د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د اسیا جام په لومړۍ لوبه کې هانګ کانګ کرېکټ ملي لوبډلې ته ماته ورکړه

51

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د اسیا جام په لومړۍ لوبه کې هانګ کانګ کرېکټ ملي لوبډلې ته د ۹۴ منډو په توپیر ماته ورکړه.

په دې لوبه کې افغانستان د پچې په ګټلو لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه.

هانګ کانګ لوبډلې په دویمه پاڼې کې د خپلو نهو لوبغاړو په سوځېدو په پوره شلو اورونو کې ۹۴ منډې وکړې او لوبه یې افغانستان ته د نیمايي منډو په توپیر وبایلله چې د هانګ کانګ له لوري بابر حیات تر ټولو لوړې ۳۹ منډې ترسره کړې.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د افغانستان له لوري فضل حق فاروقي او ګلبدین نایب ۲ـ ۲، لوبډلمشر راشد خان، نور احمد او عضمت الله عمرزي یوه یوه وېکټ ترلاسه کړه او هانګ کانګ لوبډلې ته یې اجازه ورنه کړه چې هدف ته ځان ورسوي.

په لومړۍ پاڼې کې د افغان لوبډلې په ګټه صدیق الله اتل په ۵۲ توپونو ۷۳، عظمت الله عمرزي په ۲۱ توپونو ۵۳ او محمد نبي په ۲۶ توپونو ۳۳ منډې جوړې کړې او تر نورو توپوهونکو یې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

د هانګ کانګ له لوري ایوش شوکلا او کېنچېت شاه دوه دوه افغان لوبغاړي وسوځول او تر نورو ښه وځلېدل.

سبا د اسیا جام په دویمه لوبه کې متحده عرب امارات د هندوستان کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته وځي.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.