وطن د مزدورانو په لاس نه ساتل کېږي، بلکې د هغو خلکو په مینې او قربانۍ ژوندي پاتې کېږي چې زړونه یې د همدې خاورې له درزا سره یو ځای ټکان خوري.
وطن د نقشې یوه کرښه نه ده، بلکې د خلکو ساه، د تاریخ حافظه او د نسلونو امانت دی. هغه څوک چې زړونه یې د پردیو په سینه کې درزېږي، د وطن د مینې په مانا نه پوهېږي٫او هغه کسان چې ریښې یې په خپله خاوره کې نه وي، د وطن درد هم نه شي درک کولای.
هغه انسانان چې د وجود ونه یې د پردیو په باغ کې کرل شوې وي، د دې خاورې د باران بوی نه احساسوي.
دوی پرون د همدې خلکو له دسترخوانه ډوډۍ خوړله، خو نن د همدې خاورې پر ضد د دښمن تر څنګ ناست دي.
د وطن مالګه یې وخوړه، خو نمکدان یې مات کړ٫ خاوره یې ښکل کړه، خو وروسته یې هماغه خاوره د پردیو په بیه وپلورله.
دا کسان نه ریښتوني انسانان دي او نه هم د وطن ملګري٫ دوی د تاریخ هغه زخمونه دي چې تل بدبویه پاتې کېږي.
هغه څوک چې نن د پردیو په پیسو ماړه ګرځي، سبا به د تاریخ په شرم وږي پاتې شي.
هغوی چې ژوند یې په دروغو ولاړ دی، یوه ورځ به د حقیقت تر بار لاندې مات شي.
له خاینانو څخه د غیرت تمه مه کوئ، ځکه هغوی ډېر پخوا د خپل وطن وینه له رګونو ایستلې او د پردیو په سپکو ناچل سکو یې خپله عزت پلورلی دی.
له جاسوسانو صداقت مه غواړئ، ځکه صداقت د هغوی لپاره داسې لوکس شی دی چې د مزدورۍ په تورو بازارونو کې هېڅ ارزښت نه لري. له معاملهګرو د ټینګ دریځ هیله مه کوئ، ځکه هغوی هغه ورځ ملا ماته کړه چې وطن یې کور ونه باله، بلکې د سودا توکي یې وګاڼه.
او له قاتلانو انسانیت مه غواړئ، ځکه څوک چې پر خپلې خاورې مرمۍ چلوي، تر هر څه وړاندې خپله روح وژلې وي.
خو خلک لا هم ولاړ دي.
خلک لا هم ساه اخلي، لا هم هیله لري او لا یې شرافت نه دی هېر کړی.
دا ملت، له ټولو زخمونو سره سره، لا هم له دننه ځلېږي.
لا هم داسې میندې شته چې د خپلو تڼاکه وهلو لاسونو په برکت د غیرت ډوډۍ خپلو اولادونو ته ورکوي، او داسې پلرونه شته چې که څه هم ملاوې یې کږې شوې دي، خو روحونه یې لا هم غښتلي دي او وایي: «وطن نه پلورو.» لا هم داسې ځوانان شته چې د تورو شپو په منځ کې د مېړانې څراغ بل ساتي.
خائنان په هر وخت او هر نسل کې یوه څېره لري: بې ریښې، بې غیرته او بېشرمه.
هغوی سیوري دي چې یوازې هغه مهال ښکاري کله چې د شرافت رڼا کمه شي.
دوی له شا خنجر وهي، ځکه د مخامخ درېدو جرئت نه لري٫ دروغ وایي، ځکه حقیقت ورته اور ښکاري٫ وطن پلوري، ځکه د دوی په وجود کې تر معاملې لوړ ارزښت نشته.
خو تاریخ خپله حسابداري لري.
تاریخ د اتلانو نومونه په سرو زرو لیکي او د خاینانو نومونه په ننگ.
یوه ورځ به راشي چې پردې به پورته شي او د جاسوسانو ریښتینې څېرې به د رسوایۍ پر دېوالونو وځړېږي.
