اکسون مجله، د پوښتنو ټولګه
ادبیات د بشري علومو له ډلې انسان ته تر ټولو علومو او هنرونو نږدې دي او د انساني هیلو او غوښتنو د ټولګې په توګه تر هر څه وړاندې انسان ته د خپل انساني کرامت، خپل حیثیت، مینې او انسانیت خبره کوي. ادب د ټولنې د فکر او اند، د نن او پرون تر ټولو رڼه او ټولنیزه هینداره ده.
کله چې ادبیات له نورو علومو څخه را بېلوو؛ نو تر ټولو مهم توپیر یې دا دی، چې ادبیات هنري تومنه لري، د همدې هنري ارزښت پر بنیاد یې ځان ته د ښکلا جامې ور اغوستې او ځان یې د علومو په لومړي قطار کې درولی دی.
کله چې خبره د هنري ارزښت شوه؛ نو دلته د ادب دوې سترې برخې نظم او نثر مخې ته راځي، چې دواړې یو له بل سره نه شلېدونکې اړیکې لري؛ خو ځینې توپیرونه هم د دوی تر منځ د بېل والي دېوالونه دروي، چې زه نه غواړم په هغه بحث وکړم.
اوس پوښتنه دا ده چې ولې د نثر په پرتله د شعر مطالعه ډېره خوښوو؟
له شک پرته چې نظم او نثر دواړه د خپل هنري ارزښت پر بنیاد ډېر لوستونکي پیدا کړي، شاعران او لیکولان یې راټوکولي او په ټوله کې یې ژبه غني کړې ده. د پورته پوښتنې ځواب غواړم په څو برخو کې ځواب کړم او مفصل بحث ورباندې وکړم.
۱ـ موزن والی، هنر او موسیقي
انسان فطرتاً له موزون کلام سره مینه لري او دا کلام د انسان زړه او ذهن ته په اسانۍ لاره کوي، هلته په کې ډېرې مودې لپاره پاتې کېږي او هغه ته رواني خوښي ور په برخه کوي.
موزن کلام د وزن په برکت را منځته کېږي او وزن په ټوله کې شعر ته جادویي ښکلا او زړه راښکون وربښي، له عادي یا غیر شاعرانه خبرو یې بېلوي او انسان ته خیال پارونکی احساس ور په برخه کوي. همدا وزن او د کلمو موسیقي د شعر د لفظ او مانا د معنوي تړاو د موندلو او اړیکې ټینګولو یو ښه لارښود دی. که چېرته وزنونه په ښه ډول رعایت او شاعر د موزن کلام په پنځولو کې برلاسی وي؛ نو د مخاطب ذهن په معنوي تړاو ښه پوهولی شي؛ ځکه شعر ډېر مخاطبین لري او موږ یې د نثر پرتله ډېر لولو او اورو.
پارناس په لودیځ کې هم د هنر د هنر لپاره نظریې یوه اصطلاح او هم یو ځانګړی ادبي مکتب دی چې په نولسمه پېړۍ کې په فرانسه کې رامنځته شو. د دې مکتب شاعرانو ته پارناس نوم اخیستل کېده چې په شعر کې یې د هنر او ښکلا لوړې بېلګې وړاندې کولې. فرانسوي شاعر ویکتور هوګو په خپل مشهور اثر ختیځوال (Les Orientales) کې یې دا کلمه په ادبیاتو کې مطرح کړه او هنر ته د هنر لپاره ژمن وو.
د پارناس شاعرانو په شعرونو کې شخصي عواطف نه راتلل، په شعر کې یې د شخصي عواطفو بیان بې ارزښته او بد باله، ځکه یې لوستونکي ته د شاعر د شاوخوا چاپېریال ښکلې پېښې او ښکلاوې ستایلې.

۲ـ په لږو کلمو کې ډېرې خبرې
زموږ اکثره ښوونکي په ټولګیو کې، ملایان په ممبر باندې او مشران په غونډو یا جرګو کې د یوې خبرې د تایید لپاره شعرونه وایي، په دې مانا چې خپلې خبرې ورباندې پخوي؛ څو مخاطبین یې په ښه ډول درک کړای شي، د کیسې په مطلب پوه شي. شعر اوږدې خبرې رالنډوي. په بله مانا دریاب په کوزه کې ځایوي.
د پردیو د غلامي له ژوند او د هغوی پر قدم د تلو نه د ساتلو لپاره ښایي کتابونه خبرې هم بسنه ونه کړي؛ خو استاد پسرلی صاحب دا ډېرې خبرې څومره په هنري ډول په دوو کرښو کې ځایوي.
