په سیاسي ارواپوهنې ځینې خبرې

نبي ستوری

67

کله مو فکر کړی چې ولې یو څوک په یوه سیاسي ایډیالوژۍ میین شي؛ خو بل یې په کلکه رد کړي؟ کوم لاملونه دي، چې سیاستوال هڅوي چې د یوه ملت برخلیک بدل کړي؟ ولې په افغانستان کې د جګړو او بې‌ثباتیو تر کلونو وروسته لا هم سیاسي وفادارۍ او شخړې دومره ژورې دي؟ او تر ټولو مهمه، زموږ ذهنونه او احساسات څنګه زموږ سیاسي انتخابونه او مشران ټاکي او غواړو څنګه ټولنه ولرو؟ دغو او ورته نورو پوښتنو ته سیاسي ارواپوهنه زبردست ځوابونه لري، دا علم د انساني روان او سیاسي نړۍ ترمنځ پټې اړیکې څېړي.

که فکر وکړو افغانستان د پېچلي تاریخ، متنوع کلتور او اوږدو جګړو له امله یو ژوندی او بې‌ساری انځور وړاندې کوي. دلته سیاسي چلندونه یوازې د منطق یا اقتصادي ګټو له مخې نه، له دې ورهاخوا د ژورو رواني عواملو—لکه قومي هویت، تاریخي زخمونه، کلتوري ارزښتونه او د ناامنۍ دوامداره احساس—له مخې شکل اخلي. په کتاب کې مو هڅه کړې، چې د سیاسي ارواپوهنې بنسټیز مفاهیم په ساده او روښانه ژبه تشرېح او وړاندې کړو، څو لوستونکي وکولای شي پوه شي چې څنګه زموږ فکرونه، احساسات او تجربې د سیاسي پرېکړو او ټولنیزو تحرکاتو تر شا پرتې دي. همدا راز د سیاسي باورونو او هویتونو د جوړښت په پروسه، د مشرتابه رواني اړخونو، د ټولنیزو شخړو او سولې جوړونې تر شا رواني محرکاتو، رسنیو او ټولنیزو شبکو رول پکې څرګند شوی دی. مثلا ولې د قومي او مذهبي هویتونو رواني اغېزې د سیاسي وفاداریو او اختلافاتو په رامنځته کولو کې رول لوبوي؟

د جګړې او تاوتریخوالي رواني زخمونه څنګه د ملي پخلاینې او باور جوړونې په وړاندې خنډونه رامنځته کوي؟ او یا دا چې څنګه نړیوالې او سیمه‌ییزې رسنۍ د خلکو سیاسي لیدلوري او احساساتو ته شکل ورکوي؟ دا کتاب یوازې د سیاسي ارواپوهنې د علمي مفاهیمو د پوهېدو لپاره نه دی لیکل شوی، بلکې د دې لپاره دی چې د خلکو رواني او سیاسي واقعیتونو ته یوه ژوره کتنه وکړو، د خپل هېواد سیاسي پېچلتیاوې له یوې نوې زاویې وګورو او د خپلو سیاسي باورونو، کړنو او حتی احساساتو په اړه ژور فکر وکړو.

سیاسي ارواپوهنه نه یوازې د شخړو او اختلافاتو د لاملونو په پوهېدو کې مرسته کوي، له دې ورهاخوا د ټولنیزې همغږۍ او ملي یووالي لپاره نوې لارې هم ښيي. دا کتاب د هر چا لپاره دی له هغو زده کونکو، زده کړیالانو او څېړونکو نیولې چې د سیاسي ارواپوهنې د علمي اړخونو لېوال دي تر هغو عامو خلکو پورې چې غواړي د خپلې ټولنې سیاسي تحرکات، جریانونه او خوځښتونه په ژوره توګه درک کړي. په دغه برخه کې تر اوسه پښتو کې ډېر څه نه دي لیکل شوي ټولنې او ژبې ته په کتو مې وپتېیله، چې دا اثر پښتو کړم. هیله ده، چې دا کتاب تاسو ته د سیاست د رواني اړخ په اړه ډېر نوي څه درکړي، په چا پسې په پټو سترګو تګ ونه کړئ، له احساساتو مو څوک ناوړه ګټه وانه خلي او خپل سیاسي ژوند ته مو په یوه پاکه او ګټوره لاره دوام ورکړئ.

حسن پرست پیر

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.