د ژوند په اوږدو کې هر انسان د خپلې مالي لارې او خپلواکۍ په لټه کې وي؛ څوک د یوې ثابتې دندې په هیله سهار تر ماښامه هڅې کوي، څوک د خپل کوچني کاروبار د ودې خوبونه ویني، یو شمېر خلک د پانګونې نړۍ ته زړه ښه کوي او ځینې داسې هم شته چې د مالي ازادۍ لوړ حدونه د خپل ژوند موخه ګرځوي. همدې پوښتنو او لارو ته د سمې نقشې او پلان جوړول هغه څه دي چې د هر انسان د ژوند برخه ګرځي.
رابرت کیوساکي په خپل مشهور کتاب «د پیسو څلور لارې»کې دا لاره په څلورو بنسټیزو برخو وېشي موږ و تاسو په دغو برخو کې حتما یو نه یو قدم ږدو؛ خو ځينې د تل لپاره پکې پاته کېږي او ځینې بیا له یوې لارې بلې ته سوچ وړی وي؛ خو دا یوازې په سوچ او خیال پلو کېږي؟ نه، هېڅکله نه، تر څو چې موږ د مالي خپلواکۍ لپاره عملا مټې بډ نه وهو په خیال پلو دا اوږدې لارې نه شي لنډېدای. ځينو یې دندې ته داسې زړه ښه کړی وي، ته به وایې چې د ژوند تر ټولو لوی هدف په تېره مالي هدف همدا دنده او معاش دی هغه څوک چې وخت خرڅوي او معاش ترلاسه کوي؛ د امنیت په هيله وي؛ خو د محدودو عایدو په جال کې نښتی وي. بلخوا خپلواک کارکونکی تر مامور یو څه ازاد ښکاري؛ خو ډېر وخت هر څه باید خپله وکړي؛ نو د ازادۍ تر شا یې د سختې بوختیا سیوری هم وي. بله ډله خلک بیا کاروباریان یا سوداګر دي، هغه څوک چې خپل ازاد وخت ډېروي، ځکه سیسټم او خلک د هغه لپاره کار کوي. دا برخه د ودې او پراختیا د لویو فرصتونو دروازه پرانیزي. له دغو درېیو ډلو ورهاخوا پانګوال هم شته دا هغه څوک دي چې خپلې پیسې د هغه لپاره کار کوي. دا د مالي خپلواکۍ وروستی؛ خو تر ټولو قوي او زبردست پړاو دی؛ ځکه دلته عاید د وخت پر ځای د سمو پرېکړو او غوره پانګونې څخه ترلاسه کېږي.
کیوساکي دا څلور لارې په ساده مثالونو او ریښتیني کیسو روښانه کوي او موږ ته ښيي چې هره برخه څه ډول فکر، مهارتونه او چلند غواړي او څنګه کولای شو له محدودو عایداتو څخه پراخ اقتصادي افق ته سفر پیل کړو.
دا کتاب یوازې د پیسو د ګټلو لارښود نه دی؛ له دې ورهاخوا د فکر د بدلون روزنځی دی. دا کتاب له لوستونکي سره مرسته کوي چې خپل اوسنی حالت وپېژني، خپلې کمزورۍ او فرصتونه په څرګنده درک کړي او هغه لور ته ګام واخلي چې د مالي ثبات او خپلواکۍ پر لور یې بیایي.
مالي خپلواکۍ ته د رسېدو دا کتاب د هغو کسانو لپاره یو مهم لارښود دی چې غواړي له مالي فشارونو ځان خلاص کړي، له فکري محدودیتونو ووځي او د خپل اقتصادي راتلونکي رښتینی کنټرول په خپله لاس کې واخلي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.