د ولو منځ کې یې بېدریغه لغته راکړه، پړمخ ولوېدم، مخ مې د جالۍ دروازې ته په اړم شوو سیمټي بلکو را وڅښېده، لکه د اور لمبه چې ترې را تاوه شوې وي، یوه څړیکه یې مغز ته را ورسوله، لکه نیمه ککره مې چې رانه پورته شوې وي، داسې درد مې تېر کړ چې د مور شیدې مې په حلق کې حس کړې. په ځمکه خښ مېخ مې په زنګون خدای وهلي کې بوټ ننوت. پلاستکي بوجۍ مې د دروازې په سیخانو کې پیچ وخم شوه. ما به نو د کوم درد احساس کړی وای؟ کوم اندام به مې ږرولی وای؟ ما به نو د کوم ټپ له لاسه اخخخخخخ ویلي وای؟ ما مې لا په ورغوي کې خښې شوې د ډبرو وړې ټوټې نه وې راوېستلې چې په غوږ کې مې د بنننننګ غږ انګازې وشوې. په سترګو مې توره شپه شوه. و خدای وهلیه! چوپ فروشه! ستا په سپېړه کې لا څومره زور و.
د کالیو څنډلو ته مې اړتیا نه وه، دوړې او خاورې خو مو لکه د مار غوندې د خوراک برخه ګرځېدلې وه. یوازې مې په سختۍ له درېدو سره په بوجیو کې د ټیمانو کړنګا اورېدل کېده، نور نو د چوپ فروش ماما د غاښونو چيچلو او غوړمبېدلو رانه وار پار خطا کړی و. د هغه په لاسو کې مې د تاوشوي ګرېوان ګونځو د ستوني رګونه زندۍ کړي ول. ساه مې ډېره په سختۍ اخیسته، لکه دا مې چې د ژوند د پای ورځ وي. خو له یو متر شاته غورځېدو سره مې د ملا هډونه د پاخه سړک له ولاړو لنډقدو دېوالونو سره ولګېدل، لکه ښیښه چې ماته شي، کړپا یې وکړه؛ خو تر زندۍ په څو چنده ښه را ته اېسېدله.
ما خدای وهلي پوډري، معتاد، د پلار نا اهله اولاد، د خلکو د خبرو او غلاګانو د خوشې تشې تورونو ازلي دلته څه غوښتل؟ خو یوازې د پیپسۍ خالي بوتل مې د ده له چوپ پروشۍ راپورته کړی او بوجۍ ته اچولی و، کاش دا مې هم نه کولی. لا مې ګام نه و اخیستی چې د خدای دا ظالم راپېښ شو.
دا یوه نومونه ده، ما داسې وهل، د ناحقې ټکول او رټل خوړلي او لیدلي چې هر یو به مې د لحد تر لاندې هم له یاده و نه وځي. زما اعتیاد داسې و لکه د ټولې ټولنې بدبختۍ چې به زما په تقدیر پورې ګنډه شوې وي، لکه زما له تګ سره چې د هغې لارې لوی واړه د خدای ج په لوی غضب اخته کېږي، لکه زه چې د ټولو د سر قاتل یم.
ډېر کله به مې له ځان سره ویل چې خدایه جل جلاله! ته خو مې وینې، زه په څه بده اوبا اخته شوی یم، زما د دې ناځوانې ټولنې څو بې ویجدانو په دې عزاب اخته کړی یم. ما خو ځان ګناهګار کړی دی، ما خو په لوی لاس خپله مېرمن په هغه د خټو او نیمه سرپنا کور کې له خپلو ببر سرو دوه لوڼو سره یوازې پرې ایښې. ما مې د مور او پلار حیثیت د لوګیو په کګلېچونو کې دوړه کړی، خو خدایه! زما ځواني هم زما د تېروتنې له لاسه رانه ورکه شوې ده…
په سلګو سلګو به مې وژړل، خپله د ناهیلۍ زندګي به مې مخې او شا ته کړه، د هېڅ درد دوا به مې پکې پیدا نه کړه؛ خو دا چې د خدای کړه ول، له کلونو وروسته پرښتې راغلې، هغه چې موږ به د خپلې کاذبې خوشحالۍ د لرونکې نړۍ د بربادۍ سببین ګڼل، په زور درملنې ته بوتلو.
