استاد رفیع؛ ژوندۍ اکاډمي

داد محمد ناوک

146

سړی چې یو څلور پنځه لسیزې وړاندې نړۍ، بیا خصوصاً افغانستان تصوروي؛ نو د نننیو هغه وسایلو چې اسانتیاوې تلقي کېږي پکې هیڅ څرک نه و؛ خو بیا هغه وخت کې داسې هستۍ وې چې ټول ژوند يې د خپل ولس ادبي هویت ساتنې، خدمت او واقعي ادبي او تحقیقي کار کولو ته ځانګړی کړی و.

استاد حبیب الله رفیع، چې د عمر يې اته لسیزې تېرېږي، داسې زرینه دوره تر شا پرېیښې چې هر منصف لوستونکی، د تحقیق او ادبي ساحې کارکوونکی پرې ویاړي. استاد رفیع چې وړمه ورځ يې اتیایمه کالیزه وه، د وردګو په ابدره کې د مولانا نصرالله نقشبند کره د ۱۳۶۴ه.ق د کوچني اختر په دویمه زېږېدلی دی. (اوسني لیکوال ۱۳۹۳ش:۴۹۳مخ)

استاد رفیع په خصوصي ډول زده کړې کړې، په یوولس کلنۍ کې يې شعر او لیکوالي پیل کړې او په پنځلس کلنۍ کې يې په لومړي ځل د هېواد د وخت په مطبوعاتو کې لیکنې خپرې شوې دي او یو کال وروسته يې د پوهنې وزارت له عرفان مجلې سره رسمي کار پیل او لیکوالۍ ته يې ګونډه ماته کړه.

استاد لیکي: «د ۱۳۳۴ کال خبره ده، زه د لسو کلونو وم، په کابل کې مې د خپل تره له زوی او مربي مرحوم مولوي عبدالحمید طیب سره ژوند کاوه، ده یوه وړه کوټه درلوده چې تقریباً دوه په دوه نیم مترو کې وه او دواړه ایله پکې ځایېدولو، ده د کابل په عربي دارالعلوم کې زده کړه کوله او ماته يې په دې وړه کوټه کې په شخصي توګه درس راکاوه، ده دا وخت د هېواد په ورځپاڼه، د زېري په جریده او د پیام حق په جریده کې (پیام حق لومړ د یوې اونیزې جریدې په توګه راوتلې وه چې بیا په میاشتنۍ مجله واوښته) ګډون کړی و چې هره ورځ به يې د هېواد ورځپاڼه او په اونۍ کې یو ځل زېری او پیام حق راوړل، دی به چې دارالعلوم ته ولاړ په ماپسې به يې ور بند کړ او زه به د ده د راتلو تر وخته په درس بوخت وم، کله به مې چې درس زده کړ، مشق به مې وکړ نو بیا به مې زېری، هېواد او پیام حق را واخیستل لوستل به مې او ځينې د خوښې شعرونه به مې ترې پخپله کتابچه کې لیکل.» (هغوی چې بیا نه راځي۱۳۹۴ش: ۲۰۵-۲۰۶مخونه)

استاد رفیع په «پوهنه» او «اریانا» مجلو کې «د پښتو منظوم ادب» تر عنوان لاندې د ولسي سندرو په راټولولو بوخت و، چې «په لسو کلونو کې (د خلکو سندرې) کتاب ترې جوړ او په ۱۳۴۹کال د تاریخ او ادب ټولنې له خوا خپور شو.» (هغوی چې بیا نه راځي۱۳۹۴ش: ۱مخ)