هغه کسان چې نن په دروغجنو شعارونو او فریبجنو نقابونو ګرځي، سبا به د خلکو او راتلونکو نسلونو پر وړاندې لوڅ او بې پناه ولاړ وي.
وطن زموږ کور دی٫ داسې کور چې د جانباخته گانو په وینو رنګ شوی، د میندو په اوښکو پاک شوی او د سپینږیرو په دعاوو ټینګ پاتې دی.
دا کور نه پلورل کېږي، نه معامله کېږي او نه د دښمن په واک کې ورکول کېږي.
وطن شرف دی، او شرف هغه څه دي چې د خیانت په بازار کې بیه نه لري.
پرېږدئ چې خائنان د خپلو دروغو په تیارو کې ورو ورو ورست شي، جاسوسان د خپلو فریبونو په خټو کې ډوب شي او معاملهګر د رسوایۍ په هندارو کې خپله څېره وویني.
ملت به بیا هم ولاړ وي، مبارزه به کوي او د خپلې خاورې ساتنه به کوي٫ ځکه وطن د هغو خلکو په اوږو ولاړ وي چې د هغه لپاره درېږي، نه د هغو په لاس چې هغه پلوري.
وطن یوازې یو نوم نه دی٫ دا د نسلونو وینه، د پلرونو خولې، د میندو اوښکې او د ځوانانو هیلې دي.
خیانت تل له دباندې نه راځي، بلکې کله ناکله له هماغه لاسونو راپورته کېږي چې باید سپر وای، خو خنجر شي.
خائنان د جګړې درد نه احساسوي٫ د ښارونو ړنګېدل د هغوی لپاره یوازې خبر وي، خو د خلکو لپاره د ژوند پای.
خو ملت لا هم پوهېږي چې وطن معامله نه ده، تړون نه دی او د امضا په بدل کې نه له منځه ځي.
وطن روح دی، او دا روح د آزادو انسانانو په رګونو کې بهېږي.
تاریخ که هر څومره صبر هم وکړي، خو هېڅکله نه هېروي٫ او هغه ورځ به راورسي چې حقیقت به د لمر په څېر راوخېژي او د خیانت ټول سیوري به وسوځوي.
ای وطنه! ته هغه مقدس نوم یې چې د میندو پر شونډو دعا ګرځي او د پلرونو پر اوږو د عزت بار دی.
ته د توپانونو نه ماتیږې، خو د خیانت زخم دې تر هډوکو رسېږي.
ستا خاوره د هغو قدمونو له تودوخې ګرمه ده چې ځانونه یې درته قربان کړل، خو د هغو له ساړه نفسونو یخه ده چې تا یې وپلوره.
خو خلک به بیا هم ولاړ وي.
د هغوی په زړونو کې داسې رڼا بل ده چې هېڅ خیانت یې نشي مړولای.
شرف نه پلورل کېږي او نه بښل کېږي٫ شرف د وینې په بیه ساتل کېږي.
تر هغه چې د دې ملت په رګونو کې وینه روانه وي، د وطن د مینې لمبه به هېڅکله مړه نه شي.
ځکه وطن هغه ساتي چې ورته درېږي او ورباندې سر قربانوي، نه هغه چې د پردیو په بیه یې پلوري.
وطن زموږ کور دی٫ هغه کور چې د سرښندونکو په وینو رنګین شوی، د میندو په اوښکو مینځل شوی او د سپینږیرو په دعاوو ټینګ ولاړ پاتې دی. دا کور نه پلورل کېدای شي، نه معامله کېدای شي او نه د دښمن په لاس سپارل کېدای شي. وطن شرف دی، او شرف هغه څه نه دي چې د خیانت په بازار کې بیه ولري. نو پرېږدئ چې خائنان د خپلو تیارو په ژورو کې ورو ورو وراسته شي، جاسوسان دې د خپلو دروغو په خټو کې ډوب شي او معاملهګر دې د رسوایۍ په هنداره کې خپله اصلي څېره وویني.