زما مېرمنې د کاونډیانو ډوډۍ پخولې، ان زما د نشې خرڅ یې هم راکاوه، ځکه مې د نورو په پرتله غلا ته زړه نه کېده. زما له نیولو دوه ورځې وروسته هغه روغتون ته راغله، را ته ویې ویل! زما ګلالیه!
اخخخخخخخخخخخخخخ چې دې کلمې مې زړه څنګه نری کړ، د ژړا غونډاري مې څنګه ستوني ته را ورسېدل. اخخخخخخ خدایه! چې هغه شېبه څنګه لکه موم اوبه نه شوم؟ چې کومې بدبختې ورځې ته خدای ژوند راوانخیست؟
یخ لړزوونکې لورګانې مې د یتیمانو په شان ولاړې وې، وروستۍ زور لیده. چاودې؟ خیرنې، وچې کلکې او لړزانده ګوتې مې د هغوی په وېښتانو کې ور خښې کړې، کاش چې پاس یې نه وای راکتلي. وخخخخخخخخخ د هغوی په سترګو کې د ناهیلۍ یو توپان را الوتی و… زما اوښکې د هغوی پر مخونو را وبهېدې.
خدایه! د دنیا هېڅ سړی د داسې ناچارۍ او نا هیلۍ په رنځ و نه کړوې، داسې منظر یې هېڅ کله سترګو ته و نه دروې. خدایه جل جلاله! زما دا دعاوې قبولې کړه.
له ښې شېبې چوپتیا او له سترګو نه په ستوني کې د راغونډو شویو اوښکو له سڅېدا وروسته مو سره ماتې ګوډې خبرې شوروع کړې. زما شهزادګۍ، خو فقر خوړلې مېرمنې، خپل سر په یو طرف کوګ نیولی و: دا دې په ځان څه کړي ګلابه! دا دې لوستی فکر او عقل شو، تا ولې له روغتونه د تېښتې کوښښ کړی؟ ما ته ډاکټرانو ټوله کیسه وکړه! د خدای روی و منه! زموږ د دې ناچارۍ چاره ګر یوازې ته یه یې، ته را جوړ شه خیر دی، د لورګانو جامې دې د غلبېل په شان ښکاري دي. دا جامې به ته را نوې کړې، دا زما د تناره ډوډۍ به یو وخت ما وسوځوي. نارینه نارینه وي، قربان دې شم، راوګرځه…
له همدې ځایه مې هوډ وکړ، په ځان مې سختې سوختې تېرې کړې، تر پینسل پانک مې غټې ګولۍ هم وخوړې، خو له کلونو وروسته د جوړېدو په درشل کې وم. سبا مې د خارجېدو ورځ وه. که اینې ته درېدلی وای، خاماخا به مې ویلي وای: ای ځواني وګوره، وخخخ مټ او بازو مې وګوره، په لومړي ځل مې په غمبورو کې سرخۍ پیدا شوي…
خو لیکواله! خپه نه شې، ما دې خوب ناارام کړ، ته خو مې ځواني ګورې، تا به فکر کاوه چې څومره ځواکمن او هډور ځوان دی، څه ښه راتلونکی به لري؛ خو زه دا هر څه ځواني او خوښي یوازې د شهیدانو ارامځای ته وړمه. زما ناهیلې کورنۍ په خدای سپارم، که هغوی زما او ما د هغوی خوښي و نه لیدله، خو دا ښه شوه چې د هغوی د ویر اوسنۍ نارې / سورې مې هم و نه لیدلې. لیکواله! زه دې د پاکستان، بمبار، تېري او نورو په کسیه نه پوهېږم. خدایزده چې ولې دې په خوب کې درغلی یمه. ته سبا لیکل وکړه، موږ به د خدای ج په رضا د جنت انتظار کوو.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.