د چڼچڼو غږونه یې تر غوږ شول. کړکۍ یې خلاصه کړه. شغ شو، یوه چڼچڼه کوټې ته راننوته. څو دورې یې ووهلې او د المارۍ پر سر کښېناسته.
هغه موسکی شو او له ځانه سره یې وویل:
“لکه زه چې په دې بنده کوټه کې تنګ وم، دا هم د بهر په پراخې ازادۍ کې تنګه وه.”
کړکۍ یې بنده کړه، مخ پر وره بهر ووت. لږه شېبه وروسته له یو قفس سره راستون شو. مرغۍ یې په کې بنده کړه. مرغۍ ټوله ورځ چوپه وه. هغه له ځانه سره وویل:
“یوازېتوب لکه غږ دی، چې کله ډېر شي، چوپتیا ګرځي.”
ماښام یې کړکۍ خلاصه کړه او قفس یې نږدې کېښود. د چڼچڼې په شور څو نورې مرغۍ راننوتې او د قفس پر سر کښېناستې. هغه ورو ورو ټولې قفس ته کړې.
په زړه کې یې وویل:
“ښایي ډېرو غږونو په ټولولو سره دا چوپتیا ماته کړم.”
ټوله شپه ورسره ناست و، اوبه او دانه یې وراچوله او ورسره غږېده، خو مرغۍ بیا هم چوپې وې. ورو یې وویل:
“د هر چا د غږېدو خپل ځای او وخت وي.”
قفس یې کړکۍ ته نږدې پرانیستی پرېښود، خو یوازې هماغه لومړۍ مرغۍ وا نه لوته. قفس یې د خپل خوب د تخت ترڅنګ په وړوکي مېز کېښود.
– که نه غږېږې، ستا چوپتیا به هم زما غږ وي.
نیمه شپه له خوبه راویښ شو. قفس ته یې وکتل. پاتې مرغۍ د قفس له څنډې ده ته کتل. سړی ورو ورو لاس دننه کړ، مرغۍ یې ونیوله او پر خپله سینه یې کښېنوله.
مرغۍ چوپه وه، خو د ده د زړه درزا ورسره ګډه وه. داسې ښکارېده لکه د ده د زړه په هره درزا کې چې د هغې غږ پټ وي.
سهار کړکۍ ته ودرېد. مرغۍ یې ورو ورو د ګوتو له سر پورته شوه، وزرونه یې پرانیستل او د کوټې چوپتیا یې په یوه لنډه نغمه ماته کړه.
سړي په موسکا وویل:
“زما قفس دې مات کړ. اوس زه ستا غږ یم، او ته زما ازادي.”
مرغۍ له کړکۍ ووته، خو د ده په زړه کې داسې یو غږ پاتې شو چې هېڅکله یې هم کومه چوپتیا نه شي ورکولای.
۱۴۰۴.۶.۲
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.