د اسلام لومړی وياند حضرت جعفر طیار (رض)

ليکنه: ماسټر حسیب الله وحدت

53
حضرت جعفر طیار د حضرت محمد ﷺ د باغچې له هغه لومړنیو اصحابو کرامو رضوان الله علیهم اجمعین څخه شمیرل کیږي چې تر هر څه دمخه د اسلام د مبارک دین له شرافت څخه برخمن شو.
لکه څرنګه چې حضرت علي کرم الله وجهه په ماشومانو کې لومړی د پیغمبر ﷺ د رسالت تصدیق وکړ؛ جعفر طیار هم د بصیرت او پوهې څیښتن حضرت علي بن ابی طالب ورور د خپل تره زوی محمد ﷺ بن عبدالله د سپڅلي او مقدس رساالت تائید او تصدیق وکړ او د خپل پوخ یقین په لرلو سره دې، میړني او مبارز نازولي صحابي د اسلامي شريعت د اشاعت لپاره نه ستړي کيدونکې قربانی ورکړلې، البته داسې قربانی چې اسلامي تاريخ کې د ليکلو په هدف د قلم له سترګو اوښکې بهيږي او د قلم ژبه یې د ليکلو له بیان سره له غريو ډک آوازونه بدرګه کوي.
خو دا يوه افسانه نه بلکې د حقيقي زنده ګی هغه صحنه ده کله چې حضرت محمدﷺ د بعثت په پنځم (۵) کال چې د (۶۱۵) ميلادي کال سره سمون لري د مسلمانانو یو سلو یو(۱۰۱) کسیز ټولي ته( چې ۸۳نارينه او ۱۸ ښځينه وو) د حبشې مقام ته د تللو امر وکړ، له امر سره سم اصحابو کرامو ځانونه چمتو کړل.
 او د حبشې(اوسنی ایتوپیا) په لور چې د مکې معظمی له ښار څخه (۱۰۰۰ – ۱۲۰۰) کیلومتره لرې د سره سمندرګي(چې د دواړو غاړو ترمنځ یې ۱۳ ساعته لامبو وهل کیږي) هاخوا موقعیت لري سفر وکړ.
حبشې ته په رسیدو سره ددوی ځانګړی قدردانی وشو او ددوی د اقامت لپاره شرایط چمتو شول، خو له څو اونيو وروسته مشرکین چې د اسلامي دین له حقانیت او سپېڅلتيا په ویره کې وو، نو ېې د حبشې مقام ته د خپلو استازو په ليږلو سره ددې هیله درلوده چې دوی ته مهاجر اصحاب کرام وروسپارل شي.
 په همدې نيت یې خپل دوه کسیز استازی عمر بن العاص او عبدالله بن ابی ربیعه د حبشې مقام ته وليږلو، تر څو د مشرکینو دا هیله او آرزو د څو قیمتي تحفو په ډالی کولو سره پوره شي، ځکه مشرکینو د خپل ذکاوت، پوهې او حق پالونکي فکري خوځښت څخه د قناعت هغه څه نه درلودل چې له اسلامي شريعت سره د مقابلې لپاره یې د ځان په دفاع سره وړاندې کړي.
چا د پادشاه دربار ته خبر راوړ چې د مکې معظمی څخه یو استازی د عمرو بن العاص بن وائل حبشي په مشری راغلی او غواړي چې د پادشاه سلامت سره وویني؛ پادشاه اجازه ورکړه د مشرکینو د ليږل شوې ډلې مشري عمرو بن العاص په ډیر تعظیم سره، سر ښکته دربار ته دننه شو، له روغبړ وروسته یې د پادشاه په وړاندې د راليږل شويو اصحابو کرامو د بیرته ستنولو او دوی ته د سپارلو په اړوند داسې بیان وکړ:
(پاچا سلامت! زموږ له قوم څخه یو شمېر ناپوهه ځوانان ستا هېواد ته راغلي دي.
هغوی د خپل قوم دین پرېښی دی او ستا دین ته هم نه دي داخل شوي.
دوی یو نوی دین جوړ کړی دی چې نه موږ پېژني او نه تاسې.
