پيغمبر د جبران خليل جبران شهکار اثر د بشر په تاريخ کې ګڼ داسې نومونه را يادوي چې د خير پيغامونه لېږدوي. په پښتني ټولنه کې هم داسې کسان شته چې د ټولنې د جمعي ذهنيت د بدلون لپاره ارزښتمن پيغامونه لري او په دې کې يو هم بې له شکه لوی شاعر او ليکوال پير محمد کاروان دی.
د شنه غمي واله جلکۍ ناول د لوست پر مهال لوستونکی داسې فکر کوي چې د کمو درجو درلودونکو متلاقي هندارو په مېنځ کې د ځان، ټولنې او طبيعت ګڼو تصويرونو او رنګونو ته حيران دريان ولاړ دی. بس هر لوری تصويرونه دي، تنوع ده، د پنځکدې د مختلفو زاويو تجلاوې دي او دې هر څه يو مغلق اکوسيستم تشکيل کړی.
انشټاين ويلي و چې د طبيعت ژوره مطالعه مو په ښه توګه پوهولی شي. د کاروان صاحب ناول د طبيعت پرانيستی کتاب دی. دا کتاب کله د نوراني ښوونکي په لاسونو کې وي، کله د غرڅنۍ په تصوراتو کې او کله هم د راوي په رحيل کې. دلته د طبيعت هر جز، خيال او هندارې غږېږي او دا هر څه لکه د انساني ټولنې افراد.
ادبيات او تاريخ يو له بل سره نه شلېدونکې اړيکې لري خو په ادبياتو کې ځينې وخت داسې مسايل هم مطرحه کېږي چې د واقعيتونو خلاف خلکو ته دوکه ورکول کېږي او زموږ د معاصر ادب او تاريخ دواړو لمنې له همداسې پوچو خبرو ډکې دي. لوی ليکوالان له سياسي جريانونو په څنګ تېرېږي که نادودې يې بيان نه کړي، د تبليغ وسيلې خو يې هيڅ نه کېږي. موږ د کاروان صاحب په ناول کې داسې څه نه حس کوو چې هغه دې د واقعيتونو خلاف وي بلکې د ټولو جريانونو بيان په غير مستقيمه ژبه شوی. دلته که ستاينه وينو نو د غره او ځنګله ښکلاګانې ګورو، که همت ګورو يو بې ډلې ټپلې اوښبه مو مخته ولاړ وي، که مينه، عاطفه، مېړانه ګورو د يوې اطرافي جينۍ په سترګو کې څرکونه وهي او که ظالم وينو نو له بل کلي راغلی ښکاري دی.
د شنه غمي والې جلکۍ په لمنه کې د افغاني ټولنې د اساطيرو رنګ، فلکلور، طبيعت، اجتماعي ژوند، معاصر تاريخ او هر هغه څه وينو چې په ټوليزه توګه زموږ په جغرافيې، تاريخ او عصر پورې اړه لري. د دې هر څه باوجود په ناول کې مذهبي او عرفاني درسونه هم په نوي او ګټور انداز زده کوو. غرڅنۍ ته د نوراني ښوونکي په تسليت کې لولو«… الله تعالی پر موږ او تاسو تر مېندو نه هم په کرتو کرتو مهربان دی. کله چې مونږ پر الله ګران شو نو لوړې درجې راکوي…»
په ناول کې د طبيعت او انسان د متقابلو پېچلو اړيکو په رموزو پوهېږو، ځنګل وهل کېږي، سېلاب کلي او کروندې وړي…
غرڅنۍ ته د مور نکل هم اساطيري رنګ لري او هم فلکلوريک.
