افغانستان د اور په کړۍ کې

لیکنه: نوروهاب څپاند

52

افغانستان د اور په کړۍ کې
د سترو قدرتونو جګړې، د سیمې بې‌ثباتي او د افغانانو تاریخي مسؤلیت

نن افغانستان او ټوله سیمه یو ځل بیا د داسې خطرناکو تحولاتو شاهد دي چې مستقیم او غیرمستقیم ډول د بې‌ګناه انسانانو ژوند، عزت او راتلونکی تر سخت ګواښ لاندې راولي. د وروستیو ورځو خونړي غلچکي بریدونه، چې د پاکستان له لوري د «ټي ټي پي» تر پلمې لاندې د افغانستان پر خاورې ترسره شول، نه یوازې د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی، بلکې د جګړې هغه توره څپه هم ده چې کلونه کېږي افغانان پکې قرباني کېږي. په دغو بریدونو کې ملکي وګړي، ښځې، ماشومان او تازه راستانه شوي کډوال په نښه شول، کورونه او پنډغالي بمبار شول او د روژې په مبارکه میاشت کې د خلکو پر زړونو نور هم بار زیات شو.
له بلې خوا، په منځني ختیځ کې د امریکا او اسرائیل له خوا پر ایران پوځي بریدونه او ورپسې متقابل غبرګونونه، د سیمې امنیتي وضعیت لا پسې بې‌ثباته کړی دی. که څه هم د دغو قدرتونو ستراتیژیک پلانونه او محاسبې ښايي بېلابېلې وي، خو یو حقیقت روښانه دی: د دې شخړو دروند انساني، اقتصادي او سیاسي تاوان د سیمې پر ولسونو، په ځانګړي ډول پر افغانستان، ورلوېږي.
افغانستان، چې له نیمې پېړۍ راهیسې د جګړې، مداخلې او نیابتي شخړو قرباني پاتې شوی، یو ځل بیا د نړیوالو او سیمه‌ییزو قدرتونو د تقابل په منځ کې واقع شوی دی. پوښتنه دا ده:
ایا افغانان دا غواړي چې تل د جګړې په لمبو کې وسوځي؟
ایا د افغانستان ځوان نسل باید تل له سولې، زده‌کړې، روغتیا، اقتصادي ودې او انساني هوساینې بې‌برخې پاتې شي؟
ځواب روښانه دی: نه. دا حالت د افغانانو انتخاب نه، بلکې پر هغوی تحمیل شوی واقعیت دی.
د «تروریزم ضد جګړې» تر شعار لاندې، افغان ولس تر ټولو دروند قیمت ورکړی دی. بمبارۍ، بې‌ځایه کېدل، فقر، رواني ټپونه او د نسلونو ورکېدل هغه ناورین دی چې لا هم دوام لري. خو باید په صراحت وویل شي چې د دې ملي تراژیدۍ ټول مسؤلیت یوازې پر بهرنیو قدرتونو نه شي اچول کېدای. له بده مرغه، کور دننه هم داسې افغان‌نما عناصر شته چې د شخصي، سمتي، قومي، مذهبي او پردیوپالو تمایلاتو له مخې د بهرنیو لاسوهنو لپاره زمینه برابروي. دا کړۍ د نفاق اور ته لمن وهي، د افغانانو ترمنځ بې‌باوري زیاتوي او آن د هېواد د تجزیې له ناوړه سناریوګانو سره لوبې کوي.
په داسې حساسو شرایطو کې، چوپ پاتې کېدل او لاس تر زنې لاندې کېناستل نه یوازې غیرمسؤلانه، بلکې تاریخي جفا ده. افغانانو ته پکار ده چې خپل لومړیتوبونه په روښانه ډول تعریف کړي. ملي حاکمیت، سوله، ټولشموله مشروع نظام، د ښځو او ځوانانو حقونه، او د هېواد د شتمنیو ساتنه باید د هر ډول سیاسي او فکري اختلاف څخه پورته ودرول شي.
په همدې چوکاټ کې، د افغانستان ولسي ګوند د بهرنیو شوراګانو د سراسري کنفرانس استازو، چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۱۵مه راټول شوي وو، یو ځل بیا پر همدې تاریخي اړتیا ټینګار وکړ. هغوی د یوه روښانه فراخوان له لارې د افغانستان پر ټولو ملي، وطنپالو، سیاسي، مدني او فرهنګي ځواکونو غږ وکړ چې سره یو موټی شي، د افراطیت، جګړې او بهرنۍ لاسوهنې پر وړاندې د پوهاوي، عقلانیت او ګډ عمل لاره خپله کړي.
که دا مسؤلیت پر ځای نه شي، پایلې به لا هم خونړۍ وي:
افغانستان به د مشروع او حساب‌ورکوونکي نظام له نشتون سره مخ وي، ښځې به له بنسټیزو انساني حقونو بې‌برخې پاتې شي، ملي شتمنۍ به لوټل کېږي او د ولس ژوند به ورځ تر بلې لا پسې سختېږي.
اوس چې د پاکستاني پوځ بریدونه پر افغان خاوره روان دي، واکمنو ته پکار ده چې له انحصاري او ځان‌محوره سیاستونو تېر شي، د وطن د دفاع لپاره د افغانستان د ټولو خلکو ملاتړ وغواړي، سیاسي مخالفین ونه ځپي، د بیان ازادي او سیاسي حقونه تضمین کړي او ملي یووالی د شعار پر ځای په عمل کې ثابت کړي.
همدارنګه، هغو کسانو ته چې د پردیو تر اغېز لاندې د ټولنیزو رسنیو له لارې د خپل هېواد پر ارزښتونو ملنډې وهي، د نفاق تبلیغ کوي او د دښمن د ظلم ملاتړ ته ولاړ دي، دا یو اخلاقي او ملي خبرداری دی:
د پردیو د خوښۍ لپاره د خپل وطن د سوځېدو ملاتړ، نه سیاسي هوښیاري ده او نه تاریخي ویاړ؛ دا د ملي وجدان پر وړاندې دروند جرم دی.
افغانستان د جګړې لپاره نه، بلکې د سولې، عدالت او انساني کرامت لپاره جوړ شوی دی. که افغانان، په ځانګړي ډول روڼ‌اندې، سیاسي او مدني ځواکونه، نن یو موټی نه شي، سبا به تاریخ له ټولو پوښتنه کوي.
په درناوي

وجودي جګړه: د افغانستان د بقا او هویت فلسفه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.