غزل

تاج ولي صنم

35
تا يى د سره لوپټې سركاره ووړې نۀ دي؟
تا مې د پېغلو نه راښكلې وايه څڼې نۀ دي؟
ما خو جماعت كې د يو سپي تړلو ذكر وكړو
زموږ تور سرو خو لا خپلې قيصې كړی نۀ دي
تا د ډالرو بوجې ډكې كړې تا كور ته يووړې
دا ګورى زهر دي سړيه دا څۀ ګوړې نۀ دي
ستا د غرض پټۍ پۀ سترګو ده تۀ هيڅ نۀ وينې
زۀ وايم خړې دي اوبۀ تۀ وايى خړې نۀ دي
تۀ خو ترې لپې ډكوې خو چرته ډوب دې نكړي
دا پښتنې اوښكې دي دا ګورې مشكڼې نۀ دي
چرته ښكاري لكه چې بېا زمونږ كوڅه كې تېر دى
نن زمونږ بېرې ته راغلې بېا چرچړڼې نۀ دي
كۀ پښې مې اوخوړې مزل صنمه بېا بۀ هم ځم
حوصلې ځوانې دي زما حوصلې ستړې نۀ دي
تاج ولي صنم
https://af.dawatmedia24.com/?p=179227

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.