خو ملت بیا هم ولاړ دی٫ جګړه کوي، مقاومت کوي او د خپل عزت او خاورې ساتنه کوي، ځکه وطن د خلکو په مینه ساتل کېږي، نه د مزدورانو په لاس.
دا ملت لا هم ژوندی دی٫ ژوندی، زړور، سرلوړی او د خپلې خاورې د هرې وجبې د دفاع لپاره چمتو.
هغو کسانو ته چې ریښې یې په خاوره کې نه وي، د وفادارۍ درس نه شي ورکول کېدای، او هغو ته چې زړونه یې د پردیو په سینه کې درزېږي، د وطن د مینې خبرې بې مانا دي.
دا ډله نه شرم پېژني، نه غیرت او نه انسانیت. دوی داسې سیوري دي چې د دښمن د لومړۍ سپکې ناچل سکې په بدل کې خپله روح په ګرو ږدي او د پردیو د لومړۍ ژمنې په بدل کې د خاورې ناموس لیلاموي.
خائنان تل په ارام قدم روان وي، نه د شرم له امله بلکې د وېرې له کبله٫ د هغې ورځې له وېرې چې پردې به پورته شي او ریښتینې څېرې به یې د خلکو پر وړاندې بربنډې شي، د هغې شېبې له وېرې چې تاریخ به یې نومونه په رنګ نه، بلکې په ننگ ولیکي.
دوی پوهېږي چې د حساب ورځ رانږدې ده، هغه ورځ چې هېڅ نقاب به یې ونه ژغوري.
دا وطن د معاملې میدان نه دی، دا خاوره د پېر او پلور دفتر نه دی٫ دا سرزمین د نسلونو وینه ده، د پلرونو د تندي خوله، د میندو اوښکې او د ځوانانو هیلې دي.
خو د مزدورانو لپاره وطن یوازې د انتقال وړ دوسیه ده، یو سند چې لاسلیک کېدای شي، مهر پرې لګېدای شي او دښمن ته سپارل کېدای شي. هغه کسان چې په تیارو کې تاوېږي، هېڅکله نه پوهېږي چې وطن څه مانا لري.
وطن هغه هډوکي دي چې د دې خاورې لاندې ویده دي٫ وطن د هغو ماشومانو غږ دی چې لا د خیانت مانا نه پېژني خو قرباني یې کېږي٫ وطن هغه سپینږیری دی چې په لړزېدلو لاسونو بیرغ ښکلوي او وایي: «دا هېچا ته نه سپارم.»
خو خائنان آن خپلې سیورې ته هم وفادار نه وي٫ نن د یو دښمن په غېږ کې وي او سبا د بل. دوی ته مهمه نه ده چې څوک امر کوي، مهم دا دی چې څوک ډېره بیه ورکوي.
دوی په مصنوعي موسکا، خوږو خبرو او فریبجنو وعدو د خلکو تر منځ ګرځي، خو زړونه یې د پردیو په جیب کې وي.
په ښي لاس سلام کوي او په چپ لاس د وطن د ستوني لپاره رسۍ تاووي٫ په ژبه د خلکو خبرې کوي خو په عمل کې خلک پلوري.
خو ملت لا هم ویښ دی٫ ملت پوهېږي چې شرف نه اخیستل کېږي او نه پلورل کېږي.
ملت ویني چې څوک د خلکو ترڅنګ ولاړ دي او څوک د پردې تر شا خنجر تېروي.
دا ملت به یوه ورځ راپورته شي او د خائنان نومونه به د خاورې له حافظې پاک کړي.
هغه ورځ به راشي چې جاسوسان، معاملهګر، مزدوران او قاتلان به د خلکو د نظر پر وړاندې د وچو پاڼو په څېر راولوېږي، او حقیقت به د لمر په شان راوخېژي او د هغوی تیاره به وسوځوي. هماغه ورځ به ملت بیا ووایي: وطن موږ ساتو، نه هغه کسان چې یې پلوري.
