روژه یوازې د کال یوه میاشت نه ده بلکې دا میاشت د انسان د روح د بدلون موسم دی. دا د نړۍ د شور او ورځني غالمغال د کمولو لپاره د آرام د تڼۍ وهلو په څیر دی، چې زموږ د ورځنيو مصروفیتونو غږ ټیټوي ترڅو موږ بالاخره د خپلو زړونو غږ واورو. په دې سپېڅلې میاشت کې، ژوند ورو او په کرار کیږي، او د فکر کولو لپاره ځای او وخت جوړیږي. دا هغه وخت دی چې پر نورو انسانانو د نیوکو پرځای خواخوږي او زړه سوئ ډیریږي، او د ورکړې او صدقې ژوره خوښي منځ ته راځي.
په روژه کې، د سخاوت معیار د هغه څه ارزښت او بیه نه ده چې موږ یې ورکوو، بلکې د هغه بار دروندوالی دی چې موږ یې لیرې کوو. دا کېدای شي دا یوه ګرمه ډوډۍ وي چې د یو چا لوږه ختموي، یوه مهربانه خبره وي چې د یو چا مات زړه جوړوي، یا د فکري چوپتیا یوه شیبه وي چې بل کس له تکلیف څخه وساتي. دا د مهربانۍ هغه غلې او په چوپتیا کې کړنې دي چې په ندرت سره سرلیکونه او خبرونه جوړوي، مګر دا هغه څه دي چې په روح کې ژورې او تلپاتې نښې پریږدي. د دې میاشتې په اوږدو کې، خواخوږي یوازې یو احساس نه وی؛ بلکه دا زموږ ورځنی عادت کیږي. اخلاص د یوې لوړ ایډیال څخه یو خاموش او بې ادعا عمل ته بدلیږي چې کوم تصدیق یا ستاینې او نورو ته ښودنه نه غواړي.
د روژې اصلي هدف د ځان لپاره د روزنې یو بشپړ ښوونځی دی. دا لوږه ده چې صبر روزي، صبر دی چې زموږ اخلاق ښه کوي، او اخلاق دي چې زموږ تر ټولو ښکلې انساني بڼه ښکاره کوي. دا انضباط یوازې له خوړو څخه لیرې والی نه دی؛ دا د غیبت او تهمت څخه د خپلې ژبې په ساتلو سره، له زیان رسولو څخه د خپلو لاسونو په ساتلو سره، او له کینې څخه د خپلو زړونو په ساتلو سره روژه نیول دي. خپله ژبه کنټرولول یو عبادت دی. نورو ته د زیان رسولو څخه ډډه کول یوه صدقه ده. هغه چا ته بخښنه کول چې تاسو سره یې ظلم کړی وي، یوه اخلاقي زړورتیا ده چې یوازې ریښتیني او غښتلی خلک دا کار کوي. د دې مبارکې میاشتې په اوږدو کې، زموږ د بد چلند لپاره عادي عذرونه له منځه ځي، او موږ یوازې یوې مهمې پوښتنې سره مخامخ کیږو: چې موږ د نورو په ژوند کې څه د قدر وړ کار کړی او کوم ارزښت مو ورزیات کړی دی؟
روژه زموږ د مسؤلیتونو هنداره ده او دا موږ اړ باسي چې د بېوزلو، غریبانو، محتاجانو، او حتی زموږ د خپل ځان سره د خپل مسؤلیت سره مخ شو. دا موږ ته یو ژور حقیقت را زده کوي، چې یو ښه نیت ډیر وخت له پامه غورځول کیږي او ډیری وخت نه ترسره کیږي. دا موږ ته راښیي چې د مهربانۍ یو کوچنی، دوامداره عمل ډیر ریښتینی او د قدر وړ دی. روژه موږ ته دا راپه ګوته کوي چې عدالت یوازې یو لوی نوم او لغت نه دی، مګر دا په کوچنیو جزییاتو کې ژوند دي، یوه عادلانه خبره، یوه ګډه موسکا، د منلو یوه شیبه، چې موږ یې ډیر وخت له پامه غورځوو.
په هرصورت، د روژې موخه یوازې د دې دیرشو ورځو پورې محدوده نه ده. د هغې روحیه زموږ سره د سفر کولو لپاره ده. که چیرې هغه خواخوږي چې موږ یې احساسوو د میاشتې له پای سره پریږدو، او که چیرې زموږ د صدقې ورکړه او نور نیک اعمال د اختر د میاشتې د لیدلو سره پای ومومي، نو موږ یوازې د څو ورځو روژه نیولې ده، او د هغې ریښتینې مانا مو ژوندۍ، روانه او عملي نه ده ساتلې.
هغه څوک به ریښتنی روژه دار وی او د روژې په مانا به پوهیږي چې د روژې لارښونې او مهربانۍ په خپل زړه کې د ټول کال په اوږدو کې ولري او عملي یې کړي، او د ورکولو او صدقې روحیه د سپېڅلو ورځو برسېره په عادي ورځو کې هم ژوندۍ وساتي.
په پای کې، روژه د دې ژوندی ثبوت په توګه وړاندې کیږي چې ورکول، صدقه او خیرات ټول خنډونه لرې کوي او دې ته د اعلانونو او ښودلو اړتیا نشته. دا د انسانیت یو سوچه، ستر، نړیوال او انساني عمل دی چې د زړه څخه سرچینه اخلی او د زړه د مثبتې غوښتنې له امله رامنځ ته کیږي، او دا خبره پاتې کیږي چې کله ښه عمل په اخلاص سره وشي، ژباړې او ښودلو ته اړتیا نلري.
پښتانه یو متل لري چې وایی: “نیکي وکړه او سیند ته یې واچوه”.
د دې یو مشهور متل مانا دا ده: بې له دې چې د بدل یا مننې هیله ولرئ، خلکو سره نېکي وکړئ. دا جمله د بې غرضه خدمت او پاک نیت درس ورکوي، او وایی چې د نېکۍ په بدل کې د ثواب او مننې غوښتنه مه کوئ. نېکي کله هم نه ضایع کېږي چې په پایله کې به نیکي بېرته تاسو ته راګرځي.
په لنډه توګه، دا متل موږ هڅوي چې د خیر کارونه وکړو او د هغې د پایلې په اړه اندېښنه ونکړو.
مونږ په څومره کم وخت کې څومره ډیر بدل شو.
وایي پخوا به یې ویل چې نیکي وکړه، سیند ته یې واچوه او اوس وایي نیکي وکړه، فسبوک ته یې واچوه.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.