حسن پرست پیر

لیکوال: نبي ستوری

217

لوبې مې د سترګو آباسین په ګریوان هر وخت کړي

بیا مې خپلې اوښکې په ټټر ورته شېندلې وای

زه دې بې وعدې وای پروا نه وه له قسم وروسته

بیا مې نزرانې او درې روژې ورته منلې وای

(صمدي)

د شعر په اړه تر اوسه ټولمنلی تعریف شتون نه لري. خو ډېری ادبپوهان په دې باور دي، چې شعر د انسان د احساساتو، خیالونو، افکارو او تجربو موزون، هنري او تخیلي بیان دی چې له عادي ژبې څخه لوړ او ژوره بڼه لري. دا د ژبې هغه هنر دی چې د زړه خبرې د ښکلي او تخلیقي انداز له لارې څرګندوي او د الفاظو په وسیله داسې انځورونه رامنځته کوي چې لوستونکی نه یوازې واوري بلکې حس یې هم کړي. شعر د تخیل، عاطفې او معنا ترکیب دی، چې موسیقیت، وزن، قافیه او ژبني جمال پکې سره یو ځای شوي وي. شاعر صمدي په حسن پرست پير کې ډېره جالبه او خوندوره شاعرې کړې، شاعر د ټولنې نبض ته ګوري، د خپل عصر دردونه، مینې، ارمانونه او ارزښتونه پکې انځوروي او د خلکو له پټو احساساتو سره تړاو پیدا کوي. دا هنر د الهام، فکر، احساس او ژبني مهارت یو ګډ امتزاج دی چې له مخې یې شاعر کولی شي د خپل زړه آواز د نورو تر زړونو ورسوي. دروند استاد زلمي به ویل، چې شعر یوازې د لیکلو یا لوستلو لپاره نه، بلکې د حس کولو او ژور فکر کولو هنر دی. شعر له روح سره خبرې کوي، ذهن ته الهام ورکوي او له زمانې سره تړلي ارزښتونه ژوندي ساتي. هر شعر یو پټ پیغام لري، چې لوستونکی یې باید په زړه ولولي، نه یوازې په سترګو. دا ادب ته روح ورکوي او د ژبې ښکلا تر خپلې لوړې کچې رسوي. د صمدي ډېری شعرونه د انسان د وجود یو ژور اړخ بیانوي.

په حسن پرست پیر کې تر ډېره د پښتو ژبې یوه عصري خو خالصه ادبي ژبه کارول شوې ده، چې هم د تصوف، فلسفې او مجاز مینې ښکلی انعکاس لري او هم د کليوالي ژوند له ژوندیو رنګونو نه انځورونه وړاندې کوي. د نوموړي شاعري د ادبي ژور فکر، احساساتي شدت، طنز، انتقاد او زبردست کلتوري رمزونه لري.

ددغه خلکو نا امني خوښه ده شور غواړي

دا ګلورینه زندګي بیا په سره اور غواړي

څومره ډېر ژاړي بېچاره بیخي یي غږ تت شولو

یتیم ماشوم لکه چې بیا وږی دی مور غواړي

شاعر د ټولنې د اوسني وضعیت زبردست انځور وړاندې کړی، خلک وایي په هېڅ حالت کې د قناعت زړه نه لري، بلخوا ځينې انسانان دومره په ستونزو کې ډوب دي چې نور یې چاته له فریاد او شکایت کولو ستړي شوي.

شاعر وایي

کله تاویز کله خورده کله دوا یاد کړمه
کله طبیب کله زیارت کله ملا یاد کړمه

دلته شاعر د یار یادونه د روحاني درملنې او عرفاني ارزښتونو سره تړلې. دا تشبېه یې د صوفي شاعرانو سنت ته نږدې کړې، چیرې چې یار د خدای ځای لري چې دلته د مجازي مینې ترڅنګ تصوف ته هم تمایل پکې ښودل شوی دی.