هغوی چې ریښې یې په خاوره کې نه وي، د وطن درد نه شي درک کولای.
هغه کسان چې د وجود ونه یې د پردیو په باغ کې کرل شوې وي، د دې سرزمین د باران بوی نه احساسوي.
دا خلک نه زړه لري او نه وجدان٫ یوازې طمع ده چې د دښمن له هرې سپکې سکې سره لویېږي. خائنان په نرم قدم راځي، خو د قدمونو نښه یې د خیانت بوی لري.
په دروغجنو سترګو د خلکو تر منځ ګرځي، خو تر شا د وطن د ستوني لپاره رسۍ اوبي.
دوی پرون د همدې خلکو له دسترخوانه ډوډۍ خوړله، خو نن یې نمکدان مات کړ او خاوره یې دښمن ته وپلورله.
دا نه انسانان دي او نه هموطنان٫ دا د تاریخ چرکین زخمونه دي.
هغه کسان چې د «مصلحت» په نوم خیانت کوي، په حقیقت کې بزدلان دي٫ هغه چې د «خبرې اترې» په نوم وطن معامله کوي، د شرف بیه د پیسو په کچه سنجوي٫ او هغه چې د «سولې» په نوم خلک پلوري، د وینې له بوی خوند اخلي.
خو خلک لا هم د وطن لپاره زړه لري٫ پوهېږي چې شرف د خیانت په بازار کې بیه نه لري. وطن نه سند دی، نه تړون او نه معامله٫ وطن روح دی، داسې روح چې د هر آزاد انسان په رګونو کې بهېږي.
هغوی چې نن په تیارو کې پټ دي، سبا به د حقیقت په رڼا کې د واورې په څېر ویلې شي. هغوی چې نن د پردیو په پیسو ماړه دي، سبا به د تاریخ په ننگ وږي پاتې شي٫ او هغوی چې نن په دروغو ژوند کوي، سبا به د حقیقت تر بار لاندې مړه شي.
وطن زموږ کور دی٫ هغه کور چې د وینو په بیه ساتل شوی، نه د خائنو لاسلیکونو په زور٫ هغه کور چې د میندو په اوښکو پاک شوی، نه د مزدورانو په موسکا٫ هغه کور چې د ځوانانو په غیرت ولاړ دی، نه د جاسوسانو په زانو.
نو پرېږدئ چې خائنان په خپلو خټو کې ډوب شي، جاسوسان په خپلو تیارو کې وراسته شي او معاملهګر د رسوایۍ په هندارو کې ځان وویني. ملت به بیا هم ولاړ وي، د ګوتو تړلو مټو او لمبو ډکو زړونو سره، له داسې شرف سره چې هېڅ دښمن یې نه شي اخیستلای٫ ځکه وطن هغه ساتي چې د هغه لپاره مري، نه هغه چې یې پلوري.
وطن یوازې نوم نه دی٫ دا هغه کور دی چې پکې مو ساه اخیستې، ژړلي، لوی شوي او هیله مو ورسره تړلې ده.
د دې خاورې هره وجبه د خلکو د وینو، اوښکو او کړاوونو مانا لري.
خو تل داسې کسان هم شته چې د دې خاورې ارزښت نه پېژني، هغه کسان چې د زړه پر ځای د معاملې صندوق په سینه کې لري.
خیانت له بهره نه راځي٫ له هماغه ځایه راولاړېږي چې باید پناه وای، له هغو لاسونو چې باید سپر وای خو خنجر شي، له هغو څېرو چې باید ملګري وای خو دښمن ته لاره هواروي.
د ښارونو ړنګېدل د هغوی لپاره یوازې خبر وي، خو د خلکو لپاره د نړۍ پای.
خو خلک لا هم ولاړ دي٫ په تشو لاسونو خو له شرفه ډکو زړونو سره، په ژورو زخمونو خو نه ماتېدونکي روح سره.
