جګړې څه راکړل او څه راکوي؟

35

انسان دې یو ځل ځان سره حساب ته کېني چې د دې دومره کلونو جګړې موږ ته څه راکړل؟ پوهېږئ ځواب به یې  څه وي. هېڅ.
تېر شل کلن حکومت کې هم یوه ورځ کراري نه وه، هره ورځ یوه نوې لوبه او هره ورځ به یوه نوې پېښه وه. د هرې چاودنې وژل شوی او ټپي شوی بېګناه او مظلوم انسان و چې  یوې حلالې مړۍ مزدورۍ پسې به وتلی و. یا هم هغه بېګناه زده کوونکي چې د روښانه راتلونکي لپاره یې درسونه ویل. جګړه موږ ته هدیرې راکړې، موږ ته یې کونډې او یتیمان راکړل، چې د ماشومتوب پر ځای یې د غم دروند بار په اوږو کېښود.
موږ ته یې وېره راکړه؛ داسې وېره چې د دروازې هر ټک  مو د زړه درزا ډېروله.

‎ جګړه به نن موږ ته څه راکړي؟

نن که بیا هم د جګړې خبرې کېږي، زیان به یې هماغه عادي خلک ویني؛ هغه مزدور چې د ورځې ستړی ماښام کور ته راګرځي؛ خو د سهار د لمر وړانګې یې په کور نه بلکې د قبر په شناخته لګېږي. هماغه یتیمان، کونډې او له مړو ډکې هدیرې راکوي.
هغه کسان هم چې د پښتون، ننګ او غیرت په نوم احساسات راپاروي هماغه کسان دي، چې د تیښتې په لومړي صف کې ولاړ ول. هماغه  چې په دسترخوان یې دولس ډوله خواړه ایښې، براند جوړې اغوندي او تر ټولو مهمه دا چې خپل اولاد یې د نړۍ په بهترین پوهنتون کې زده کړې کوي.
هغه وخت چې د وطن نیمه برخه نفوس د نجلۍ او ښځې په نوم په کور کیناستې کاشکې هغه وخت هم غیرت او میړانه وای. کاشکې هغه وخت چې یوه ښځه او نجلۍ له ډیرې بې وسۍ خیرات غوښتو ته اړه شوه میړانه او غیرت وای. غیرت او ننګ یوازې په جګړه کې نه ده.
جګړه موږ ته پرمختګ نه راولي بلکې د ویجاړولو لارې ښیي، د ټوپک او نور بیلابیل جنګي وسایل کارول زده کوي.

جګړه چې په هر هېواد کې وي ښه نه ده… .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.