د کاروان صاحب په شاعري کې هم تر ټولو زيات رنګونه د وطن د طبيعي منظرو دي. په دې ناول کې هم موږ د خپلې خاورې نامشخصې سيمې وينو او هر چا ته د خپل تصور مطابق يوه سيمه ور يادوي. « د غرونو لرې څوکې په واورو پټې وې. له لرې داسې ښکارېدې لکه له آسمان سره چې لګېدلې وې، لکه د آسمان تک شين رنګ چې د واروينې څوکې له تک سپين سره د ښکلا مسابقه کوي…» دا هر څه موږ ته د وطن د مختلفو سيمو تصويرونه را تداعي کوي، لکه په ژمي کې چې له خوسته د ځدراڼو غرونه او اسمان ګورو…
ناول په رياليستيکه او سمبوليکه بڼه د کيسو/ کيسې بيان کوي. د غرڅنۍ، ښوونځي، نورجمال، نوراني ښوونکي، اوښبه غمي، مينې…په ارتباط په شويو خبرو کې واقعي او حس کېدونکې ټولنه مطالعه کوو خو د غرڅو د ښکار او ځنګل وهنې نکلونه سمبوليکه بڼه لري چې اساطيري سيوری هم پرې ښکاري. په لومړي نکل کې لولو چې يو ښکاري نارينه غرڅه ښکار کوي، غرڅنۍ ټپي کېږي او بيا دا ټپي غرڅنۍ له رغېدو وروسته د طبيعت او انسان د درملنې کار کوي. د انتقام او ورانۍ اراده نه لري، يوازې د ځان د دفاع په موخه د ښکرونو په جوړولو کې له پښه کومک غواړي. د دې غرڅنۍ، غرڅه او کبليو کيسه د يوې ټولنې تصور را کوي. موږ په خپله ټولنه کې ګڼې داسې پېښې وينو چې يو چا ته څوک ضرر وررسوي، د ضرر دا پرهر بيا پسې خوړين شي او له دې خوړينوالي بيا ټوله ټولنه مکروبي شي خو غرڅنۍ باوجود د دې چې فولادي ښکر پيدا کوي، بيا هم د دوښمن لېوه زړه نه پرې را باسي بلکې د ماشومانو خيال يې ساتي. هغه انسان چې غرڅه يې ترې واخيست، په بدل کې کيميابوټي او سوما ورته راوړي او د غره هغه لوړه څوکه چې ورختل ستونزمن دي، د بديو او دوښمنيو په زينو څوک نه شي ورختلی بلکې يوازې د همت، خواخوږي، ترحم او د نورو د اسوده کولو په تکل مېړني ورخېژي. دا سمبوليک نکل موږ ته دا راښيي چې واقعي ارزښتونه نور څه دي او موږ په بل څه غره يو.
وهل شوی ځنګل د يو هيواد سمبول دی چې د مرغانو پاچا پکې د انساني ټولنې د پاچا په څېر وينو. په دې ځنګل کې پاچا مهربانه دی، د وچې شوې چينې، لغړ ځنګل، د مارغانو د ځالو ورانېدو غم له ټولو سره شريکوي. پاچا د کونګ په مظلوميت او ګوشه نشيني کې هم حکمت ويني. دا کيسه د حاکم او رعيت تر منځ رابطه په ښه شان بيانوي. په يوه ټولنه کې هيڅ فرد بې ارزښته نه دی او هيڅوک له ژونده، له خبرې، له مينې… د محرومۍ لايق نه دی. موږ کونګ په بد شګوم يادوو خو دلته يې د ښېرازۍ او بقا د سمبول په توګه وينو.
د ناول دوه مهم کرکټرونه غرڅنۍ او نورجمال يو له بل سره پټه مينه لري خو په دې مينه هيڅوک هم نه خبرېږي، بالاخره دا موضوع د نوراني ښوونکي له لوري را پورته کېږي. موږ په زياتره ناولونو کې د مينې فجايع وينو چې زياتره يې د ټولنيز نظام د ګډوډۍ باعث ګرځي خو د کاروان صاحب په ناول کې موږ د مينې د يو داسې جهان ننداره کوو چې اتلان يې له داسې دوه لارې يو و بل ته رسي چې کليوال، خپلوان او ټول کائينات پرې وياړي، نه دا چې د پيغمور او بدمرغيو په نتيجه کې يو و بل ته رسي.