خلک باور لري چې وطن د خبرو مېز کې نه پلورل کېږي، نه د امضا په بدل کې له لاسه وځي او نه د دښمن په وعدو ژغورل کېږي.
وطن خلکو ساتلی دی٫ هغو خلکو چې په سختو ورځو، تورو شپو او بېپناه شیبو کې هم خپلې خاورې ته شا نه ده ګرځولې.
خائنان به هېڅکله ونه پوهېږي چې شرافت څه دی او دا چې وطن یوازې جغرافیه نه، بلکې نه شلېدونکی تړاو دی.
تاریخ صبر لري، خو هېڅکله نه هېروي.
هغه ورځ به راورسي چې د خائنان نومونه به د خلکو په حافظه کې د نه پاکېدونکي داغ په څېر پاتې شي، او ملت به بیا ووایي: وطن هغه ساتي چې ورته درېږي، نه هغه چې یې پلوري.
ای وطنه! ته هغه مقدس نوم یې چې د میندو پر شونډو دعا ګرځي او د پلرونو پر اوږو د غیرت بار دی.
تا نه باد لړزوي او نه توپان ماتوي، خو د خیانت زخم دې تر هډوکو رسېږي.
ستا خاوره د هغو قدمونو له تودوخې ګرمه ده چې ځانونه یې درته قربان کړل، خو د هغو له ساړه نفسونو یخه ده چې تا یې وپلوره.
هغوی چې په تیارو کې ژوند کوي، نه پوهېږي چې وطن څه دی٫ د دوی لپاره خاوره یوازې خاوره ده، بې له خاطرو، بې له وینې او بې له مینې.
دوی نه پوهېږي چې د دې خاورې هره ذره د یوه جانباخته نوم په سینه کې لري.
خائنان په نرم قدم راځي، خو غږ یې د زهر بوی لري٫ په ارامو موسکاګانو د وطن پر ستوني رسۍ اچوي او په ککړو لاسونو د خلکو نبض ټینګوي. دوی پرون د همدې خلکو په غېږ کې لوی شوي وو، خو نن یې نمکدان مات کړ.
دوی نه ریښه لري او نه سیوری٫ چې باد ولګېږي، نومونه یې د تاریخ له پاڼو ورکېږي.
خو خلک لا هم ولاړ دي.
د خلکو په زړونو کې داسې څراغ بل دی چې هېڅ خیانت یې نه شي مړولای.
خلک پوهېږي چې شرف نه پلورل کېږي او نه بښل کېږي٫ شرف د وینې په بیه ساتل کېږي.
ای وطنه! تا هغه کسان ساتلي دي چې د تورو شپو په منځ کې، په تشو لاسونو خو لمبېدلو زړونو سره ستا ساتنه کړې ده، نه هغه چې د روښانو ورځو په منځ کې یې د ډکو جیبونو خو مړو روحونو سره تا معامله کړې ده.
نو پرېږدئ چې خائنان په خپلو لجنزارونو کې ډوب شي، جاسوسان د حقیقت په اور کې وسوځي او معاملهګر د رسوایۍ په هندارو کې خپله بېروحه څېره وویني.
ملت به بیا هم ځلېږي، جګړه به کوي او تل به وایي: وطن یوازې هغه نوم نه دی چې پر ژبه راوړل شي٫ وطن هغه وینه ده چې په رګونو کې بهېږي، او تر هغه چې دا وینه روانه وي، هېڅ خیانت د دې ملت د مینې لمبه نه شي مړولای.
وطن زموږ کور دی٫ هغه کور چې د سرښندونکو په وینو رنګ شوی، د میندو په اوښکو پرېمنځل شوی او د سپینږیرو په دعاوو ټینګ ولاړ پاتې دی. دا کور نه پلورل کېږي، نه معامله کېږي او نه دښمن ته بښل کېدای شي.
وطن شرف دی، او شرف هغه څه نه دي چې د خیانت په بازار کې بیه ولري.
