سیاست د شعارونو تر سیوري هاخوا؛ د افغانستان د مشروعیت، واک او واقعیت معادله

لیکوال: نیک محمد نیکمل

52

سیاست هغه ډګر دی چې پکې شعارونه ژر زړېږي، خو واقعیتونه ورو بدلېږي. د افغانستان د معاصر تاریخ اوږده تجربه دا ښيي چې بهرنی ملاتړ، که هر څومره پراخ او رنګین وي، تر هغه وخته مشروعیت نه شي زېږولای، تر څو چې د ولس له باور، ارزښتي ثبات او داخلي نظم سره تړلی نه وي. دلته سیاست یوازې د واک د نیولو سیالي نه ده، بلکې د تاریخ، جغرافیې، عقیدې او ټولنیز وجدان ترمنځ یو حسّاس توازن دی.

نړیوال سیاست تل هڅه کړې چې افغانستان د نفوذ د تېرېدو لار وساتي، نه د خپلواک تصمیم مرکز. همدا لامل دی چې د مشروعیت مفهوم دلته وخت ناوخت تحریف شوی؛ کله د ټاکنو په نوم، کله د بشري حقونو تر شعار لاندې، او کله د امنیت د وارداتي نسخو په چوکاټ کې. خو افغان واقعیت په زغرده وايي چې مشروعیت نه واردېږي او نه د سفارتي اعلامیو محصول دی. مشروعیت هغه وخت رامنځته کېږي چې ولس نظام د خپل دین، هویت او عزت استازی وبولي.

اسلامي امارت، سره له دې چې له نړیوال رسمي پېژندنې محروم پاتې دی، خو په عملي سیاست کې د یوې نوې مرحلې درشل ته رسېدلی. د «نه‌پېژندنې، خو تعامل» تضاد د نړیوال نظام دوه‌مخیتوب بربنډوي. هغه قدرتونه چې پرون یې د ارزښتونو د صادرولو دعوې کولې، نن د امنیت، ثبات او خپلو ګټو پر بنسټ تعامل ته اړ شوي دي. دا خاموش تعامل دا حقیقت څرګندوي چې نړیوال سیاست، تر ډېره، د اصولو نه بلکې د اړتیاوو تابع دی.

په کور دننه، د سیاسي ثبات بنسټ یوازې هغه مهال ټینګېږي چې واک د اخلاقو تر مهار لاندې وي. تاریخ شاهد دی چې واک، که له ارزښتي چوکاټه ووځي، په فساد او استبداد اوړي؛ خو ځواک، که له عدالت او مسؤلیت سره تړلی وي، د نظم او حاکمیت ضامن ګرځي. د افغانستان راتلونکی سیاست باید دا توپیر په ژوره توګه درک کړي: واک د ځان لپاره نه، بلکې د نظام‌سازۍ لپاره دی.

اقتصاد هم د سیاست له دې معادلې بېل نه دی. بندیزونه که هر څومره سخت وي، د داخلي منابعو، سیمه‌ییزو لارو او ځان‌بسا کېدونکي فکر مخه نه شي نیولای. ستونزه یوازې فقر نه دی، بلکې د مدیریت فقر دی. حل یې نه په بې‌پایه مرستو کې نغښتی او نه په اوږدمهاله پورونو کې، بلکې په حساب‌ورکوونکي نظام، شفاف تصمیم او ملي لومړیتوبونو کې دی.
درنښت… یارب🤲🏻

نړیوال سیاست کې د اسلامي امارت د مشروعیت خاموشه جګړه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.