نېکمرغي ته هم لکه بریا خلک له بېلابېلو زاویو ګوري، تر اوسه ټولمنلی تعریف ورته نه شته، ځکه چې انسان د خپل ژوند، حالاتو او امکاناتو په بنا تعریف ورته وړاندې کوي. همدا شان بدمرغي هم د هر چا له لید او زاویې توپير لري.
پوهانو یې هم په اړه مختلفې خبرې کړې، ځینې وایي چې له ستونزو سره مبارزه او پرې برلاسي کېدل نېکمرغي ده. ځینې وایي چې په واقعي معنا ژوند کول نېکمرغي ده، ځینې وایي چې د خوښیو په دریاب ورګډېدل نېکمرغه ده او… .
یوه عالم نېکمرغي او بدمرغي له لرګي او اوسپنې سره تشبې کوي، هغه وایي چې نېکمرغي لکه لرګی چې په اوبو کې لامبو وهي خو پکې ډوبېږي نه؛ خو بدمرغي د اوسپنې په څېر په څو شېبو کې په اوبو کې ډوبېږي. نېکمرغه انسان په سمندر کې د لرګي په شان په ستونزو، ربړو، خپګان او… کې لامبو وهي د اوبو تل ته یې نه وړي، غرقوي یې نه، د تل لپاره یو څه پرې بوج نه وي، تل د څملاستي یا یو ځای کې د پاتې کېدو په حال کې نه وي، بلکې په حرکت کې وي او ځان یې له اوبو سره عیار کړی وي؛ خو بدمرغي لکه اوسپنه په څو شېبو کې دې ډوبوي او د اوبو تل دې وړي، له حرکته وځې، راپورته کېدای نه شې، د ځمکې پر سره له نعمتونو بې برخې کېږې او… .
زما په اند انسان ژوند هغه وخت معنا پیدا کوي، چې تل په هڅه او تلاښ کې واوسو، ځان او نورو ته ګټه ورسوو، په ځینو وختونو کې له ستونزو سره مبارزه وکړو، په ځینو وختونو کې ستونزې او ربړې نادیده ونیسو، همت له لاسه ور نه کړو، په ژوند کې اساسي او مهمو اهدافو ته ځان ورسوه، له لاس تر زنې کېناستلو سره خدای پاماني وکړو، د ناهیلۍ ټغر ټول کړو، د هلیمنتیا څادر واغوندو، د منفي ځانګړنو یا نیمګړتیا پر ځای د یو انسان مثبتو او ښو خویونو ته هم فکر وکړو، له قضاوته لاس پر سر شو، د تېرو اوبو پسې کره یو نه سو، تېر یوازې د ځان لپاره درس او تجربه وګڼو د نن ورځې خواږه پرې ترخه نه کړو، د نورو سره د پرتله کېدو پر ځای غوره دا ده، چې ځان له تېرې ورځې سره پرتله کړو، تل غوره اړیکو او نويو مهارتونو ته وده ورکړو او… .
زما په اند پورتنۍ ځانګړنې که لږ هم په چا کې وي ځان دې د نېکمرغه انسانانو په قطار کې حساب کړي.
«ښه وکړه سیند ته وغورځوه». دغه په تول تللې خبرې انسان ته دا ورښيي، چې تل ښه د دې لپاره مه کوئ، چې تاسو دا تمه ولرئ، چې په یو وخت کې باید له تاسو سره هم ښه وشي، له مقابل لوري د داسې چلند او کار په انتظار مه اوسه، بلکې ښه وکړئ یوازې د دې په پار چې د غوره انسان مسوولیت مو ترسره کړی وي.
له هر چا د ځان په ډول توقع لرل انسان ناروغوي، د ارامۍ حس ورنه اخلي، د ژوند خوند پيکه کوي، بېځایه توقعات لوړوي، ځوروي دي؛ نو ته چې په ټولنه کې څه کړې هغه د رب ج لپاره او د یوه بامسووله شخص په توګه ترسره کړه او بس.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.