نورو پسې تګ سړی خړ مخی کړي
ګرد د لارې وګوره د شپون پر مخ
شعر د شاعر او ټولنې تر منځ د ژر نښلېدونکي او پخلا کېدونکي پل په څېر دی، شاعر ډېر ځله کوښښ کوي چې خپل پیغام د ادبي صنایعو او ښکلو الفاظو په را ټولولو سره مخاطب ته ورسوي او د لوستونکي د معنوي تړاو په وسیله ښه وپوهولی شي.
استاد پسرلی وایي:
کوم یو ملت چې رهنما نه لري
هغه الفاظ دي چې مانا نه لري
رنګ او ښایست نه دي تړلي سره
اوبړۍ هم شنې وي خو ښکلا نه لري
کینه په زړونو کې شي اور د سرې
چې تاو یې ډېر وي خو رڼا نه لري
په پورته بیتونو کې د اوچت موزونیت، چستو ردیفونو، سره پخلا قافیو او زړه راښکوونکي وزن په وسیله مخاطب ته یو کتاب خبرې کړې دي، چې لوستونکی یې هم د نثر په پرتله ژر ذهن ته سپاري او له یاده یې نه باسي.
د لوستونکي جذب او نا اشنا خبرې
کله چې یو شاعر شعر وایي؛ نو اورېدونکي یې په وا وا او چکچکو سره بدرګه کوي او د ځینو بیتونو د بیا ځل ویلو غوښتنه کړي، ډېر کله داسې هم شوي چې لوستونکی د یوه شعر د لوستلو پر مهال بې اختیاره د هغه ستاینه کوي او بار بار یې وایي.
د شاعرۍ د هنر وزن، قافیه، ردیف او موضوع شاعر ته دا امکان ور کوي چې نا اشنا خبرې وکړي او کله چې خبره نا اشنا شوه؛ د نورو پام ور اوړي او چې یوې خبرې ته د نورو پام واوړي؛ نو اغېزمنه شي.
موږ معمولاً د شعر لپاره احساس پاروونکې موضوع انتخابوو، که زه ووایم، چې په پنځلس کلنۍ کې مې باسیکل زده کړ، دا خبره مو خیال نه پاروي؛ خو که ووایم، چې په پنځلس کلنۍ کې مې یوه نجلۍ ولیده او اوس یې هم په خوب کې وینم؛ پارولی مو شي.
د یوه شاعر موخه د مفهوم رسول دي. کوم تصویر چې ستا په ذهن کې دی. د تورو او کلمو په مرسته هم هغه انځور د لوستونکي په ذهن کې پاتې شي. تاسې د حمزه بابا دغه بیت وګورئ:
خیر حمزه که مست نظر یې تل تر تله برند وي
کــور چې مــیخانه وي د چـا څه به فرزانه شـي
په پورتني بیت کې حمزه بابا د معشوق د مست نظر، هغه تصور راکوي، لکه څه وړ چې د حمزه بابا په ذهن کې دي. ګورئ دلته به تاسې داسې خیال وکړئ، چې ته د حمزه بابا له ذهنه څه خبر یې؟ مګر موږ د بیت له ننني جوړښته همدغه درک کولای شو، چې پوره مفهوم یې را رسولی دی. میخانه یا ساقي خانه د مستانو ځای وي او د دوی سترګې په میخانه کې له ډېرې نشې سرې کېږي. تاسې به په شاعرۍ کې د خماري سترګو، توصیف اورېدلی وي. چې حمزه بابا همدغه خماري سترګې را باندې مشاهده کړې دي. د حمزه بابا همدغه درک د تخیل خواږه لري. د معید رشیدي په خبره: په ادراک کې چې د تخیل خواږه نه وي، نو شاعري مري.
کوم شیان چې د عقل له درکه لوړ وي، شاعري یې در باندې مني. د ښې شاعرۍ همدغه ځانګړنه د لوستونکي، ذهني رکود ماتوي او د خیال غریزه په کې را ولاړ وي. د داسې شاعرۍ لوستل د ښه شعر د لیکلو لپاره، تر ټولو ښه ریاضت دی.
د انسانانو عقل د عینیت ښکار وي؛ مګر شاعري پټه ژبه وي او د دغې ژبې ځواک د تخیل په غېږ کې پټ دی. په شاعرۍ کې همدغه درک چې خیالي نه وي؛ نو خالصه ژبه یې نه شو ګڼلی.
Ikram.omid1234@gmail.com
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.