د ژنیو د ۱۹۴۹ م کال کانوانسیون د لمړۍ فقرې ۵۳ مه ماده په ډاګه کوي چې : « د جګړې غاړې باید د جګړې د موخې په توګه د پوځي او ملکي تاسیساتو او پوځي او ملکي وګړو تر منځ توپیر وکړي ». په ملکي خلکو باندې برید جنګي جنایت دي.
د افغانستان او پاکستان په اوسني جګړه کې پاکستان پوځ په مکرره توګه د جګړې د حقوقي او اخلاقي اصولو څخه سرغړونه کړې ده.
پوځ په پاکستان کي دیر ځواکمن بنسټ دي چي کورنی او بهرني سیاست کنترولوي :
ـ پاکستان پوځ په کور د ننه د یو اقتصادي او سیاسي شبکې په سروالي کې قرار لري چې د فساد او اختلاس د دوسیي په اړه هیچاته د ځواب ویلو مسئولیت نلري.
ـ پاکستان پوځ اسلامي افراطیت او تروریزم د پاکستان د بهرنی سیاست د یو لاسوند په توګه کاروي.
راځې چې د پاکستان د پوځ د فساد او اختلاس دوسیی ته پام واړو. د هغه په رنا کې دا روښانه کیږي چې ولې پاکستان پوځ د جګړې د اخلاقي اصولونه په سرغړونه د معتادینو د ساتنې په مرکز بریدونه وکړ.
د پاکستان د پوځ د جنرالانو د فساد او رشوت حساس موضوع، هم د پاکستان دننه او هم په نړیواله کچه د څېړونکو، ژورنالیستانو او سیاستوالو له خوا راپور شوې ده. پوځ د ا اقتصادي ځواک په توګه د شفافیت نشتوالی له کبله په فساد ککړ دي.
پاکستاني جنرالان د یو اقتصادي امپراتوري په سروالي کې قرار لري چې په کې لاندې ګڼ اقتصادي بنسټونه شامل کیږي :
Pakistan Army ـ
Fauji Foundation ـ
Army Welfare Trust ـ
Defence Housing Authority ـ
یادې ادارې په بانکدارۍ، ساختماني چارو، صنعت، او کرهنه کې پراخ فعالیت لري.
Land Allotment Scandals–
دا د ځمکو وېش اداره ده. په پاکستان کې پوځیان ډېر ځله ارزانه یا وړیا ځمکې ترلاسه کړې او وروسته یې په لوړه بیه پلورلي.
د پروېز مشرف د واکمنۍ پر مهال فساد په لوړه کچه رامنځته شوې و. د نمونې په توګه دلته د پوځ پخواني ویاند او د لمړي وزیر مشاور جنرال عاصم سلیم باجوه چي د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز د اداري مشر وو د فساد دوسیي خلاصوو :
پاکستاني خبریال احمد نوراني د جنرال عاصم سلیم باجوه او د هغه د کورني مخ پر ودې کار او بار په هکله د « فیکت فوکس » په انټرنټ پانه کې یو څیړنیز رپوت خپور کړې دي. په دغه راپور کې ویل شوې چې د ۲۰۰۲ م کال د مخه د عاصم سلیم باجوه، د هغه د میرمني، زامنو او ورونو په نوم کوم کار او بار نه وو. په وضعیت کې هغه مهال بدلون راغی چی نوموړی د پاکستان د پخواني ولسمشر او لوی درستیز پرویز مشرف د دفتر چارو آمر وتاکل شو. احمد نوراني په خپل راپور کې لیکلی دی چی د باجوه میرمن په امریکا، عربي اماراتو او کاناډا کې اتکل ۲ سوه ملیون دالر پانګونه کړی، خو عاصم باجوه د خپلو شته منیو په لیست کي لیکلي دي چي ده او میرمن یي له پاکستانه د باندي کومه پانګونه نده کړي.
د احمد نوراني په خبره د عاصم باجوه زوی هغه مهال د کان کیندنې یو شرکت پرانیست چې پلار یې په بلوچستان کې د لویدیځې قوماندې، قوماندان وو. د عاصم باجوه ورورهم یو شرکت پرانیست.
په راپور کې راغلي چي د باجوه د میرمني په شمول د هغه د کورنۍغړي د « باجکو تیلي کام » او « فاسټ تیلي کام » د شرکتونو مالکان دي. د راپور له مخي دغه شرکتونه د پاکستان د مالیاتي چارو د تنظیموونکي اداري سره راجستر ندي خو دیر عواید لري.
احمد نوراني دا هم ویلي دي چي کله باجوه په بلوچستان کي دڼده درلوده ، نو هغه مهال یي کورنۍ په امریکا کي د لس ملیونه دالرو پانګونه وکړه.
نوراني د خپل راپور په پاي کي دا پوښتنه راوړاړه کړي چي د شرکتونو د پرانیستلو او پانګوني له پاره دومره پیسي له کومه شوي ؟
عاصم منیر باجوه یوازینی جنرال نه دی چې په فساد تورن دی. د پوځ ګنشمیر لوړ پوړي افسران په فساد، رشوت او اختلاس تورن دي. ملکي ادارې نشي کولی پوځ په اسانه وڅاري. هیڅ فاسد جنرال محاکمه ندی شوي.
د پاکستانی پوځ لپاره د بهرنیو شتمنیو (مالیاتو، بانکونو، شرکتونو، جایدادونو) کره او رسمي شمېر نشته، ځکه دا معلومات اکثره پټ ساتل کېږي او بشپړ شفافیت نه لري. خو د بېلابېلو څېړنو، راپورونو او اټکلونو له مخې یو عمومي انځور داسې ښئي :
ځیني نړیوال او سیمه ایز شنونکي اتکل کوي چې د پوځ اړوند سوداګریز امپراتورۍ ارزښت د ۲۰۰ ملیارد دالرو تر ۵۰۰ ملیارد دالرو پوري رسیږي . خو د دغه شتمني سر سره پاکستاني جنرالان د ګدایی کجکول په غاړه بهرنیو هیوادونو او نړیوالو اقتصادی بڼستونو پسي سرګردان ګرځي.
افغانستان په خپل ګاونډ کې د یوې دولتي ترهګرې ډلې سره مخ دی چې د خپلې اقتصادي امپراتورۍ د ساتلو لپاره نه د ښه ګاونډیتوب اصولو ته ژمن دی او نه هم ځان د جنګي اخلاقو او نړیوالو قوانینو د معیارونو په رعایت مکلف ګڼي.
د معتادینو په روغتون کي بمباری باید د همدغه واقعیت په بنسټ وکتل شي.
۱۷/۰۳/۲۰۲۶
« پاي »
اگر جنگ با پاکستان خوب مدیریت شود ټجزیه پاکستان محتمل خواهد بود
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.