د ددوی د قوم مشرانو موږ درلېږلي یو چې هغوی بېرته موږ ته وسپارئ، ځکه چې د خپل قوم د مشرانو او کورنیو په منځ کې یې ستونزې راولاړې کړې دي)
په دې ټکو سره عمر بن العاص د حبشې پادشاه نجاشي په وړاندې خپلې خبرې پای ته ورسولې.
عمر بن العاص له دريو لارو غوښتل ځان هدف ته ورسوي لومړی دا چې مسلمانان د شر او جنجال جوړوونکو په توګه معرفي کړي ترڅو څوک ورته د خونديتوب زړه ښه نه کړي. دوهمه دا چې د دربار د مشرانو ملاتړ د ځان لپاره ترلاسه کړي (ځکه هغوی ته یې ډالۍ ورکړې وې) ترڅو د مسلمانانو په وړاندې مشترک خوځښت رامنځته کړي. او دریم دا چې نجاشي قانع کړي چې هغوی بېرته دوی ته وسپاري.
خو نجاشي چې د ځانګړې وړتیا برخمن و نو ډیر تعجب کې شو چې ددې خبرو برعکس ما خو څه ترې نه اوریدلی او نه ليدلي، نو په بیړه یې وویل ترڅو مې چې د دوی خبرې نه وي اوریدلي تر هغې یې تاسې ته نه سپارم.
نجاشي دربار ته د اصحابو کرامو د داخلیدلو امر وکړ، له وینا سره سم اصحاب کرام د اسلام لومړي وياند حضرت جعفر طیار (رض) په مشری دربار ته دننه شول.
نجاشي ورته د عمر بن العاص ټولې خبرې واورولې او دوی ته یې وویل دا کوم دین دی چې چې نه زموږ دین دی او نه هم د نړی پخوانيو اديانو کې د کوم بل چا دین؟
جعفر رضي الله عنه داسې وویل:
 پاچا سلامت! موږ یو داسې قوم وو چې په جاهلیت کې مو ژوند کاوه؛ دبتانو لمانځنه مو کوله، حرام مو خوړل، بد کارونه مو کول، خپلوي مو پرېکوله، له ګاونډیانو سره مو بد چلند کاوه او زورور به مو کمزوری خام خوړ؛ تر دې چې الله تعالی زموږ په منځ کې یو رسول راولېږه، چې موږ د هغه نسب، رښتینولي، امانت او پاکي پېژنو.
هغه موږ دې ته راوبلل چې یوازې د الله عبادت وکړو او هغه بتان پرېږدو چې موږ او زموږ پلرونو لمانځل.
هغه موږ ته د رښتیا ویلو، امانت ادا کولو، د خپلوانو پاللو، له ګاونډیانو سره د ښه چلند، د حرامو کارونو پرېښودلو، د وینو تویولو بندولو او د بدو کارونو د پرېښودلو امر وکړ، هغه موږ ته د لمانځه، زکات او روژې امر وکړ.
موږ پرې ایمان راوړ او د هغه پیروي مو وکړه؛ نو زموږ قوم موږ ته عذابونه راکړل، تر څو موږ بېرته د بتانو عبادت ته راوګرځوي، کله چې هغوی پر موږ ظلم زیات کړ، موږ ستا هېواد ته راغلو، ځکه ستا د عدالت په اړه مو اورېدلي وو، او هیله مو درلوده چې دلته به پر موږ ظلم ونه شي.
وروسته نجاشي وویل:
ایا له هغه څه څخه چې ستاسو پیغمبر راوړي، څه تلاوت کولای شئ؟
نو جعفر رضي الله عنه د قرآن کریم د سورة مریم آیتونه ولوستل،کله چې جعفر بن أبي طالب د حبشې د پاچا نجاشي په دربار کې د سورة مریم آیتونه تلاوت کړل، نو نجاشي او د هغه عیسوي علما ډېر متأثر شول او تر دې چې له سترګو يې اوښکې روانې شوې.
