طالبانو د کورنیو چارو وزیر وزیر سراج الدین حقاني د پاکستان وروستیو هوایي بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې د غچ اخیستنې جذبه نه لري، خو له پاکستانیانو یې غوښتي چې د “ړندو بمباریو” مخه ونیسي. نوموړي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په کابل د یوه روغتون د قربانیانو خاورو سپارلو غونډه کې وکړې .
حقاني وویل چې طالبان د جګړې توان لري او په دې برخه کې “کمزوري” نه دي، خو نه غواړي چې د دوو مسلمانو هېوادونو ترمنځ وضعیت بحراني شي. هغه په ټینګار سره وویل: “موږ د پاکستان پر وړاندې د انتقام او غچ اخیستلو جذبه نه لرو” او زیاته یې کړه چې اوس هم د پاکستان پر وړاندې ښه نیت لري.
د کورنیو چارو وزیر د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې د “بشپړ احتیاط” څخه کار اخیستو خبره وکړه او ویې ویل چې اجازه باید ورنه کړل شي چې د دوو مسلمانو هېوادونو ترمنځ ورورولي ګډ وډه شي. هغه پر پاکستانیانو او مذهبي عالمانو غږ وکړ چې د دغسې “ړندو بمباریو” مخنیوی وکړي چې په افغانستان کې ملکیان په نښه کوي.
حقاني د کابل پر روغتون هوایي برید “د شرم وړ” وګاڼه او پر بشري حقونو بنسټونو یې غږ وکړ چې د ورته پېښو بې پرې او رڼه څېړنه وکړي .
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې پاکستان پرون شپه د کابل په یوه روغتون هوایي برید وکړ. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قاني ویلي چې په دغه برید کې ۴۰۸ کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان دي. خو پاکستان بیا دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د دوی بریدونه په ننګرهار او کابل کې د “ملېشو پر پوځي تاسیساتو” شوي دي .
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ د دې برید د شفافې څېړنې غوښتنه کړې او په سیمه کې یې د اوربند غږ کړی دی .
ډیری افغانان د حقاني دې خبرو هک پک حیران کړی دي چې د خپلو خلکو وژلو ته خو مو جذبه لرله او د پنجاب د تیري او د دې وروستي جنګي جنایت پر وړاندې د انتقام جذبه نه لرئ، داسې نه چې د کاسې لاندې نیم کاسه وي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.