په شلو کلونو کې تر خونړیو پېښو لوی قتل عام

34

د بشري حقونو فعال او لیکوال نورایل کلیوال په کابل کې د روږدو کسانو پر یوه روغتون د پاکستان د وړمې شپې د خونړیو بمباریو او د تېرو شلو کلونو د بریدونو یوه پرتلیزه څېړنه خپره کړې ده.

هغه ویلي چې دا برید، چې د راپورونو له مخې پکې سلګونه ملکي وګړي وژل شوي، د افغانستان د معاصر تاریخ له تر ټولو خونړیو پېښو څخه ګڼل کېږي او حتی د تېرو دوو لسیزو له لویو بریدونو هم اوړي.

نوموړي ټینګار کړی چې په دې پېښه کې د ناروغانو، ډاکنرانو او نورو ملکي وګړو پراخه مرګ ژوبله ښيي چې ملکي اهداف په قصدي ډول په نښه شوي، چې دا کار د نړیوال بشري قانون ښکاره سرغړونه او جنګي جنایت بلل کېږي.

نوموړي د بېلګې په ډول د جمهوري نظام پر مهال د څو مهمو لویو خونړیو پېښو نمونې وړاندې کړې دي، چې پکې د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ هغه هوايي برید یاد کړی چې په ۲۰۰۹ کال کې د امریکايي ځواکونو له لوري ترسره شو او لسګونه ملکي وګړي پکې ووژل شول.

همداراز یې د کابل په زنبق څلورلارې کې د ۲۰۱۷ کال د ټانکر بم برید ته اشاره کړې چې د سلګونو کسانو د مرګ او ټپي کېدو لامل شوی و، او دغه راز یې د ۲۰۱۶ کال د دهمزنګ څلورلارې خونړي ځانمرګي بریدونه هم یاد کړي دي.

په کابل کې د سلګونو خونړیو پېښو له منځه یې لویې چاودنې او بریدونه طالبانو کړي وو.

کلیوال ویلي چې له دغو ټولو پېښو سره سره، د کابل پر یاد روغتون وروستی برید د ملکي تلفاتو له مخې تر ټولو لوی “قتل عام” بلل کېدای شي چې په یوه واحد برید کې رامنځته شوی دی.

هغه له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي چې د دې پېښې په اړه سمدستي او خپلواکه څېړنه وکړي او عاملین یې د نړیوال قانون له مخې حساب ته راکش کړي.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.