پر ځان باور لرلو ته بیا راګرځیدل

ژباړه: هاجره حرکت

29
ځينې وخت موږ ته شک پيدا کیږي، چې ژوند کومه معنا نه لري او څرنګه به پر مخ ولاړ شی. خو کارپوهان موږ ته ښيې چې څه ډول د زيان او د خپل نږدي کس، په له لاسه ورکولو سره، خپلو تجربو څخه مثبت ځواک تر لاسه کولاي شو او له دغه حالت څخه پياوړي راوتلاي شو.
په ژوند کې امنيت او ثبات زموږ د انساني وجود بنسټيز ټکي دي. دا هغه ودانۍ دې چې زموږ ارزښتونه، کړه وړه او د ژوند په هکله، ليدلوری پرې وده کولی شي. کله چې موږ ناامني احساس کوو، نو نه شو کولی ځانګړې پريکړې وکړو او د ځان له پاره، لاره يا ليد لوری وټاکو.
هغه ارزښتونه چې موږ پرې ثبات ته رسيږو
موږ به هیڅکله په خپل ژوند کې ارامي، په بهر او يا په مادياتو کې ونه مومو، بلکې يوازې په خپل ځان کې. ځکه يو کور څه ارزښت لري، کله چې هر څه يې ويجاړ شي. دا زموږ په دننه کې ارزښتونه دي، چې موږ ته ثبات راکوي او همدا ارزښتونه دي، چې پر ژوند باور پيدا کوو.
دا داخلي ارزښتونه دي، چې  موږ ته  ثبات او امنيت راکوي او له همدې څخه کولې شو پر ژوند باور ولرو او ډاډه اووسو.
دا منطقي ښکاري، خو داسې پوښتنه رامنځ ته کيږې چې:« څه ډول کيداي شي؟»
د دې پوښتنې ځواب موږ ته لارښوونه کوي،چې څنګه له خپل ځان سره دننه اړيکه ونيسو.کله چې موږ خپله هستي په ريښتينې توګه تجربه کړو، چې موږ ته له ځان سره ژور تړاو و داخلي ډاډ راکوي،چې تل سمه پريکړه وکړو. له خپل ځان سره مخ شو او له هر هغه څه څخه ځان ګوښه کړو، چې پر خپل ځان باور لرلو نه مو لرې کوي.
یوه عملی لار
په ځان کې مو ځواک ومومئ
په استعاري ډول، امنيت او ملاتړ هغه ريښې دي، لکه ونه چې ترينه تغذيه کيږي او ورته ٍثبات يا ټينګښت ورکوي.
د بيلګې په توګه د ونې ريښې چې څومره په خاوره کې دننه او ژورې ځي، په هماغه اندازه د ونې تنه د زمکې پر سر د طبيعې ځواکونو او افتونو پر وړاندې ټينګه پاتيداې شۍ.دا د مقاومت يا زغم موضوع ده، چې له مقاومت سره داخلي زغم اړيکه لری. دا هغه وړتيا ده، چې د ژوند سختو حالتونو سره مقابله وکړي او حتي ترينه ځواکمن راووځي
پر خپل ځان د باور ميندنه
د ويکتور فرانکل مشهوره نظريه،  مقاومت د وړتيا په هکله په ښه توګه څرګندوي چې:« ستونزه، په خپله ستونزه نه ده، بلکې ستونزه هغه ده، چې ته ورسره څه ډول چلند کوې.»
 دا کيداي شي چې په پرله پسې ډول ښکاره شی، خو په اصل کې د مقاومت مفکوره، سمه څرګندوي او داخلي ځواک، موږ ته اجازه راکوي، چې پرته له رواني يا فزيکي زيان، بحرانونو او کړکيچونو څخه د وتلو توان ولرو.
باور لرلو ته راګرځیدل او په خپل ځان کې ميندنه
په ژوند کې ډيرې داسې تجربې شته دی، چې بیرته راګرځيدنه په کې انځوروي او په شعوری ډول، په ژوند کې اعتماد تر ازموینې لاندې راولي. ډير کله موږ له یو کړکیچ سره مخ کیږو، چې ژوره تجربه ده او په ډاډ سره، په ژوند کې د بدلونونو د پاتې کيدلو سبب کيږي، بیرته شاته نه ورګرځي او ډير ژر ځان څرګندوي.
دغه ډول ژورې تجربې کيدای شی دا يې لاملونه وي:« د يو نږدي کس له لاسه ورکول، يا يې مړينه. داسې يوه تجربه چې مخه يې نه شی نيول کيداي او پاتې شويو کسانو د ځپلو، يا د هغوي د بې احساسۍ سره مل وي.»
د بيلګې په توګه، کله چې انسان د يو ناوړه حالت سره مخ شي، لکه په کورنۍ کې نږدي کس له لاسه ورکړي يا  طبيعي ناورين، فقر، بيوزلي او د  يو چا له خوا دوکه ورکړل شي، دا ټول کيداي  شي، پر خپل ځان،  باور لرلو احساس د لاسه ورکولو سبب شي.
پر خپل ځان باور لرلو ته بيا لاس رسی، دې ته اړتيا لري،چې دغه لار بايد په شعوري ډول زده کړو، کله چې له کوم بحران سره مخ شوی یوو او له موږ څخه یې پرخپل ځان  د ډاډ او باور لرلو احساس اخيستی وي.
یا ډير ژر د (باورورکيدلو) نه پيژندنې، ويره او ډير کم « د برخ لیک پروړاندې د تسلميدلو» احساس رامنځ ته کيږي.
یوه بې وسۍ چې د داخلي فلج په توګه څرګندیږي.
د دې بې وسۍ سره بنسټیزې پوښتنې راولاړېږي چې زموږ د ځان په اړه دي:
– ولې باید دا زما/زموږ سره پیښ شي؟
– ولې ماته سزا راکړل شوه؟
– ولې زما ژوند داسې ناعادلانه دی؟
– ما څه غلط کار کړی دی؟
–  ژوند د کولو لپاره څه ارزښت لري؟
 آیا زما په ژوند کې کومه معنا شته؟
په لنډ ډول په خپل ځان باور لرل او د سختیو پر وړاندې کلک دريدل دا ټولې ناخوالې بې اغيزې کولی شی، کله چې په هر اړخيز ډول، خپل يقين ټينګ او  غښتلی شي.

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.