بس زوی مې را ملا کړه هله کډې مو بارېږي

 کله به شړۍ شي دا وړۍ شه د میرات کډه

 قیاس د حسینتوب دې اوس له څه شي سره وکړم

 هر څه رانه هېر شول رانه لاړل تشبېهات کډه

دلته شاعر په زبردست ډول د ژوند د بې‌ثباتۍ او د وخت د تېریدلو احساس څرګندوي. شاعر دلته د کډې بارولو ته اشاره کوي چې د ژوند په بې‌ثباتۍ، بدلون او بې‌ځايګۍ باندې ټینګار کوي. «بس زوی مې را ملا کړه» د یوې عاجلې غوښتنې نښه ده، چې په دې معنا چې وخت دی چې چمتو شو او مخکې لاړ شو، ځکه حالات بدلیدونکي دي.

د یادونو او تېر وخت یادونې یې هم داسې هنري کړې، چې واقعا اغېز ښندي

کاشکي د تېر وخت یوه لحظه یو ځل راغلې وای
بېرته دې خوږه لحظه په منډه منډه تللې وای

دلته صمدي د تېر وخت یو خوږ یاد راژوندی کوي. د افسوس، فراق او له لاسه تللي فرصتونو تاثر لري.

په ما پورې مه خانده میکده ده چې زنګېږم
ځواني همېشه نه ده یوه نېشه ده چې زنګېږم

دغه بیت د ژوند لنډوالي، مستۍ او د وخت تېریدل د یوه ساده خو ژور طنز په ژبه بیانوي. د میکدې تشبېه ډېر کلاسیکه ده، خو له زنګېدو سره یې د انسان کمزوري او ضعیفي ښودلې.

صمدي د خپلو غزلونو په اوږدو کې یو خاص سبک لري، غزلونو کې یې ترکیبي رنګ ښکاري، شعرونه ډېر وخت له غزلي انداز نه راوزي او د آزاد فکر، روان سټایل او کټ مټ محاوره‌يي بیان سره وړاندې کېږي؛ خو بیا هم د غزل قالب ته وفادار پاتې کېږي. دا یو نوی ادبي روش دی، چې د سنتي شاعرۍ او نوې زمانې تر منځ یو پُل جوړوي.

د حسن پرست پیر دا شعري ټولګه له ریښې غني ادبي نمونه ده، چې د پښتو ژبې د نوې شاعرۍ په بحث کې مهم ځای لري. که د دې اشعارو تحلیل ته ادبي ژبه کاروو، نو ویلی شو چې دا غزلونه د عصري تصوف، ولسي رومان، کلتوري طنز او ژور درون‌بينانه احساس انعکاس دي. د ژبې سلاست، د قافیې خوند او د مضمون تنوع دا مجموعه له معمولي شاعرۍ جلا کوي. له حسن پرست پير څخه په تلو تلو کې به ووایو چې د شعر نړۍ بې‌پایانه او ژوره ده، چې د هرې دورې د انسان احساسات، فکرونه او ټولنیزې تجربې پکې ژوندۍ ساتل کېږي. د حسن پرست پير په څېر شاعران د خپلې ژبې د ښکلا او د خپلو کلتوري او معنوي ارزښتونو د ژوندي کولو لپاره مهم رول لوبوي. د صمدي شعرونه نه یوازې د زړه خبرې په هنري بڼه وړاندې کوي، بلخوا د عصر ستونزې، خوښۍ، دردونه او هیلې په یوه ځانګړې ادبي ژبه کې انځوروي. شعر د وخت او ځای له محدودیتونو څخه پورته دی، د انسان د روح ژور اړخ ته لاسرسی لري او د لوستونکي په زړونو کې نوې دنیاوې جوړوي. د صمدي صاحب هنري لفظونه دې نور هم غښتلي او ګوتې دې د ټولنې د ستونزو په حل وښورېږي. امین

د ګل قدر د چا زده

د بلبل یا د بورا زده

په جهان کې به یو یو وي

چې هنر یې د کېمیا زده

ته ښادي کړه غم به زه کړم

ستا خندا زده زما ژړا زده

خلک دې بد کړي زه به ښه کړم

زه (خوشحال) یم زما دا زده

خوشحال بابا علیه رحمه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.