سره له دې چې دلته استاد خپل لومړنی کتابي چاپي فعالیت همدا ښيی، خو ښاغلی مطیع الله روهیال يې د اوسني لیکوال په لمن لیک کې د «د هوتکو نارې» اثر په ۱۳۴۶ل کې ښيی؛ له همدې وختونو پیل، چې اوس پرې څه باندې نیمه پېړۍ اوړي، استاد شعر او شاعرۍ، تحقیق، د قلمي نسخو د تدوین او تصحیح، د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د مبارزې د ادب او سرلارو په اړه يې لسګونه اثار خپاره کړي، چې ځينې يې دلته در یادوم:
1. د هوتکو نارې -۱۳۴۶ش
2. د خلکو سندرې-۱۳۴۹ش
3. د پښتو پخوانۍ تذکرې-۱۳۵۰ش
4. د تاریخ ټولنې کتابونه-۱۳۵۱ش
5. د جمهوریت وږمې/شعرونه-۱۳۵۲ش
6. ادبي ستوري/تذکره-دوه ټوکه-۱۳۵۳ش
7. پښتو پانګه/بیلوګرافي-دوه ټوکه-۱۳۵۴ش
8. تېریادونه-/شعرونه-۱۳۵۴ش
9. د روښان یاد/مقالې-۱۳۵۵ش
10. روښاني لیکنې-۱۳۵۵ش
11. د خواجه عبدالله انصاري مناجاتونه-۱۳۵۵ش
12. پښتو د پېړیو په پوړ کې-۱۳۵۵ش
13. فولکلور د علم مور-۱۳۵۵ش
14. اې هېواده اې هېواده-۱۳۵۶ش
15. پښتو خپرونې-۱۳۵۶ش
16. په افغانستان کې د ‌ژورنالیزم تاریخچه/ترجمه-۱۳۵۶ش
17. پښتو کتابښود-۱۳۵۶ش
18. معرفه الافغاني د پیرمحمد کاکړ- ۱۳۵۶ش
19. د رحمان بابا دېوان/تصحیح، مقابله، سریزه او لغتنامه- ۱۳۵۶ش
20. د سره غره ګلونه/د هېوادمل صاحب په ملتیا- ۱۳۵۷ش
21. څوب/شعرونه-۱۳۵۸ش
22. ملي مسائل-۱۳۵۸ش
23. د واصل روښاني الفنامې-۱۳۶۰ش
24. د پښتو نننی ادب-۱۳۶۰ش
25. ژبپالنه/لومړی ټوک – ۱۳۶۰ش
26. زرینې څانګې-۱۳۶۰ش
27. زنځیرۍ/خوشال خان-۱۳۶۱ش
28. شاه شاچاع او ببرک د تاریخ په تله کې – ۱۳۶۴ش
29. د وږمو نښې/د جه!اد ادبي کتابښود-۱۳۶۹ش

او نور چې شمېر يې «اوسني لیکوال» کې تر ۶۱ پورې رسېږي، چې وروستی هغه يې د پورته منبع په حواله «زندان خوړلي ادیبان/تذکره» ده چې په ۱۳۸۵ش کال خپره شوې، خو استاد له هغه وروسته هم ګڼ نور اثار خپاره کړي، چې «ملي زاویه» او په ۱۳۹۴ش کې «هغوی چې بیا نه راځي/تذکره» یادولی شو.

استاد رفیع په یوازې ځان او له نننیو امکاناتو پرته په سختو حالاتو کې داسې با کیفیته کار کړی دی، چې دقت، ستړیا او تعهد ته يې زموږ همزولی نسل حیرانېږي؛ نه اقتصادي ستونزو شاتګ ته اړ کړی، نه د هجرت د دیار ستړو او نه هم د وخت د حاکمانو ترینګلیتاوو؛ استاد زلمي هېوادمل چې د رفیع صاحب کلک انډیوال دی، یوه ورځ راته وویل؛ هغه وخت انرژي وه، اخلاص و او صداقت و، موږ چې د محمد هوتک رحمه الله قبر پیدا کاوه، سخت پسې سرګردان شو، ګرځېدلو هلته په غرو رغو کې په شپو ورځو، خلکو به مو عزت کاوه، ډوډۍ يې راکولې او موږ هیڅ ستړیا نه حسوله.

