د راپورونو له مخې، د تورخم په سیمه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو په ترڅ کې په ننګرهار کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو پر کمپ ډزې شوې دي چې لږ تر لږه اووه تنه، د یوې ښځې په ګډون، ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر، قریشي بدلون، ویلي چې پاکستاني پوځیانو پر یاد کمپ ډزې کړې دي. د هغه په وینا، کمپ د تخلیې په حال کې دی او د ټپي شوې ښځې روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
نوموړي زیاته کړې چې په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني سرتېرو ترمنځ نښته لا هم روانه ده او دواړه لوري د سپکو او درنو وسلو څخه کار اخلي.
په کنړ کې ځایي سرچینې هم راپور ورکوي چې د ناري ولسوالۍ د دوکلام په سرحدي سیمه کې لسګونه کورنۍ اړ شوې دي خپل کورونه پرېږدي. د یوې سرچینې په وینا، دغو کورنیو نن ماښام شاوخوا اته بجې، د نښتو له پیل وروسته، خپلې مېنې پرېښودې.
سرچینو ویلي چې په دوکلام ناري کې طالبان او پاکستاني سرتېري پر یو بل د درنو وسلو کارونه کوي او جګړه لا هم دوام لري.
ځايي خلک وایي چې دوی د روژې په میاشت کې خپل کورونه پرېښي او د شپې په نیمایي کې سرګردانه دي چې کوم لور ته ولاړ شي.
طالبانو نن ماښام اعلان کړی چې پر پاکستان یې غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي دي. د دې ډلې د ویاند مرستیال ویلي چې په پکتیا، پکتیکا، خوست، کنړ، نورستان، ننګرهار او د تورخم په دروازه کې د پاکستان ۱۹ پوستې د طالبانو ځواکونو نیولې دي.
هغه ادعا کړې چې تر ۵۵ پورې پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۲۳ جسدونه د طالبانو په ولکه کې دي.
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ویلي چې «د طالبانو د رژیم بېدلیله اقدام د پاکستان او افغانستان پر پوله له سمدستي او اغېزمن ځواب سره مخ شو.»
په اعلامیه کې راغلي چې افغان طالبانو په څو سیمو کې بېدلیله ډزې پیل کړې وې چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له چټک او اغېزمن غبرګون سره مخ شوې.
دغه وزارت زیاته کړې چې په چترال، خېبر، مهمند، کورم او باجوړ کې د طالبانو ځواکونه «مجازات» شوي دي.
د دوی په وینا، لومړني راپورونه د افغانستان لوري ته د درنو تلفاتو او د څو پوستو او تجهیزاتو د ویجاړېدو پخلی کوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.