رنګونه پر ذهن او احساساتو څه اغېز ښندي؟

لیکوال: نبي ستوری

52

زموږ د سیمې خواته چې چا هم ښه خونه جوړه کړې وي هڅه کوي، چې فرش، بالښتونه، غالۍ، پردې او هر څه په سره رنګ کې ورته واخلي نو دا خبره اوس یو ډول د غوره‌والي لامل ګرځېدلې وایي «د پلانکي ډېره ښه تکه سره خونه وه.» خو په اړه یې ډېری خلک نه پوهېږي، چې رنګونه انسانانو او د هغوی په چلند او احساساتو څومره اغېز لري. په دې نه دي خبر چې سور رنګه کوټه کې اوسېدل انسان ډېر سخت بې حوصلې کوي، په نه خبره به دې خلک تر ستوني نیولي وي، په مازې مسله به دې غالمغال جوړ کړی وي. رنګونه یوازې د لیدونکو شیانو ښکلا نه څرګندوي، زموږ د ذهن، احساساتو او چلند په جوړولو کې هم مهم رول لري. په روانپوهنه کې دا ډېره لویه برخه ده، چې د رنګونو ارواپوهنه ورته وایي. د روانپوهنې نظره رنګونه د انساني روان سره ژوره اړیکه لري، ځکه چې زموږ مغز د مختلفو رنګونو په وړاندې ځانګړې بیولوژیکي او احساسي غبرګونونه ښيي. د رنګونو اغېز نه یوازې په ذهني تمرکز، مزاج او ارامتیا کې څرګندیږي، بلکې زموږ په ټولنیزو تعاملاتو، زده کړو، کارکردګۍ او حتی فزیکي حالتونو کې هم لیدل کېږي.

څېړنې ښيي چې هر رنګ ځانګړي احساسي او اروايي اغېزې لري. ځینې رنګونه انرژي او جوش زیاتوي، ځینې د ذهني سکون او آرامتیا سبب ګرځي او ځینې بیا د خلاقیت یا ټولنیز تعامل هڅولو کې مرسته کوي. د دې رنګونو اغېزې د عمر، جنس، کلتور او شخصي تجربو له مخې توپیر کوي؛ خو په عمومي ډول ځینې مشخص اصول او قوانین شته چې د روانپوهنې په مطالعاتو کې تثبیت شوي دي.

له دې امله، د رنګونو پوهه نه یوازې د هنرمندانو، ډیزاینرانو او ښوونکو لپاره مهمه ده، هر فرد کولای شي د خپل ورځني ژوند، کور، دفتر او حتی د جامو په انتخاب کې د رنګونو د علمي اغېزو په ګټه وکاروي. ځکه د مثبت احساساتو پراختیا، د ذهني فشار کمول او د ټولنیزو اړیکو ښه کولو کې نهایت مهم رول لري، د رنګونو سم انتخاب کولای شي د انسان د ذهني او فزیکي حالت ښه والي ته لاره هواره کړي.

دلته (په افغاني ټولنه) کې مو د ځينو ډېرکارېدونکو رنګونو پر مهمو اروايي اغېزو، د هر رنګ په ځانګړتیاوو، تاثیراتو او د کارونې لپاره یې پر مناسبو ځایونو خبرې کړې‎‎.

سور رنګ انرژي زیاتوي، جذبه او جوش راوړي، د زړه درزا لوړوي، ژر غوسه درولي، د زغم کچه ټيټوي یا ځینې وخت حتی د بې قراري لامل کېږي. د پام راجلبولو لپاره او د ورزش یا فعال ځایونو کې ډېر مناسب دی.

شین رنګ آرامتیا او راحتي زیاتوي، د فشار کمولو کې مرسته کوي او د طبیعت احساس پیدا کوي. دا رنګ د آرام ځایونو، خوب خونې او د ذهني تمرکز ځایونو لپاره مناسب ګڼل کېږي.

آبي رنګ ذهني ارامتیا، سکون او تمرکز زیاتوي، خو ځینې وختونه ډېر استعمال یې خپګان هم زیاتولی شي. دا رنګ د مطالعې ځایونو، دفترونو او د استراحت خونې لپاره غوره دی.

ژېړ رنګ خوښي، امید او خلاقیت زیاتوي، خو ډېر زیات ژېړ ځینې وختونه سټرس او اضطراب هم رامنځته کولی شي. دا رنګ د مطالعې ځایونو، د لوبو خونې یا د انرژۍ لوړولو ځایونو لپاره مناسب دی.

نارنجي رنګ خوشحالۍ او انرژي زیاتوي، ټولنیز تعامل ته هڅوي، خو که ډېر وي، ځینې وخت غوسه او عصبانیت رامنځته کوي. دا رنګ د ټولنیزو او کورنیو ځایونو لپاره مناسب دی چېرته چې خوشحالي او خوښۍ غواړئ غوره ګڼل کېږي.

سپین رنګ پاکوالی، سکون او صفا والی څرګندوي، خو ډېر زیات سپین ممکن یوازیتوب او یخوالی هم رامنځته کړي. د روغتونونو، دفترونو او ساده آرام ځایونو لپاره مناسب دی.

تور رنګ ځواک او درناوی څرګندوي، خو ځینې وختونه غم، خپګان او جديت هم زیاتوي. دا رنګ په رسمي محفلونو او د ځواک څرګندولو لپاره کارول کېږي.

ارغواني رنګ نوښت، معنویت او شرافت زیاتوي، ځینې وختونه د خیال او فکر ځای ته هڅوي. دا رنګ د هنري ځایونو، د مطالعې ځایونو او د ذهني تمرکز ځایونو لپاره مناسب دی.

په سیاسي ارواپوهنې ځینې خبرې

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.