د منځني ختيځ څارونکې رسنۍ، ښایي پر ایران اتومي وسلې وکارول شي

32

د منځني ختيځ څارونکې رسنۍ، امریکا او اسرا.ییل ښايي پر ايران اتو.مي وسلې وکاروي.

ويل کېږي که د ايران لخوا مقاومت په همدې اوسني ډول دوام مومي او مقابل لوري ته تل.فات ډېروي، ډېر احتمال شته چې امریکا او د دوى شريک اسر.ائ.یل پر ايران اتوم بم وغورځوي.

دا هغه جدي سناریو ده چې د تلفاتو تله به په ريکارډي توګه لوړه کړي او د هيروشيما ټراژيدي به د تاريخ په پاڼو کې ښکته بوځي ځکه ايران او په ځانګړې توګه تهران يوه ډک نفوسه سيمه ده.

د سياسي چارو شنونکي په دې باور دي چې نړۍ د يوې بې بارې بې نظمۍ په درشل کې ده چې ښايي دريمې نړيوالې جګړې ته لار هواره کړي. نړيوالو قوانينو او کنوانسیونونو خپل اغېز په بې سابقه توګه له لاسه ورکړى او نړۍ د ځنګلي قانون په لومو کې را ګير ده.

روسيه اوکراین او ختيځې آسيا ته په سنګر کې ناسته ده. چين تايوان ته، هند د پاکستان پر وړاندې جبهه نيسي، پاکستان د افغانستان پر وړاندې لګيا ده. امريکا د منځني ختيځ واګي غواړي. د جګړې په دې ګرم چاپېريال کې د هر څه پېښېدل شوني دي.

بلخوا تازه د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ خپلې خواله رسنۍ «ټروت سوشل» کې لیکلي، ایران ویلي چې تر بل هر وخت به سخت بر.یدو.نه وکړي، خو غوره ده چې دا کار و نه کړي ځکه په خبره يې که دا کار وکړي، امریکا به هم داسې ځواک وکاروي چې تر دې مخکې نه دی لیدل شوی.

تر دې مخکې د ایران سپا.ه پا.سدا.ران ویلي و چې داسې بر.یدونه به پیل کړي چې د ایراني ځواکونو په تاریخ کې چا نه وي کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.