ستړې سترګې

شېبه ګهیځ

50

‎ د لمر رڼا د کلي پر خټینو دیوالونو داسې خپره وه لکه د د ستړي ژوند ژوبلې کرښې چې ښکاره کړي. له بازاره کور ته راتلمه. په کوڅه کې مې ناڅاپه حسینه ولیده.
‎ماشوم یې په غېږ کې و، د هغې سپیره مخ، په سترګو کې یې د ژوند د دردونو اندازه له ورایه ښکارېده،  هغه خوشحاله او خندانه نجلۍ، چې د ماشومتوب له ورځې مې پېژندله، اوس د ژوند له دردونو ماته شوې وه.
‎زه ورته ودرېدمه:
‎– سلام حسینې! څنګه یې؟
‎هغې د خفګان نه ډکه موسکا وکړه:
‎– ښه یم… ته څنګه یې؟
‎خو د هغې د سترګو ژوروالی بله کیسه کوله. زړه مې ونه شو زغملی، ورو مې وپوښتله:
‎– حسینې! ته ولې دومره بدله شوې یې؟ څه درپېښ شوي؟
‎هغې اوږده ساه واخیسته.
‎–  اکرم مې خوښ و. دواړه د یو بل غوښتونکي وو، خو پلار مې د سرو زرو غوښتنه وکړه.
‎سترګې مې له اوښکو ډکې شوې. په هیجاني غږ مې پوښتنه وکړه:
‎– او اکرم؟ هغه څه شو؟
‎هغې آسمان ته وکتل، لکه چې د ستورو تر منځ یې د هغه څېره لټوله.
‎– هغه عسکر شو. ویل یې: “زه به تا خپلوم، ته به زما شې.” خو جګړه هغه له ما واخیست… د وطن په خاورو کې یې وینه تویه شوه او زه یوازې پاتې شوم.

‎”د پلار د سرو زرو غوښتنه ملک شیر ومنله او زه د خپل پلار د غوښتونو قرباني شوم.” پر مخ یې اوښکې لارې جوړې کړې.
‎ماشوم یې په ژړا شوه. هغه یې په غېږ کې ټینګ ونیو او د ژړا غږ یې د زړه د ماتېدو انځور نور هم ژور کړ.
‎زه غلې پاتې شوم. د هغې درد دومره دروند و چې زما الفاظ د اوښکو تر څپو لاندې ورک شول. کور ته چې ورسېدمه مور ته مې وویل:
‎– مورې! د حسینې ژوند مې زړه ټوټه ټوټه کړ. ولې د یوې نجلۍ برخلیک د نورو په لاسونو تړل کېږي؟
‎مور مې په غمجن غږ وویل:
‎– لورې! زموږ په ټولنه کې د نجونو مینې اکثره د پيسو په بدل کې ورک شي.
‎شپه وه، د کړکۍ تر څنګ ولاړه وم، د اسمان شین رنګ د حسینې د شنو سترګو هغه غمجن انځور مې مخې ته راوړ. حسینه د خپلې مینې، د خپلې ځوانۍ او د خپلې خوښۍ قرباني شوه.  هغه یوازې نه وه؛ د هغې غمونه د کلي د ډېرو نجونو درد و. د مینې، د ماتو ارمانونو ، د پلار د غوښتنو دروند بار او د ژوند سختۍ لکه هغه تیاره اوږده کوڅه چې هیڅ رڼا پکې نه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.