نوی زیږېدلی ماشوم باید له زیږون څو ورځې وروسته ولمبول شي؟

31

نوی زیږېدلي ماشومان د نوې چاپېریال سره د عیارېدو لپاره وخت ته اړتیا لري، ځکه چې د ژوند شرایط یې په بشپړه توګه بدلېږي. له همدې امله، د زیږون په لومړیو ساعتونو کې ماشوم لمبول خطرناک کېدای شي او ستونزې رامنځته کولای شي.

ډېر لاملونه شته چې ولې ماشوم باید د زیږون په لومړیو ساعتونو او حتا څو ورځو کې ولمبول نه شي. که څه هم ځینې روغتونونه دا کار ضروري بولي، خو د مور او پلار لپاره مهمه ده چې د لمبلو مناسب وخت وپېژني.
نوی زیږېدلي ماشومان سمدستي لمبلو ته چمتو نه وي، ځکه چې د هغوی تنفسي سیستم لا بشپړ ثابت شوی نه وي. نو غوره ده چې لږ تر لږه تر دوو ورځو پورې ماشوم له لمبلو څخه وساتل شي.

د ماشوم د پوستکي طبیعي ساتنه
ماشوم د مور په رحم کې د یوه ځانګړي مادې په وسیله ساتل کېږي چې ورنیکس (Vernix) بلل کېږي. کېدای شي د زیږون پر مهال تاسو دا ماده د ماشوم پر بدن ووینئ؛ دا د کریم په څېر سپین او لېسناک مواد وي. دا ماده د ماشوم پوستکی له مکروبونو او انتانونو ساتي او طبیعي نرمونکی (مرطوبوونکی) هم دی. که ماشوم ژر ولمبول شي، دا ګټوره ماده له منځه ځي.

ولې په لومړۍ ورځ لمبول مناسب نه دي؟
ماشوم ته زیات فشار (سټرس) رسوي.
د زړه درزا او ساه اخیستنه لا بشپړه ثابته نه وي.
کېدای شي تنفسي ستونزې رامنځته شي.
نو سپارښتنه کېږي چې په لومړۍ ورځ یوازې د پاک او نرم ټوکر په وسیله ماشوم په احتیاط سره وچ او پاک کړل شي.

د نو د پاتې کېدو موضوع
په ځینو کورنیو کې ماشوم تر هغه وخته نه ولمبول کېږي څو د ناف پاتې برخه جلا شي. خو دا موده کله ناکله اوږده وي، او که ماشوم ډېر وخت ولمبول نه شي، د انتان خطر زیاتېږي. له همدې امله، تر زیږون شاوخوا دوو ورځو وروسته په احتیاط لمبول مناسب بلل کېږي.

مهمه یادونه
که مور په ساري ناروغیو لکه ایډز، هیپاتیت یا ژېړې (یرقان) اخته وي او د ماشوم بدن د وینې یا غایطې موادو سره ککړ شوی وي، نو د ډاکټر د سپارښتنې له مخې باید ماشوم د تنفسي حالت له ثابتېدو وروسته ژر ومینځل شي.
په لومړیو میاشتو کې د لمبلو اندازه سپارښتنه کېږي چې ماشوم په لومړیو میاشتو کې په اوونۍ کې دوه ځله ولمبول شي.
ډېر لږ لمبول د انتان سبب کېدای شي.
ډېر زیات لمبول د پوستکي وچوالي او د ماشوم د سټرس لامل ګرځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.