مومیایي چې په عامه توګه ورته موملایي هم ویل کېږي، یوه طبیعي او شفا بښونکې ماده ده چې تر ټولو ښه ډول یې د افغانستان په غرونو کې موندل کېږي. دې مادې ته شیلاجیت هم وايي.
د شیلاجیت نوم د سانسکریت له ژبې څخه اخیستل شوی او مانا یې د غره شیره ده. خلک یې په نورو نومونو لکه د غره خوله، د غره مرهم، د غره وینه او د غره غوړي هم پېژني.
مومیایي یو ډول معدني مواد دي چې له غرونو راوتي او وروسته کلکېږي. دا ماده اکثره قهوهیي یا تور رنګ لري او په ځانګړي ډول د پسرلي په موسم کې د غرونو له درزونو او غارونو څخه څاڅي.
دا ماده له زرګونو کلونو راهیسې د خلکو او حکیمانو تر پام لاندې ده. پخوانیو پوهانو لکه ابنسینا د دې د درملیزو ګټو یادونه کړې ده. حتی وحشي حیوانات هم پوهېږي چې مومیایي د ټپونو او ماتېدنو لپاره ګټوره ده.
کله چې ځنګلي حیوانات ټپیان شي یا یې هډوکي مات شي، نو هغو ځایونو ته ځي چې مومیایي پکې وي. هغوی د مومیایي لرونکې ډبرې څټي او په دې توګه خپلې زخمې رغوي.
د مومیایي ګټې او د استعمال طریقې
د هډوکو ماتېدو او عضلاتو شلېدو لپاره:
هر سهار پر تشه معده، د غنم د دانې په اندازه مومیایي له یوه ګیلاسه شیدو سره وخورئ.
د معدې د زخم لپاره:
د غرمې او ماښام له خوړو نیم ساعت مخکې، د غنم په اندازه مومیایي له لږو اوبو سره استعمال کړئ.
د بندونو درد، کوفتګي او د عضلو درد لپاره:
د مومیایي غوړي په دردمن ځای وموښئ او ښه مالش ورکړئ.
د مومیایي د غوړو جوړولو طریقه
۵ ګرامه مومیایي په نیمه پیاله ګرمو اوبو کې حل کړئ
بیا نیمه پیاله د غوا یا پسه غوړي ورزیات کړئ
پر ورو اور یې کېږدئ تر څو اوبه تبخیر شي
پاتې شوی غوړ هماغه د مومیایي غوړي دي
یادونه:
هغه کسان چې د وینې غلظت یا د وینې د ټوټې کېدو ستونزه لري، باید مومیایي ونه کاروي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.