رنګونو له لارې لرلید ، شالید، احساس او چاپېریال راښيي. دا را ته بیانوي چې په مخکې څه دي، شاته دې څه پرېیښي او احساس او چاپېریال دې څنګه دی؟
په ټوله کې رنګ د انسان دداخلي یا ذهني درک له مخې د ژبې او عمل لپاره کارېږي، ځینې ژبې د عمل او شیانو لپاره تاوده رنګونه کاروي، خو ځینې نورې بیا د چاپېریال لپاره ساړه رنګونه کاروي. تاوده او ساړه ژبنی تمایل ټاکي چې څه ویونکي ته ډېر پام اړوي او څه ژبه رڼوي؟
ژبني استعاري مفاهیم
له دې سرلیکه مو موخه دا ده چې په ژبه کې یو شمېر کلمې او ترکیبونه شته چې په استعاري ژبه څرګندېږي، دا هغه مفاهیم دي چې د کلمو یا ترکیبونو تر شا د یوه حالت، احساس او وضعیت بیان کوي. کلمې یا ترکیبونه د خپلې آرې مانا تر شا یو رواني اغېز، اخلاقي، ټولنیزه او انځوریزه بڼه هم وړاندې کوي، د وړاندې کولو ژبه یې تخیلي نه عقلي ده، بېلګې یې دا دي:
سور اوښتل: سور اوښتل ګړنه ده چې د قهر او شرم په مفهوم وړاندې کېږي.
تور مخ: دغه توصیفي ترکیب د بدبختۍ، غلامي او بې شرمۍ په مفهوم کارېږي.
سپین مخ: د عزت، بري او سپېڅلتیا په مفهوم راځي.
تور: دغه کلمه د رنګ او تومت په مفهوم کارېږي. د بدبختۍ، جهالت او ناپوهۍ نښه هم ګڼله کېږي.
سپین: دغه کلمه هم د تور په مقابل کې د رنګ، سپېڅلتیا او معصومیت په مفهوم کارېږي، د خوشحالۍ، سوکالۍ او امن نښه هم ګڼله کېږي.
سپین څادرونه: د بڼې یا لید له مخې سپین رنګ دی چې څادر راښيي، خو د ژبني مفهوم له مخې سپین څادرونه بیا د هغه چا لپاره کارېږي چې هغه سپېڅلي، معصوم، تانده خوله او میېنان وي.
زه به د غاړې وږۍ پل کړم
چې پرې تېرېږي هلکان سپین څادرونه
سپین څادرونه د مجردانو نښه ده. دا هم په پښتو کې د یوه اصل په توګه منل شوې ده چې پښتني ټولنه او پښتني کولتور جوتوي.
سپينې جامې: سپینې جامې د سپېڅلتیا او معصومیت نښه ده. دغه نښه په ژبه کې د یو اصل په توګه منل شوې او عامه شوې ده، دغه نښه د پښتو کولتور او پښتني ټولنې څرګندونه کوي.
سپینه روپۍ: سپینه روپۍ هغه توصیفي ترکیب دی چې سپین رنګ پکې د روپۍ ارزښت او درنښت ښيي.
سپینه روپۍ دې په ټټر وهي ټالونه… په دې مسره کې سپینه روپۍ یاده شوې ده، سپینه روپۍ په پښتني کولتور کې ګټه او ښکلايي ارزښت لري، نو دلته سپینه روپۍ هغه ژبنی استعاري مفهوم دی چې یوه مخینه لري، مخینه یې د خلکو د ژوند او احساس ښودل دي، د دوی ذوق خړوبول او راتلونکي هدف ته رسېدل دي چې هغه ارمان دی، ارمان د نوي ژوند جوړېده دي.
پر دې سربېره طبیعي او نسبتي رنګونه پر خپلې بڼې سربېره بېلابېل ژبني مفاهیم لري چې له مخې یې شالید، راتلونکې، احساس او ارزښت ښودل کېږي. لکه خاوره، د رنګ له مخې توربخن، خړ او… ښودل کېږي، خو په استعاري ژبني مفهوم کې خاوره بیا هغه ارزښت دی چې د انسان شتون، د ژوند او ارمان غېږه وي. خاوره د لوی ارزښت د نښې یا سېمبول له مخې ناموس او مور ګڼل شوې ده، په همدې خاطر پښتانه پرې د خپل کولتوري لید له مخې قسم خوري. دغه مفهوم له زیاتره ټولنو سره شریک دی. شین، شنه، سور، زېړ او… دا هر یو په ژبه کې یوه مخینه، احساس او ارزښت لري، همدغه مخینه، احساس او ارزښت یې په ټولنه کې د ژبني مفهوم په توګه نښه ګرځوي.