نو پرېږدئ چې خائنان د خپلو تیارو په کندو کې ورو ورو ورست شي٫ پرېږدئ چې جاسوسان د خپلو دروغو په خټو کې ډوب شي٫ پرېږدئ چې معاملهګر د رسوایۍ په هنداره کې خپله ریښتینې څېره وویني.
خو ملت به لا هم ولاړ وي، لا هم به مبارزه کوي او لا هم به د خپل عزت او خاورې ساتنه کوي٫ ځکه وطن د خلکو په اوږو ټینګ ولاړ وي، نه د مزدورانو په لاس.
او دا ملت لا هم ژوندی دی ٫ ژوندی، زړور، سرلوړی او د خپلې خاورې د هرې لوخړې د دفاع لپاره چمتو.
هغو کسانو ته چې ریښې یې په خپله خاوره کې نه وي، د وفادارۍ درس نه شي ورکول کېدای. هغو ته چې زړونه یې د پردیو په سینه کې درزېږي، د وطن د مینې خبرې بې مانا دي.
دا ډله نه شرم پېژني، نه غیرت او نه انسانیت. دوی هغه سیوري دي چې د دښمن د لومړۍ سپکې سکې په بدل کې خپله روح ګرو کوي او د پردي د لومړۍ ژمنې په بدل کې د خاورې ناموس لیلاموي.
خائنان تل په ارام قدمونو ګرځي٫ نه د شرم له امله، بلکې د وېرې له کبله٫ د هغې ورځې له وېرې چې پردې به پورته شي او ریښتینې څېرې به یې د خلکو پر وړاندې بربنډې شي٫ د هغه شېبې له وېرې چې تاریخ به یې نومونه په رنګ نه، بلکې په ننگ حک کړي.
دوی پوهېږي چې د حساب ورځ نږدې ده٫ هغه ورځ چې هېڅ نقاب به یې ونه ژغوري.
دا وطن د معاملې ډګر نه دی.
دا خاوره د پېر او پلور دفتر نه دی.
دا سرزمین د نسلونو وینه ده٫ د پلرونو د تندي خوله، د میندو اوښکې او د ځوانانو هیلې دي. خو د مزدورانو لپاره وطن یوازې «د لېږد وړ دوسیه» ده٫ یو سند چې لاسلیک کېدای شي، مهر پرې وهل کېدای شي او دښمن ته سپارل کېدای شي.
هغه کسان چې په تیارو کې لولېږي، هېڅکله نه پوهېږي چې وطن څه ته وایي.
وطن هغه هډوکي دي چې د دې خاورې تر لاندې پراته دي.
وطن د هغو ماشومانو غږ دی چې لا د خیانت مانا نه پېژني، خو قرباني یې کېږي.
وطن هغه سپینږیری دی چې په لړزېدلو لاسونو بیرغ ښکلوي او وایي: «دا هېچا ته نه سپارم.»
خو خائنان… هغوی آن له خپل سیوري سره هم وفادار نه دي.
نن د یو دښمن په غېږ کې دي، سبا د بل دښمن په غېږ کې.
د دوی لپاره مهمه نه ده چې څوک امر کوي٫ مهمه دا ده چې څوک ډېرې پیسې ورکوي.
دوی په مصنوعي موسکاوو، خوږو خبرو او فریبجنو ژمنو د خلکو تر منځ ګرځي، خو زړونه یې د پردیو په جېب کې پراته دي.
په ښي لاس سلام کوي او په کیڼ لاس د وطن پر غاړه رسۍ اچوي.
په ژبه د خلکو خبرې کوي، خو په عمل کې خلک پلوري.
خو ملت لا هم ویښ دی.
ملت پوهېږي چې شرف نه اخیستل کېږي.
ملت درک کوي چې وطن نه پلورل کېږي.
ملت ویني چې څوک د خلکو ترڅنګ ولاړ دي او څوک په پټه خنجر تېروي.
دا ملت به یوه ورځ ودریږي او د خائنانو نومونه به د خاورې له حافظې پاک کړي.
