له روژې ماتي وروسته ولي سستي پیدا کېږي؟

31

۱ـ د وینې شکر ناڅاپي لوړوالی

کله چې په تشه معده ناڅاپه ډېر خواږه او کاربوهایډرېټ وخورو، د وینې شکر ژر لوړېږي. بدن ډېر انسولین ازادوي، وروسته شکر ژر راټیټېږي، او همدا ناڅاپي بدلون سستي او خوبولي رامنځته کوي.

۲ـ د معدې ډېر بار

روژه کې معده کوچنۍ او ارامه وي. که یو ځل ډېر او دروند خواړه (وړیا، غوړ، غوښه) وخورو، معده ډېر کار کوي، وینه د هاضمې لور ته ځي، او انسان ځان دروند او بې‌حاله احساسوي.

۳ـ د اوبو کموالی

ټوله ورځ د اوبو نه څښل د بدن مایعات کموي. که د ماتي پر وخت سمې اوبه ونه څښل شي، سرګرځېدل او کمزوري پیدا کېږي.

۴ـ درانه او غوړ خواړه

ډېر غوړ او مساله‌دار خواړه د هاضمې سیستم ورو کوي او د معدې تیزاب زیاتوي، چې د سستي او بد هضمۍ سبب کېږي.

کومې ستونزې پیدا کېدای شي؟
• د معدې تیزاب او سوخت
• ګاز او پړسوب
• د وینې فشار بدلون
• د شکر ناروغانو کې د شکر ګډوډي

څه وکړو چې سستي کمه شي؟

روژه په خرما او اوبو یا سوپ ماته کړئ
لږ انتظار وکړئ (۱۰–۱۵ دقیقې) بیا اصلي خواړه وخورئ
خواړه په لږ مقدار او ورو ورو وخورئ
غوړ او ډېر درانه خواړه کم کړئ
د ماتي وروسته لږ قدم وهل (۱۰–۱۵ دقیقې)
اوبه په تدریجي ډول وڅښئ، نه دا چې یو ځل ډېرې وڅښئ

طبي سپارښتنه

که څوک د شکر، لوړ فشار، یا د معدې مزمنه ستونزه لري، باید د خوراک په اندازه او ډول کې لا ډېر احتیاط وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.