روژه او اختر هم سیاسي شول!
ممبر د دین ساتنې ځای او د اعتبار وړ مرجعه بلل کېږي.
له بده مرغه نن لیدل کېږي چې د اسلام دین له ممبر څخه مخ په نړېدو ده. مسلمانانو کې د بېلابېلو مذاهېبو ډېرېدل لامل د دې شوی تر څو اختلافات او کرکه خلکو کې ډېره شي. کله چې په یوه دین کې بېلابېلې عقیدې او تفسیرونه پیدا شي همدا خپله مسلمانانو کې واټن زېږوي چې له بده مرغه دا واټن زېږېدلی او له خلکو قرباني اخلي.
ځینې وخت دیني علما د ځان خلاصون لپاره دا وايي چې اختلاف د علماوو د الله رحمت دی. خو نه داسې نه ده چې دیني علماء یې وایي،دوی ځانونه خلاصوي.که چېرته په اساسي ډول ورته وکتل شي نو همدا اختلاف لامل د دې شوی چې مسلمانانو کې کرکه پیدا کړي او همدا پیدا شوۍ کرکه په دښمنیو بدله شوې ده. د مسلمانانو خپل منځي اختلافات او هغه هم د دین او مذهب په نوم سره بې باوري ډېره کړې ده. نن لیدل کېږي چې د هر باور او مذهب دیني علماء دومره په خپله عقیده ولاړ او پرې ټینګ دي چې د مسلمانانو بې باوري د دین پر وړاندې پیدا کوي.
د هر مذهب علماء د ممبر له لارې هغه څه خپروي چې د ده په تفسیر سم وي خو هېڅکله دا نشي منلی تر څو د اختلافي موضوع د حل لپاره له نورو سره پرې بحث وکړي .کله چې ممبر کې اختلاف پیدا شي او د ممبر چلونکي یا هم دیني علماء سره جوړ نه راځي همدا په خپله خلک سره وېشي او د خلکو وېش په ډېره اسانه او ټيټه بیه دښمن ته لاره خلاصوي تر څو له دوی څخه سرباز ګېري وکړي او یو د بل پر وړاندې یې سره وجنګوي.نن لیدل کېږي چې مسلمانان د پردیو ګټو لپاره یو بل سره وژني او هر څه یې د پردیو په ولکه کې دي.نن مسلمانان د نړۍ په کچه منزوي شوي خلک دي چې خپل انساني ارزښت یې د دیني علماوو د غلطو تفاسیرو له وجې له لاسه ورکړی دی.
نن مسلمانان تر هر چا وروسته پاتې،په ناخوالو کې راګیر او د پردي فرمان سره خپل خلک ورته په نښه کوي. نن لیدل کېږي چې د دین هره برخه د سیاسیونو د لوبو ښکار ده او هغه څه د دین پهً نوم پر خلکو مني چې د دوی حکومتولې ته پکې ګټه وي. د خپلو ګټو لپاره د ممبر له لارې یو د بل مذهب تکفیروي او د خلکو د وژلو حکم صادروي. یوه ډله جعفریان مشرک بولي او د وژلو فتواې د خپل اقتذار لپاره صادروي او بله ډله بیا سنیان او بله یې وهابیان او داسې نور خو چې ګټې یې مشترکې شي بیا همدا د دین سوداګر یو بل ته غېږه ورکوي .
هېره د نه وي چې هر څه مو قسمت ته سپارلي وو او نن خپل قسمت مو ژړوي.
!د روان وضعیت لاملین خپله افغانان دي
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.