د اختر سهار و. لمر ورو ورو د غره له شا راوخوت او خپلې زرینې وړانګې یې د کلي پر خټینو کورونو خپرې کړې. کوڅې د ماشومانو د خندا په څپو کې ډوبې وې، خو د رخسار په کوچني کور کې د اختر شور او خوشحالي کمرنګه وه.
رخسار د خټین کور په یوه کونج کې ناسته وه. د هغې مخې ته هغه بوټان ايښي وو چې مور یې تېر ماښام د ګاونډي له کوره په پور راوړی وو. بوټان نوي وو خو د رخسار له پښو څخه لږ غټ وو.
هغې ورو ورو بوټان په لاس کې واخیستل او مور ته یې وویل:”مورې… پلار به نن راشي؟”
مور یې چې د تناره ترڅنګ ناسته وه او ډوډۍ پخولې، لاسونه یې له اوړو نه پاک کړل او ژوره ساه یې واخیسته:”زما لورې، پلار دې په یو لرې ښار کې کار کوي. ښايي نن را نه شي. پیسې یې رالېږلي دي، خو لا تر اوسه نه دي رسېدلې.”
رخسار خپل زوړ کمیس ته وکتل. رنګ یې تللی و. هغې پرېکړه کړې وه چې نن به له کوره بهر نه وځي ځکه همځولې به یې نوې جامې اغوستې وي او که پوښتنه وکړي چې ولې نوې جامې نه لري، شرم به ورشي.
د کور دروازه خلاصه شوه. د رخسار مشر ورور، حسين، په بیړه راننوت. په لاس کې یې یوه کوچنۍ کڅوړه وه:”رخسار ګلې! وګوره، ما درته څه راوړي؟”
هغه کڅوړه په خوشحالۍ خلاصه کړه. په هغه کې دوې وړې نانځکې، څو بستې کیک او یو ښکلی رنګین دستمال وو.
ورور يې کڅوړه رخسار ته ورکړه او ويې ويل:”دا د کلي ملک صاحب راکړل. ویل يې چې یو خیریه بنسټ دا د کلي د ماشومانو لپاره رالېږلي دي.”
د خسار سترګې وځلېدې. هغې دستمال را واخیست. نرم و او رنګونه یې د پسرلي د ګلونو په شان ښایسته ښکارېدل.
مور یې درې تازه ډوډۍ په یوه زاړه پتنوس کې کېښودې او رخسار ته یې ورکړې:”لورې، دا ګاونډۍ رقیې دوی ته یوسه. خدای زده څه حال به يې وي. د رقیې پلار ناروغ دی، مور يې ویل، د اختر لپاره هېڅ نه لري.”
رخسار یوه شېبه پښه نیولې شوه. غوښتل يې چې ووایي: دا ګولۍ خو زموږ لپاره هم ډېرې کمې دي. خو بیا یې مور ته کتو د هغې په سترګو کې داسې نرمه رڼا ولیده چې مخکې يې نه وه لیدلې.
هغې بې له څه ویلو پتنوس را واخیست او د رقیې د کور پر لور روانه شوه.
کله چې رقیې دروازه خلاصه کړه، پر مخ يې د وچو شویو اوښکو نښې ښکارېدې. خو همدا چې د رخسار له لاسه يې پتنوس واخیست، سترګې یې ناڅاپه وځلېدې او په حېرانۍ يې وپوښتل:”رخسار! دا زموږ لپاره دي؟”
رخسار موسکه شوه:”هو، مور مې درلېږلي. اختر مو مبارک شه.”
رقیې په خوشحالۍ رخسار غېږه کې ونیوله. هماغه شېبه رخسار احساس کړه چې زړه یې د اختر د لمر په شان روښانه شو.
کله چې کور ته راستنه شوه، ټوله کیسه يې وکړه، مور یې ورته په نرمه ژبه وویل:”لورې، اختر یوازې نوې جامې او ډېر خوراک نه وي. اختر د زړونو خوشحالي ده، له نورو سره د خوښۍ شریکول دي. موږ که بېوزله هم یو، خو زړونه مو بېوزله نه دي.”
د مور خبرې د هغې په زړه کې کېناستې، رنګین دستمال يې پر سر وتاړه او د کور مخې ته له خپلو همزولو سره لوبو ته ودرېده.
د هغې پر مخ يوې داسې خوږې موسکا سیوری کړی و چې له هر ډول نویو جامو څخه ښکلې ښکارېده.
د باد نرمه څپه را والوته، د رخسار رنګین دستمال د خوشحالیو د بیرغ په شان په هوا کې ورپېده.
۱۴۰۴.۱۲.۲۷
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.