ووایه کوم کلی او کوم ښار درپسې وګورم
ستا د قدمونو کومه لار درپسې وګورم
ورکه شوې سپوږمۍ غوندې په شین اسمان د سترګو کې
زه به د شپې کوم ستوري په وار درپسې وګورم
ستا نوم د اذان غوندې اوچت دی د زړه کلي کې
هر وخت په لمانځه کې به کرار درپسې وګورم
شګې شوې شېبې ټولې، وخت مې لاس نه ووتو
زه د کوم ساعت په تېر رفتار درپسې وګورم
راشې که په خوب کې مې ته، خوب به شي وطن زما
زه به هر یو خیال کې هر دیار درپسې وګورم
“بدر” تل په ځان پسې د شپې له ځانه ورک یمه
ستا لارې به تا سره سهار درپسې وګورم
۱۴۰۴.۱۲.۱۲
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.