د هند تېرو حکومتونو د فلسطین له داعيې ملاتړ کاوه. هند د ملگرو ملتونو لخوا د اسرائيلي دولت جوړولو او فلسطیني خاورې د ویشلو پرېکړه غندلې وه. هند هم د فلسطین په شان د انگريزي ښکېلاک ظلمونه تجربه کړې وو. که څه هم د هند لومړي صدراعظم، جواهر لال نهرو، په ١٩٥٠ کال کې اسرائيل په رسميت پیژندلی و، خو اړیکې يې ورسره نه وې ټينگې کړې. په ١٩٩٠ کال کې هند د اسرائيلو سره اړیکې ټینگې کړې. د مودي د صدارت په دوران کې، د ٢٠١٤ کال راهیسې، د هند او اسرائیلو اړیکو پراختیا وموندله. مودي د هند لومړی صدراعظم و چې په ٢٠١٧ کال کې یې اسرائيلو ته سفر وکړ او پرون چارشنبه د فبرورۍ په پنځه ویشتمه د دوهم ځل لپاره تلابیب ته تللی دی. د مودي په صدارت کې د هند او اسرائیلو سوداگرۍ ډېر پرمختګ کړی دی. په ٢٠٢٤ کال کې د دواړو هېوادونو د سوداگرۍ کچه ٤ ميليارده ډالره وه. په دې وروستیو وختونو کې هند او اسرائیلو د 8.6 میلیاردو ډالرو معامله لاسلیک کړې ده. د معاملې له مخې هند له اسرائيلو څخه وسلې پيري. په وسلو کې بالستیک او له هوا نه ځمکې ته توغندي شامل دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د مصنوعي هوښيارۍ، سایبری امنیت او تعقیبي چارو سیستمونو پرمختللې تکنالوجۍ په برخه کې همکاري شتون لري. هند په غزه کې د ملگرو ملتونو د اوربند پرېکړې ته ممتنع رأیه ورکړې وه.
سیاسي شنونکي پر فلسطین باندې د صهیونیستي رژیم د روان ظلم او جینوساید په شرایطو کې تلابیب ته د مودي سفر د نتنیاهو لپاره بریا گڼي. ځکه چې صهیونیستي رژیم په نړیوالو اړيکو کې د انزوا سره مخامخ شوی دی.
د نتنیاهو او د هغه د جنگي کابینې لاسونه د فلسطینیانو پر وينو سره دي. نتنیاهو د عدالت بینالمللي محکمې پر جنگي جناياتو او جینوساید محکوم کړی دی. یو داسې جنایتکار رژیم (د ښځو، ماشومانو، سپینږیرو، خبریالانو او ډاکټرانو وژونکی رژیم) باید د نړۍ د هیوادونو د تحریمونو سره مخامخ وي، نه دا چې سیاسي او اقتصادي اړیکي ورسره ټينگې شي. پر جنگي جناياتو محکوم نتنیاهو سره یارانه، د مظلومو فلسطینیانو قتل عام ته په کتنه، غيرانساني عمل او د مظلومو فلسطینیانو سره جفا ده .
دا یوازې هند نه دی چې پر دغه ناانساني لار روان شوی دی. اسرائیلي صهیونیستي رژیم د امریکا او ځينو لويديځو حکومتونو په مرسته د فلسطین په غزه کې جینوساید او لویدیځه غاړه کې ایتنیک کلینزینګ ترسره کوي. واشنگټن د صهیونیستي رژیم سره په جینوساید او جنگي جناياتو کې شريک دی. که واشنگټن د صهیونیستي رژیم سره د پرمختللو وسلو د ورکړې په گډون هراړخيزه مرسته نه کولاي، صهیونیستي رژیم هیڅکله په دې کچه جنگي جنایات نه شوای ترسره کولاي.
ډونالد ټرمپ په غزه کې د سولې ټينگولو لپاره د سولې اداره جوړه کړه چې نتنیاهو یې هم غړیتوب لري او زیاتره نور غړي يې د اسلامي هیوادونو سران دي. د سولې ادارې (Board of Peace) رئیس ډونالد ټرمپ دی او د فلسطین استازی پکې شتون نه لري.
پاکستان د ډونالد ټرمپ تر رياست لاندې سولې ادارې غړی دی او په غزه کې د حماس گوند بې وسلې کولو لپاره غزې ته ځواکونه استوي. یانې د ډونالد ټرمپ تر حکم لاندې د فلسطینیانو سره د جنگ لپاره غزې ته پوځيان لیږي. د پاکستان حکومت د پاکستان د مسلمانو خلکو د اعتراض له ویرې د اسرائیلي صهیونیستي رژیم سره د مستقیمو اړیکو له ساتلو ډډه کوي، خو د فلسطین اړوند مسئلو کې د واشنگټن د غوښتنو سره سم د اسرائيلو په گټه عمل کوي. پاکستانی جنرال، عاصم منیر، د ډونالد ټرمپ د وينا له مخې د ډونالد ټرمپ د خوښې وړ فيلډ مارشال دی. عاصم منير تېر کال، د ډونالد ټرمپ د منرالونو ترلاسه کولو هوس ته په کتو، هغه ته د منرالونو نمونې ډالۍ کړې. عاصم منير هڅه وکړه چې د ډونالد ټرمپ اداره په پښتونخوا او بلوچستان کې د منرالونو په استخراج کې پانگې اچونې ته وهڅوي.
د اور لمبې
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.