مدیریت د ژوند په ټولو چارو کې خورا مهم دی ارواپوهان وایي، چې د مخکښو انسانانو یوه ځانګړتیا دا هم ده، چې هره چاره په ښه پلان او مدیریت سره پرمخ وړي. مدیریت په سم او منظم ډول د چارو ترسراوی او هدف ته رسېدل دي. په افغانستان کې ډېری رییسان یا مدیران دا فکر کوي، چې تر لاس لاندې خلک یا کارکوونکي یې مزدوران دي او هر څه چې دوی ورته وایي باید ویې مني، دوی فکر کوي، چې کارکوونکي زموږ لپاره کار کوي دا فکر نه کوي، چې کارکوونکي د ادارې لپاره کار کوي، نه زما د شخصي ژوند د مسایلو پرمخ وړلو لپاره. یوه وخت ملګري راته کیسه کوله، چې پلانی په پلاني ریاست کې په شپږم بست کې رییس په دغه شرط ګمارلی، چې هر وخت به مې کور ته له نانوایي ډوډۍ هم وړې، چې دا زموږ په دولتي او شخصي ادارو کې د کارکوونکي او مشر ترمنځ د کار کولو یو کوچنی مثال و. ځينې یې بیا دا فکر کوي، چې له کاري چاپېریال ورهاخوا دې د دوی فکري کارکوونکي هم واوسي یعنې څه چې دوی وایي دوی دې هم په همغه فکر لاړ شي، چې له کارکونکي سره دا ډول چلند بېخي مناسب نه دی، کارکوونکي د کاري لایحې اړوند چارو پرمخ وړلو مسوولیت او دنده پرغاړه لري، نه ستاسو د فکري چارو او پکار نه ده، چې د دوی په شخصي ژوند یا فکري لید کې مداخله وکړئ. د مدیریت په برخه کې تر اوسه په ډېری ادارو کې د رییس، امر، مدیر او کارکونکي ترمنځ پولې معلومې نه دي دوی تر لاس لاندې کسانو ته دا فکر کوي، چې که دیکتاتور، جدي، غوسه ناک، سخت زړی ونه اوسو؛ نو کارکونکي تر خپل کنټرول لاندې نه شو راوستی؛ خو دا فکر کاملا ناسم دی د مدیریت برخې اوسني متخصصین د څېړنو په پایله کې وایي، کومه چاره چې په کارکوونکي ترسره کوئ؛ نو په ښه بڼه او ښه لهجه ورته لارښوونه وکړئ دا تر دې ډېره غوره ده، چې په دیکتاتورانه یا ناسم شکل یو چاته لارښوونه وکړې.
هندي لیکوال راجیوسیټي د بااحساسه، اغېزناک او ښه مدیریت په برخه کې دا کتاب کښلی؛ نوموړی د مدیریت په برخه کې یو فوق العاده انسان و. د کتاب په لومړۍ برخه کې مو پر عمومي مدیریت او ډولونو خبرې کړې، په کتاب کې ډېری داسې مسایل یې بیان شوي، چې که د افغانستان په ادارو کې پلي شي یعنې همداسې چلند له کارکوونکو سره وشي لرې نه ده، چې په کم وخت کې به ډېر مثبت تغیرات ووینو.
د کتاب محتوا او ارزښت ته په کتو مې هڅه وکړه، چې دا کتاب پښتو ژبې ته وژباړم، چې دا دی بشپړ شو. دا ژباړه مې داسې برابره کړې، چې د افغانستان په ادارو کې یې د مدیریت په برخه کې ډېری ټکي د پلي کېدا وړ دي. په دې برخه کې له ټولو قدرمنو ملګرو، ډیزاینر او خپرندویې نړۍ مننه، چې په اړوندو برخو کې مرستې او ګټورې لارښوونې ونه سپمولې.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.