هغه ورځ به راورسي چې جاسوسان، معاملهګر، مزدوران او قاتلان به د خلکو د نظرونو پر وړاندې لکه وچې پاڼې راولوېږي.
حقیقت به د لمر په څېر راوخېژي او تیاره به یې وسوځوي.
او هغه ورځ به ملت بیا ووایي: وطن موږ ساتو، نه هغه چې پلوري یې.
هغو ته چې ریښې یې په دې خاوره کې نه دي، د وطن درد نه شي بیانېدای.
هغه چې د وجود ونه یې د پردیو په باغ کې کرل شوې وي، د دې خاورې د باران بوی نه احساسوي.
په سینه کې یې نه زړه شته او نه وجدان٫ یوازې طمع ده چې د هرې سپکې سکې په لیدو لوییږي.
خائنان په نرم قدم راځي، خو د پښو نښه یې د خیانت بوی لري.
په موسکا او دروغجنو سترګو د خلکو تر منځ ګرځي، خو په پټه د وطن د ستوني لپاره رسۍ اوبي.
پرون یې د همدې خلکو له دسترخوانه ډوډۍ خوړله، خو نن یې د وطن مالګه ماته کړه او خاوره یې وپلورله.
دا نه انسانان دي او نه هموطنان ٫ دا د تاریخ چرکین زخمونه دي.
هغه چې د «مصلحت» په نوم خیانت کوي، په حقیقت کې بزدلان دي چې د درېدو جرئت نه لري.
هغه چې د «خبرو اترو» په نوم وطن معامله کوي، د شرافت بیه د ډالرو او کلدارو په کچه سنجوي.
هغه چې د «سولې» په نوم خلک پلوري، مزدوران دي چې د وینې له بوی خوند اخلي.
خو خلک لا هم د وطن لپاره تپېدونکی زړه لري. خلک پوهېږي چې شرف په بازار کې بیه نه لري. وطن نه سند دی، نه قرارداد او نه معامله٫ وطن روح دی ٫ هغه روح چې د هر آزاد انسان په رګونو کې بهېږي.
هغوی چې نن په تیارو کې پټ دي، سبا به د حقیقت په رڼا کې لکه واوره ووېلې شي.
هغوی چې نن د دښمن په پیسو ماړه دي، سبا به د تاریخ په ننگ وږي وي.
هغوی چې نن په دروغو ژوندي دي، سبا به د حقیقت په وړاندې مړه شي.
وطن زموږ کور دی
هغه کور چې په وینو ساتل شوی، نه په خائنو لاسلیکونو.
هغه کور چې د میندو په اوښکو پاک شوی، نه د مزدورانو په موسکاوو.
هغه کور چې د ځوانانو په غیرت ټینګ ولاړ دی، نه د جاسوسانو په زنګون وهلو.
نو پرېږدئ چې خائنان په خپلو خټو کې ډوب شی٫ پرېږدئ چې جاسوسان په خپلو تیارو کې ورست شي٫ پرېږدئ چې معاملهګر د رسوایۍ په هنداره کې خپله بېروحه څېره وویني.
ملت به بیا هم ولاړ وی٫په مټو کې ټینګ، په زړونو کې لمبهور او په داسې شرف چې هېڅ دښمن یې نه شي اخیستلای.
ځکه وطن هغه ساتي چې ورته مري، نه هغه چې پلوري یې.
وطن یوازې یو نوم نه دی٫ دا هغه کور دی چې پکې مو ساه اخیستې، ژړلي، لوی شوي او هیله مو پکې تړلې ده.
هره لوخړه یې د خلکو د وینو، اوښکو او کړاوونو په مانا ډکه ده.
خو تل داسې کسان هم وي چې د زړه پر ځای یې د معاملې صندوق په سینه کې ایښی وي.
خیانت له بهر نه راځي٫ له هماغه ځایه راولاړېږي چې باید پناه وی٫ له هغو لاسونو چې باید سپر وي، خو خنجر شي٫ له هغو څېرو چې باید ملګري وي، خو په تیاره کې د دښمن لار هواروي.