شین رنګ د آبادۍ، سمسورتیا او آزادۍ په مفهوم، په مذهبي دنیا کې بیا د اسلام نښه ده. همداسې نور درواخلې.
د ژبني جوړښت په توګه
ژبني جوړښت نه مو موخه ګرامري او ژبنی نظام دی. په ژبني نظام کې د ګرامر له مخې رنګ د ستاینوم او ترکیبي فعل په کارولو کې ځانګړی ونډه اخلي، نو رنګونه یوازې ستاینوم نه وي بلکې د ژبې په نومیز، فعلي او اصطلاحي ترکیبونو څرګندولو کې هم ونډه اخلي: لکه
د فعل په برخه کې د قید په بڼه : سور شو. سور شو یو حالت او احساس ښيي.
د مصدر په برخه کې چې ګړنې جوړوي لکه: سور کېدل. دغه ګړنه هم یو حالت، وضعیت او احساس بیانوي.
شین: د ژبې د نښې په توګه د خفګان نښه یا سېمبول دی، خو د ژبې د مانا له مخې د وفادارۍ مانا لري. شین کېدل، هغه ګړنه ده چې خفګان ښيي. ګړنه هم مجازي مفهوم لري، دلته احساس او حالت څرګندوي.
چا چې ایښی دا شین خال ستا په جبین دی
زما زړه هم د هغه د لاسه شین دی
لومړی شین د خال لپاره ستاینوم دی چې د خال ارزښت او ښکلايي کیفیت ښيي. شین خال په پښتني کولتور کې د ښایست او وفادارۍ مانا لري. په دویمه مسره کې شین چې د زړه شین کېدل ښيي، دا یو حالت او احساس بیانوي. شین کېدل د خفګان په مفهوم یا نښې په توګه راځي، دغه مفهوم له زړه راڅرګندېږي. په پښتو کې پر ( شنه کېدل) ګړنې سربېره یوه محاوره هم شته چې: د هغه له لاسه مې زړه شین دی. یعنې خفه او له غمه ډک دی. کله چې په زړه باندې درد او غم زیات شي، نو هغه وټکېږي او تک شین اوړي، دغه شین اوښتل چې د درد او خفګان څرګندونه کوي، په تخیل کې ټوکېدلی او شین اوښتی دی، شین اوښتل دلته استعاري مفهوم دی چې د درد، غم او خفګان شېبې ښيي.
د شين پر وړاندې بیا ژېړ د خوښۍ نښه او د بزدلۍ یا رنځورۍ مانا لري. (زېړه خوله) زېړه خوله د بزدلۍ په مانا او مفهوم کارېږي. د احساس او ښکلايي کیفیت له مخې بیا د خوښۍ رنګ دی. یوه محاوره لرو چې: په مخه دې زېړي ګلونه، دلته د دعا لپاره کارېږي چې هم هجر ښيي او هم د خوښۍ نښه ګڼله کېږي. دا دعا د زړه له خلاصه ده چې خوښي ښيي. په ادبي دنیا کې ژېړ بیا د بېلتون یا هجر نښه ده.
په ځینو ځایونو کې بیا دوه متضاد رنګونه په یوه مانا، حالت او نښې په توګه راځي، لکه ( سورشین) سور شین یو د بل پر وړاندې کارېږي، خو دلته سور شین یو داسې پراډوکوس دی چې یو بل حالت بیانوي، هغه بل حالت د دواړو رنګونو زیاته رڼا په قهر او غوسه کې څرګندېږي. دلته (سورشین اوښتل) ګړنه د غوسې او قهر حالت، احساس او نښه ده. د ژبې د مانا له مخې د یو چا غوسه ښيي.
نومونه: تورلالی، تورګل، سپین ګل … دغه نومونه د یوه شخص پوستکی، وضعیت او حالت څرګندوي، د حالت له بیان سره د یوه شخص نوم راښيي، یعنې په خاص نوم بدلېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.