د ثور خونړۍ کودتا، چې ارزښتونه يې له سره تعریفول هر هغه څوک ورته دوښمن ښکارېده چې دیني او ملي ارزښتونو ته يې مازې تمایل لا درلود، استاد رفیع هغه لیکوال او قلموال چې خلقي تنګسیا يې مرۍ خپه کړې، په «زنداني خوړلي ادیبان/تذکره- ۱۳۸۵ش» کې را ټول کړي؛ خو دا چې پخپله استاد څنګه د دوی له خوني منګولو وژغورل شو د «هغوی چې بیا نه راځي» په سریزه کې لیکي:

«ما چې د غوايي له خونړۍ کودتا سره سم په پروان مېنه کې د کتاب خرڅولو یو دوکان پرانیستی و، هم هلته ولاړم او ټوله ورځ به پخپل دوکان کې ناست وم، یوه ورځ مې یو ملګری راغی ویل يې: ته دلته کرار ناست يې خو ستا دوکان تر ژورې څارنې لاندې دی، څوک چې راځي پوښتنه ترې کېږي او له تاسره يې د اړیکي پوښتي، ما هم دستې یو څوک موند ماویل : یوازې د کتابونو حساب راکړه نور د دوکان لګښت او هر څه دې در پاتې وي، هغه ومنله، په څو ورځو کې مې کتابونه ور تسلیم کړل او بیا مې د دوکان کلي هم ور وسپارله. یو مازیګر زه ورغلم دوکان قلف و، له وګانډي نلدوان سره د لرګي پر اوږدې څوکۍ کېناستم، خبرې مو کولې چې په دې کې یو شیک ځوان راغی، سپینه درېشې يې اغوستې وه، د کتاب پلورنځي مخې ته ودرید او ويې ویل: دا دوکان څه وخت خلاصېږي؟

ما ورته وویل هروخت يې چې د څښتن خوښه وي! ویل يې : زه څو ځلې راغلی یم خو دوکان بد وي! ماویل: کوم کتاب غواړې؟ ماته د کتاب نوم ووایه چې ورته ووایم درته ويې ساتي!

ده ویل هو خو بیا يې ژر وپوښتل: د دوکاندرا نوم څه دی؟
ماویل: محمد ظاهر
ویل: د کوم ځای دی؟
ماویل: د هزاره جات!
لږ چورتي شو او بیا يې وویل: دوکان څه وخت پرانیزي؟
ماویل: سبا اته بجې
ځوان نور روان شو.

زما سترګو بې اختیاره څار پسې وکړ، زموږ دوکان ته لنډه فرعي کوڅه وه، دی چې هلته ورسید عسکري جیپ ورته ولاړ و، وسله وال عسکر پکې و له موټره راکوز او بیا ټول سپاره شول او موټر روان شو.

زه پوه شوم چې دا خلقي جلادان په حبیب الله رفیع پسې راغلي و، خو ما چې د دوکاندار نوم ظاهر ورته واخیست، نو راغلی ځوان چورتي شو، زه يې ونه پېژندلم او په خپله مخه ولاړ. زه په دې شپه خپل کور ته ولاړ نه شوم، د خپلوانو کره مې ولاړم او په سبا يي وردګو ته خپل کلی ته روان شوم ازاد و، له هغه ځایه پېښور ته ولاړم!» (هغوی چې بیا نه راځي۱۳۹۴ش: ۸-۹مخونه)

استاد حبیب الله رفیع د تحقیق په هغه کټه ګورۍ کې راځي چې دقت ته ډېر ارزښت ورکوي؛ ځوانو لوستونکو ته يې پېژندنه، له دریځ او مفکورې يې خبرېدنه، له کړیو کارونو يې ستاینه او د دې فعالیتونو پر بنیاد يې د راتلونکې لپاره د ګامونو اخیستنه ورله غاړې ده.
۱۴۰۴/۶/۲۰

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.