په «لېوه د مېږې په جامه کې» کتاب یو څو خبرې

لیکوال: نبي ستوری

66

زه په دې اند یم چې د انسان شخصیت هېڅ وخت پټ نه شي پاته کېدای، یو کال به یې پټ کړي، دوه، درې حتی څلور؛ خو حتما داسې وخت راځي چې د انسان اصلي څېره خلک درک او وویني. «کوږ بار هېڅ وخت تر منزل نه رسېږي.» هر څومره که له چا سره دوه‌مخیتوب، چل او منافقت وکړو؛ خو یوه ورځ نه یوه ورځ زموږ شوم او ناولي اهداف خلکو ته څرګندېږي، زما په اند خدای‌تعالی به له ډېرو حق‌الله څخه درتېر شي؛ خو د خپلو مخلوقاتو/ انسانانو له احساساتو سره له لوبې کولو/ ناځوانۍ، تر خوږ ګوتې نیولو او زیان‌رسولو نه درتېرېږي. ولې باید د یو چا له احساساتو ناوړه ګټه واخلو؟ ولې یو څوک په سیخ اور ته ونیسو؟ ولې یو چاته په زیان رسولو خوښ شو؟ ولې دومخیتوب وکړو؟ ولې څوک تر خوږ ګوته ونیسو؟ ولې د چا مجبوریت موږ فرصت وګڼو؟ ولې چل و فریب وکړو؟ ایا موږ واقعا د دې لپاره پیدا شوي یوو؟ موږ ولې روغ ژوند نه کړو، چې هم ځان او هم مې بل ته ګټه ورسېږي. په روغ ژوند سره کولی شو، چې خپل درون ارام و راحت کړو، تاسو فکر وکړئ که پورتني ناوړه عادتونه او چارې ترسره نه کړو، څومره به د راحتۍ او ښه ژوند څېښتنان شو. له بده‌مرغه ځينو انسانانو دا مسایل نه دي درک کړي او په یوه ناوړه او سرچپه لار روان دي. د انساني ټولنې په اوږدو کې تل داسې کسان شته چې د ظاهري پاکۍ او نیکۍ تر څنګ، په پټه خپل شوم اهداف پالي. دوی له اخلاقي جامو، ښایسته وینا، ښکلې مسکا او نېکو کړنو پرده جوړوي؛ خو تر شا یې ناوړه ارادې او زیان رسونکي چلندونه پټ وي. دغه ډول اشخاص د “لېوه د مېږې په جامه کې/ په ګوړه کې زهر ورکونکی/ په خوله خوږ، په زړه کوږ” په نومونو پېژندل کېږي. دا اصطلاح زموږ په کلتور کې هم ژورې ريښې لري، چې د منافقت، دوه مخېتوب او فریب داستانونه پکې انځور شوي دي.

په دغه کتاب کې مو هڅه کړې چې د داسې اشخاصو کرکټرونه، د هغوی پېژندنه، ځانګړنې او اغېزې روښانه کړو. دا کتاب به تاسو ته وښيي چې څنګه د ظاهري پاکۍ تر شا پټ منافق اشخاص وپېژنئ، څنګه د هغوی د فریبونو پر وړاندې ځان خوندي کړئ او څنګه په ټولنه کې د اخلاص او رښتینولۍ ارزښت وساتئ.

موخه مو دا ده چې لوستونکي د خلکو په څېرو کې پټ دروغ او منافقت درک کړي، له ښایسته خو درواغجنو خبرو او کړنو نه ځان وساتي او د رښتینولۍ او اخلاص لارې وپېژني.

له تاسو هیله لرو چې دا کتاب په پوره غور، فکر او تمرکز سره ولولئ او له هرې برخې څخه عملي زده کړه وکړئ. په ژوند کې ښایي له ډېرو داسې کسانو سره مخ شئ یا یې ومومئ، چې په ښکلي لباس او خوږو خبرو سره به تاسو غولوي؛ خو د هغوی ریښتینی مخ به یوازې هغه وخت درته ښکاره شي، کله چې د هغوی اصلي ماهیت او څېره درک کړئ.

دا کتاب ستاسو د شعور سترګې خلاصولو او د ژوند په بېلابېلو برخو کې د خلکو د رښتیني څېرې پېژندلو لپاره یو ارزښتناک لارښود دی.

په «توره ارواپوهنه» څو خبرې

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.