د اور لمبې

66
لاندینی شعر مې په ۲۰۰۹ کال کې لیکلی و. هغه مهال چې پاکستانیو ځواکونو په پښتونخوا کې د ټي ټي پي پر ضد د جنګ په پلمه د پښتنو ضد جګړه کوله او هدف يې دا و چې آزاده پښتونخوا هم تر ولکې لاندې کړي. د پاکستان په هوایي ډګرونو کې امریکايي ځاي پر ځاي شوو بې پیلوته الوتکو هم د پاکستانیو ځواکونو سره په همغږۍ کې پښتانه بمبارول. دا شعر مې د افغانانو په يوه کلتوري غونډه کې اورولی و او وروسته مې په ۲۰۱۵ کال کې په فېسبوک کې هم نشر کړی و. افغانان او په تېره بیا د دیورند کرښې په لره خوا کې میشت پښتانه ښه پوهیږي چې ټي ټي پي خوځښت پر پښتنو پاندې د پاکستان وحشیانه بریدونو زیږولی او قوت يې موندلی دی.
د اور لمبې
نـن پـر کـور د پښتانه باندې محشر دی
د دوزخ اور تـه نیولی يې کلک سر دی
**********************************
وازې خــولې د بــلاګــانـــو ښــامـارانـــــو
له امـــو تــر ابـاسـیـنـه ای یــــــــارانـــــو
پـښـتـانـه پـه نـښـه کـړي پـنـجـابـیـانــــــو
چـوپــړ کـړی تـل پـنـجـاب د انګـریـزانـــو
ړنګوي د افغان کور اوس یې لاس بر دی
نـن پـر کـور د پـښـتانه بانــدې محشر دی
د دوزخ اور تـه نـیـولی يـې کلک ســر دی
**********************************
هـم پـه کلـیـو هـم بـانـډو هـم پــه ښارو کې
پـه هــوجـرو په جـوماتـونـو پـه دېـرو کې
پـه ښــوونـځـیـو کـرونـدو او هـــدیــرو کې
هـم د ورځـې هـم د شـپـې یې په کـورو کې
ویـني تـوئیـږي د افــغـان جهـان خـبـر دی
نـن پـر کـور د پـښـتـنو بانـدې محشر دی
د دوزخ اور ته نـیـولی یـې کلک ســر دی
**********************************
ستر دوښمن د انسانیت دی اوس ښکاره
د اســــلام ماسک یې پر مخ پــاره پــاره
مـکــارۍ کې تــر شـیـطـان هم مــکــا ره
پـښـتـانـه شـي غـولـولی شـــــل بـــــا ره
پـنـجابـي ایـسـتـلی دوي پـسې خـنجر دی
نـن پـر کـور د پښـتـنـو باندې محشر دی
د دوزخ اور ته نـیـولی یـې کلک سر دی
**********************************
ورانــوي د پـښـتـون خـــونـه دا خـسـیـس
زده کـړه کـړې له شـیـطـانـــه ستـر خبیث
پـښـتـانـه ړانده نه یې وایست دروند کمیس
پـسـتـــــــه ژبـــــه چـټـل زړه یې د ابـلـیـس
پــرنــګي ورتــــه بـخـښـلی خـپـل هـنـر دی
نـن پـر کـور د پـښـتـنـو بـانـدې محشر دی
د دوزخ اور تــه نـیـولی یـې کلک سـر دی
***********************************
دیګ یې خپل کاسه یې خپله خپـل یې آش
د پـرنګ او پـنـجـابي لـــوبـه ده فــــــاش
هیڅ باور پرې کیدی نه شي یو خشخاش
پـښـتـانـه ورته یو موټی وای کاش کاش
دا رسـوا دښمن بې ســاری حیله ګـر دی
نـن پـر کـور د پـښـتـنو باندې محشر دی
د دوزخ اور تــه نـیـولی یې کلک سر دی
**********************************
له پـښـتـونـه بـه بـل نـه وي ویــــده قــام
دې نــړۍ دې زمـانـه کې نـاپــوه خــــــام
خپل هـویت او خپل تاریخ ته نکړي پــام
پـنـجـابـي لـره ولاړ دی لاس پـــــه نـــام
له خـپـل اصـل او مـاضـی نه بـېـخـبر دی
نـن پر کور د پـښـتـنـو باندې محشر دی
د دوزخ اور ته نـیـولی یې کلک سر دی
**********************************
که یـــو نـــه شــي له امــو نـه تـر اټکـه
د غـبـرګون غـږ یې و نه خوځوي ځمکه
پـنـجـابی دوښـمـن و نـه ګـڼي پـه کلـکـه
ځان خلاص نه کړي د فریب له غټ تلکه
پـوه شـئ ورک د پښتانه نـوم او اثر دی
نـن پـر کـور د پښتـنـو باندې محشر دی
د دوزخ اور ته نـیـولی یې کلک ـر دی
**********************************
عظم الدین علیمي
۱۲/۰۸/۲۰۰۹

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.