دا ناول دې لوستونکي يوازې د ادبي ذوق خړوبولو په موخه نه لولي بلکې خورا ګڼ او ارزښتمن پيغامونه لري. نوراني ښوونکی د خپلې ټولنې آينده د اخلاصمند تدريس په رڼا کې ويني. د توقع خلاف کوچی په خپلو لوڼو وياړي او تحصيل پرې کوي، له اطرافي ژونده يوه نابغه ډاکټره د رنځورانو شفابخشه جوړېږي. نورجمال د نوراني نقشو پلي کولو ارمان پوره کوي.
ناول په داسې عاطفي انداز ليکل شوی دی چې هر حساس لوستونکی به خپل ځان په هغو صحنو کې شريک محسوسوي چې په ناول کې د فلمي صحنو په څېر تېرېږي، د غرڅنۍ د مور له مرګ سره به کوم ډبرزړی د غم اوښکې نه بهوي. د غرڅنۍ او نورجمال له يو ځای کېدو سره به بيا د کوم بې عاطفي زړه د خوښۍ اوښکې نه څاڅي؟!
د ناول تخنيکي اړخونه هم خورا ګڼ دي، عاطفي او شاعرانه ژبه، د طبيعت تصويرونه، د خيال او تصور دنيا، د خوب جنتي ماحول … او د دې هر څه هنري بيان تشريح کول، يو بېل کتاب خبرې لري.
د ناول د کرکټرونو د نومونو انتخاب هو بهو لکه د متنونونو عنوانونه. د هر کرکټر ژوند د هغه د نوم مطابق مخته ځي يا د هر کرکټر ژوند د هغه نوم تشريح کوي. غرڅنۍ د حکمت لوړې څوکي ته رسي، نوراني ښوونکی د علم او معرفت نور خوروي، د غمي د لاس تڼاکې او د خولې خبرې مرغلرې دي، مينه د مينې سمبول، نور جمال د غرنۍ ساحې د روښانه آيندې نقشه جوړوي… د اوښبه د لورګانو نومونه غرڅنۍ، مماڼه او روغتون نوم… هم داسې وګڼئ.
په ناول کې د ماشومانو ويده کولو لپاره د للو، للو سندرې د فلکلور برخه جوړوي خو دا د نورو له ژبو نه بلکې د کاروان صاحب پنځونې دي.
د کتاب متن داسې شاعرانه او روان دی، لکه د خوږو اوبو سيند، لکه د شاتو او شيدو وياله. ځيني ځايونه خو لا بشپړې مصرعې هم پکې لولو… ګوړه چې له هرې ډډې وڅکې خوږه وي (حمزه بابا)… تر منځه مو يو خدای دی، دې خوا زه يم، آ خوا دی دی ( کاروان صاحب).
د کاروان صاحب په اړه به سړی نور څه ووايي؟ خو دا خپله مصرعه يې په اړه صدق کوي: « دا سړی شاعر نه دی، عطار د ګلابونو دی» دا ځل يې د نثر د عطرينو ګلابونو داسې غنچه صحنې ته راوړه چې هم خوشبويي لري، هم پند. هم واقعي کيسې لري او هم د خيالي دنيا نندارې، هم مو په خدای ج باور زياتوي او هم همت راښيي…
…
يادونه: د کاروان صاحب نوی چاپ شوی کتاب مې تېر مازيګر له روښان صاحب واخيست، په نيمه ورځ کې مې بشپړ ولوست، دا ليکل مې هم په ډېر هيجاني حالت کې کړي نو تېروتنې به خامخا لري ځکه د کتاب له لوستو سره لوستکی بيخې بېل کيفيات محسوسوي او طبيعي ده چې په احساساتي حالاتو کې د عقل مراندې شلېږي. هيله ده چې دا ناول زموږ نسل په ښه ډول ولولې، د وطن او ټولنې جوړېدو پيغامونه ترې واخلي، د همت او مېړانې لارې پکې درک کړي، د طبيعت د ورانۍ او ويجاړۍ غږ پکې محسوس کړي. د خير او شر لوري ترې معلوم کړي او د ژوند د بدلېدو لپاره عملي نقشې ترې سازي کړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.