د لویو قدرتونو سیالي او د کوچنیو ملتونو قرباني

لیکوال: نیک محمد نیکمل

58

د لویو قدرتونو سیالي او د کوچنیو ملتونو قرباني….!!!
ایا نړیوال قانون د زورورو لپاره دی؟

نړیوال سیاست له لرې نه د قوانینو، تړونونو او انساني ارزښتونو په ژبه خبرې کوي، خو له نږدې چې ورته وکتل شي، د زور، ګټو او سیالیو یوه بې‌رحمه میدان ښکاري. د لویو قدرتونو ترمنځ رقابت تل د نړۍ پر نقشې د کوچنیو ملتونو په وینو لیکل شوی؛ هغه ملتونه چې نه د پرېکړې مېز لري، نه د وتو لار، او نه هم د نړیوالو غوږ.

د تاریخ پاڼې شاهدې دي چې هرکله لوی قدرتونه سره مخامخ شوي، د جګړې ډګر یې د بل چا خاوره ټاکلې. له ویتنامه تر افغانستانه، له عراقه تر لیبیا او وینزویلا پورې، کیسه یوه ده: قدرتونه سیالي کوي، ولسونه قرباني کېږي. کوچني ملتونه د نفوذ، منابعو او جیوپولیټیک موقعیت په نوم یا اشغال شوي، یا تحریم شوي، یا کورنیو جګړو ته ټېل وهل شوي دي.

نړیوال قانون، چې په ظاهره د کمزورو د ساتنې لپاره جوړ شوی، په عمل کې ډېر ځله د زورورو د مشروعیت سند ګرځېدلی. کله چې یو ځواکمن هېواد برید کوي، ورته د «ملي امنیت»، «ترهګرۍ ضد مبارزه» یا «انساني مداخلې» نوم ورکول کېږي؛ خو که همدا کار یو کمزوری هېواد وکړي، نو د نړیوالې ټولنې له سخت غبرګون سره مخ کېږي. دا دوه‌مخیتوب یوازې سیاسي نه، بلکې اخلاقي سقوط هم دی.

ملګري ملتونه، نړیوالې محکمې او بشري بنسټونه اکثر د بیان تر کچې پاتې کېږي. پرېکړې شته، خو تطبیق نه شته. اعلامیې شته، خو عدالت نه شته. ځکه چې د وتو حق، د ویټو کارت، او د اقتصادي فشار وسایل د څو محدودو قدرتونو په لاس کې دي. همدلته پوښتنه راولاړېږي: ایا نړیوال قانون واقعاً نړیوال دی، که د زورورو د ګټو چوکاټ؟

کوچني ملتونه یوازې د بمونو قرباني نه دي؛ هغوی د بندیزونو، اقتصادي محاصرو، سیاسي انزوا او فرهنګي یرغل لاندې هم ساه ورکوي. کله چې د یو ملت اقتصاد فلج شي، روغتیا، تعلیم او ټولنیز ثبات له منځه ځي، خو دا ټول د نړیوال قانون له نظره «خاموش جنایت» بلل کېږي، ځکه چې په کې توپک نه کارېږي.

اسلامي سیاسي فکر دا وضعیت له بنسټه ردوي. په اسلام کې عدالت د قدرت تابع نه دی، بلکې قدرت د عدالت تابع دی. قرآن کریم څرګند حکم کوي چې دښمني دې انسان له انصافه نه ګرځوي. خو نننی نړیوال نظام انصاف د توازن قرباني کړی او حق یې د ګټې تابع ګرځولی دی.

تر هغو چې نړیوال قانون د اخلاقي بنسټ پر ځای د سیاسي معاملو اله وي، کوچني ملتونه به همداسې قرباني کېږي. بدلون هغه وخت راځي چې ملتونه پر ځان بسیا شي، خپل داخلي وحدت ټینګ کړي، او د قدرت پر ځای د حق ژبه نړیوالو ته وروپېژني. که نه، د زور منطق به همداسې د قانون په جامه کې روان وي، او قرباني به تل هماغه وي چې غږ یې کم او وسایل یې محدود دي.
دا لیکنه یوازې شکایت نه دی، بلکې یو اخطار دی: نړیوال قانون که د عدالت له محتوا تش شي، نو د تاریخ په محکمه کې به د زورورو پر ضد تر ټولو درنه دوسیه همدا وي.

سیاست د شعارونو تر سیوري هاخوا؛ د افغانستان د مشروعیت، واک او واقعیت معادله

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.