سوېلي‌کوریا کې د زېږون کچه د دویم پرله‌پسې کال لپاره لوړه شوې

31

د سوېلي‌کوریا د حکومت تازه شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۵کال کې د دغه هېواد د زېږون کچه د دویم پرله‌پسې کال لپاره لوړه شوې ده. سوېلي‌کوریا له نږدې یوې لسیزې راهیسې د نفوس له جدي کمښت سره مخ دی.

د دولتي معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵کال کې د زېږون ټولیزه کچه، هغه اوسط شمېر چې یوه ښځه یې د خپل عمر پرمهال زېږوي، ۰ اعشاریه ۸۰ ته رسېدلی، حال دا چې دا کچه په ۲۰۲۴کال کې ۰ اعشاریه ۷۵ وه. دا شمېرې د احصایې او معلوماتو وزارت له لوري په لومړني ډول خپرې شوې دي.

په سوېلي‌کوریا کې د نویو زېږونونو شمېر په ۲۰۲۴کال کې د کرونا وبا تر پای وروسته او د حکومت د هڅو له امله بېرته د لوړېدو پر لور لاړ، وروسته له هغه چې د پرله‌پسې اته کلونو لپاره کمېده.

 دغه بهیر په ۲۰۲۳کال کې خپلې ټیټې کچې ته رسېدلی و، کله چې د زېږون کچه ۰ اعشاریه ۷۲ ثبت شوې وه چې په نړۍ کې تر ټولو ټیټه کچه بلل کېده. دا دوره د کورونو د بیو له چټک لوړوالي او د ښځو له زیات اقتصادي ګډون سره هم مهاله وه.

د رسمي شمېرې له مخې، په ۲۰۲۵کال کې په هر زرو کسانو کې پنځه نوي ماشومان زېږېدلي، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۴کال کې ۴ اعشاریه ۷ و. د پرتلې لپاره، دغه کچه تېرکال په چین کې ۵ اعشاریه ۶، په تایوان کې ۴ اعشاریه ۶ او په جاپان کې ۵ اعشاریه ۷ وه، خو په جاپان کې د زېږون د کمېدو بهیر لاهم روان دی.

د زېږون د کچې اوسنی لوړوالی د حکومت له اټکلونو هم چټک دی. حکومت مخکې اټکل کړی و چې دا کچه به په ۲۰۲۵ کال کې ۰ اعشاریه ۷۵ او په ۲۰۲۶ کال کې ۰ اعشاریه ۸۰ ته ورسېږي او تمه ده چې تر ۲۰۳۱کال پورې به له یوې ښځې څخه د یو ماشوم له کچې لوړه شي.

په ۲۰۲۵کال کې د ودونو شمېر هم ۸ اعشاریه ۱ سلنه زیات شوی، په داسې حال کې چې دا کچه په ۲۰۲۴کال کې په بې‌ساري ډول ۱۴ اعشاریه ۸ سلنه لوړه شوې وه. چارواکي وایي، ودونه د زېږون مهم نښه بلل کېږي، ځکه چې اغېز یې له یوه تر دوو کلونو وروسته څرګندېږي.

د احصایې وزارت یوه چارواکې ویلي، د ودونو پرله‌پسې زیاتوالی، په ځانګړې توګه د دېرشو کلونو د عمرلرونکو کسانو ترمنځ او په ټولنیزو لیدلورو کې بدلونونه، د زېږون د زیاتېدو مهم لاملونه دي.

تر ټولو ډېر زیاتوالی د پلازمېنې په کچه ثبت شوی؛ په پلازمېنه سیول کې د زېږون کچه ۰ اعشاریه ۶۳ ته رسېدلې چې د تېرکال په پرتله نږدې ۹سلنه لوړوالی ښيي، خو بیا هم د هېواد تر ټولو ټیټه کچه ده.

ټولنپوهان وايي، دا شمېرې لاهم ژورې څېړنې ته اړتیا لري او د نفوس د جوړښت بدلونونه کېدای شي، پر احصایو اغېز ولري. خو په ټوله کې، دا بدلون د ټولنې لپاره یوه مثبته نښه بلل کېږي او کېدای شي خلک د ماشوم زېږولو په اړه لاخوشبین کړي.

د حکومت د یوې سروې له مخې چې په ۲۰۲۴کال کې شوې، ۵۲ اعشاریه ۵سلنه وګړو د ودونو په اړه مثبت نظر څرګند کړی، حال دا چې دا کچه په ۲۰۲۲کال کې ۵۰ اعشاریه ۱ سلنه وه. په همدې سروې کې خلکو ویلي چې په منځنۍ توګه غواړي نږدې دوه ماشومان ولري.

سره له دې پرمختګونو، د هېواد نفوس لاهم په طبیعي ډول راکمېږي. تېرکال د نوو زېږونونو شمېر ۶ اعشاریه ۸سلنه زیات شوی او ۲۵۴زره کسانو ته رسېدلی، خو د مړینو شمېر هم ۱ اعشاریه ۳سلنه لوړ شوی او ۳۶۳زره کسانو ته رسېدلی چې له امله یې د نفوس د کمېدو لړۍ د شپږم پرله‌پسې کال لپاره روانه پاتې شوې ده.

سلام وطندار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.