د ښارونو ورانېدل د هغوی لپاره یوازې «خبر» دی، خو د خلکو لپاره د ژوند ړنګېدل.
د ځوانانو وینه د هغوی لپاره «شمېره» ده، خو د میندو لپاره د ژوند پای.
خو خلک لا هم ولاړ دی٫ په تشو لاسونو، خو په ډکو زړونو٫ په ژورو زخمونو، خو نه ماتېدونکي ارادې سره.
دوی باور لري چې وطن نه د خبرو مېز کې پلورل کېږي، نه د لاسلیک په بدل کې له لاسه ځي او نه د دښمن په ژمنه ساتل کېږي.
وطن خلکو ساتلی دی٫ هغو خلکو چې په سختو ورځو، تورو شپو او بېپناه شېبو کې هم خپلې خاورې ته شا نه ده اړولې.
خائنان هېڅکله نه پوهېږي چې شرافت څه دی. وطن یوازې جغرافیه نه ده٫ یو تړاو دی چې په پیسو نه پرې کېږي.
یوه ورځ به پوه شي چې هېڅ معامله، هېڅ ژمنه او هېڅ پناه به یې د خلکو له قضاوت نه ونه ژغوري.
تاریخ که څه هم صبر لري، خو هېڅکله نه هېروي.
او هغه ورځ به راورسي چې د خائنانو نومونه به د خلکو په حافظه کې د نه پاکېدونکي داغ په توګه ثبت شي.
ای وطنه!
ته هغه مقدس نوم یې چې د میندو پر شونډو دعا او د پلرونو پر اوږو د غیرت بار یې.
ته د باد او توپان په وړاندې نه لړزېږې، خو د خیانت زخم دې تر هډوکو رسېږي.
ستا خاوره د هغو قدمونو له تودوخې ګرمه ده چې ځانونه یې درته قربان کړل، خو د هغو له ساړه نفسونو یخه ده چې تا یې وپلوره.
هغه چې په تیارو کې ساه اخلي، د وطن مانا نه پېژني.
د هغوی لپاره خاوره یوازې خاوره ده٫ نه خاطره لري، نه وینه او نه مینه.
هغوی نه پوهېږي چې د هرې لوخړې په سینه کې د یوه جانباخته نوم لیکل شوی دی.
خائنان په نرم قدم راځي، خو غږ یې د زهر بوی لري.
په ارام موسکا رسۍ د وطن پر غاړه اچوي او په چټلو لاسونو د خلکو نبض نچوړوي.
پرون یې د همدې خلکو په غېږ کې لوی شوي وو، خو نن یې د همدې خاورې نمکدان مات کړ. هغوی نه ریښه لري او نه سیوری٫ چې باد ووزي، نومونه یې له تاریخ څخه ورک شي.
خو خلک لا هم ولاړ دي.
د هغوی په زړونو کې داسې څراغ بل دی چې هېڅ خیانت یې نه شي مړولای.
شرف نه پلورل کېږي او نه بښل کېږی٫ شرف په وینه ساتل کېږي.
ای وطنه!
تا هغه ساتلي یې چې په تورو شپو کې، په تشو لاسونو خو په لمبېدارو زړونو، ستا له نامه پاسداري کړې ده ٫نه هغه چې په روښانه ورځو کې، په ډکو جېبونو خو مړو روحونو، تا معامله کړي یې.
نو پرېږدئ چې خائنان په خپلو خټو کې ډوب شي، جاسوسان د حقیقت په اور کې وسوځي او معاملهګر د رسوایۍ په هنداره کې خپله بېروحه څېره وویني.
ملت به بیا هم وځلېږي، بیا هم به مبارزه کوي او بیا به وایي: وطن یوازې هغه نوم نه دی چې په ژبه راوړو٫ وطن هغه وینه ده چې په رګونو کې بهېږي.
Comments are closed.