وروسته نجاشي داسې وویل:
إِنَّ هَذَا وَالَّذِي جَاءَ بِهِ عِيسَى لَيَخْرُجُ مِنْ مِشْكَاةٍ وَاحِدَةٍ
یعنې:
په الله قسم! دا خبرې او هغه څه چې عیسی علیه السلام راوړی، له یوې سرچینې (یوې څراغخانې) څخه راوتلي دي.
بیا یې د قریشو استازو ته وویل:
لاړ شئ! په الله قسم زه به دا خلک هېڅکله تاسو ته ونه سپارم.
او مسلمانان یې په خپل هېواد کې خوندي اعلان کړل.
د جعفر طیار (رض) له دې بې سارې ویاندویی څخه نه یوازې ددوی په وړاندې د دوښمنی خطر کم شو بلکې همدا وېره په یوه داسې امن بدله شوه چې له ویرې پرته هر نارینه او ښځینه ته سکون او آرامتیا وروبخښل شوه.
بلاخره د هجرت په اتم (۸) کال د جمادې الاولی میاشت کې د موته سترې غزا پر مهال کله چې حضرت محمدﷺ د روم پاچا له لوري د «بصرې» والي شرحبیل بن عمرو غساني ته خپل استازی حارث بن عمير ازادي(رض) ليږلی و، د بصرې والي د مسلمانانو استازی بندي او بیا یې سر مبارک ترې پرې کړ نو حضرت محمدﷺ مسلمانانو ته د خپل (سفیر) د غچ اخېستلو لپاره بصرې ته د لښکر د استولو پرېکړه وکړه، د مسلمانانو دری زره کسيز(۳۰۰۰) لښکر تيار شو، ددوی مشر حضرت محمدﷺ زید بن حارث(رض) وټاکه، بیا پیغمبر ﷺ لښکر ته داسې لارښوونه وکړه: «وه خلکو! که زید شهید شو، بیا جعفر بن ابي طالب وټاکئ، که هغه شهید شو بیا عبدالله بن رواحه (رض) خپل مشر وټاکئ».
موته سیمې ته په رسیدو سره د حضرت محمد ﷺ له لارښونې سره سم همداسې وشول، جګړه ونښته زید بن حارث (رض) شهید شو، بیرغ جعفر (رض) په لاس کې واخیست، په میړانه وجنګېده، د جګړې ډګر ته په رسیدو، له خپل آس څخه ښکته شو، پښې یې ترې پرې کړې، د جنګ شدت لا په زیاتېدو دی، چې ناڅاپه پرې وار وشو او ښی لاس یې پرې شو، نو بیرغ یې کیڼ لاس کې واخیست، چپ لاس یې هم پرې شو، بیا یې بیرغ ونيو او سینه پورې یې ټینګ کړ، تر دې چې د دری ديرشو(۳۳) کلو په عمر ستر هدف(شهادت) مقام ته ورسید.
حضرت محمدﷺ د جعفر(رض) په اړه وفرمايل: «اللّٰه پاک یې دواړه لاسه وزرونه کړل، اوس په جنت کې چې کوم لورته یې زړه غواړي هغه لور ته پرې الوزي» له همدې امله حضرت محمدﷺ د الوتونکي مرغه «جعفر الطیار» یاد وزرو مرغه یا «ذي الجناحین» لقب ورکړ.
دا ليکنه درس راکوي چې حضرت جعفر «رض» د نجاشي پاچا په وړاندې څه له حکمت ډکه وينا وکړه چې نه يې په مشرکینو انتقاد وکړ او نه يې هم د نجاشي په دین اعتراض بلکې دا یې بهتره وبلله چې څرنګه خپل ځان هدف ته نیږدې کړي نو هماغه و چې وینا یې پرته له دې چې غبرګونونه رامنځته کړي، برعکس يې د خپلو مخالفانو په زړونو کې تزلزل رامنځته او د يوې لوېې واکمنی سخت زړونه دېته رانرم کړل ترڅو د سپارلو پرځای ددوی خدمت او پالنه وکړي. په پای کې ویلای شو چې تر ټولو غوره ویاند د اسلام افتخار حضرت جعفر طیار «رض» دی.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.