د ناروغ پوښتنې (عیادت) کلتور

ژباړه او تنظیم: نصیر احمد څپاند

51

کله چې څوک ناروغ شي، موږ ډېری وخت په پاک نیت او د مینې په احساس د هغه کور ته ورځو. فکر کوو چې زموږ حضور به یې زړه قوي کړي او درد به یې لږ کړي. خو ډېر کم دا سوچ کوو چې ښايي همدا اوږده ناسته، ډېر مېلمانه او بې‌وقفې تګ راتګ، خپله د ناروغ لپاره نوې ستړیا وګرځي.
ناروغ یوازې له بدني درد سره نه جنګېږي؛
بلکې له وېرې، اندېښنې، بې‌خوبي، ستړیا او عمومي کمزورۍ سره هم مخ وي.
د هغه کور باید د ارام، سکون او استراحت ځای وي، نه د شور، ګڼې ګوڼې او دوامدارې بوختیا.
ماشومان بې‌ګناه او معصوم دي، خو بې‌خبره له مکتبه، کوڅې او لوبو ګڼې ناروغۍ له ځان سره راوړي. کله چې موږ هغوی د ناروغ کور ته بیایو، ښايي په مینه، خو بې‌قصده د هغه روغتیا له جدي خطر سره مخ کړو.
په ځانګړي ډول د ژمي په دې ورځو کې، چې زیات زاړه کسان او کمزوري ناروغان د تنفسي ناروغیو ښکار وي، د زکام او سرماخوردګۍ په څېر واړه مرضونه هم ورته ډېر خطرناک تمامېدای شي او حالت یې لا پسې خرابولی شي.
ریښتینې مینه دا نه ده چې ساعتونه کېنو، خبرې اوږدې کړو او د غرمې یا ماښام ډوډۍ ته منتظر شو.
ریښتینې مینه دا ده چې:
لنډه پوښتنه وکړو
صادقه دعا ورته وکړو
لږه میوه، شربت یا یو لوښی ډوډۍ ور یوسو
په درناوي ترې وپوښتو:
«کومې مرستې ته اړتیا لرئ؟»
او بیا په ارامۍ او احترام سره مخه ښه وکړو.
حتی اوږدې ټیلیفوني خبرې هم، که څه هم په نیک نیت وي، کله ناکله ناروغ ستړی کوي. غوره دا ده چې لنډ احوال واخلو او هغه ته د سکون او ارام فرصت ورکړو.
لنډه دا چې:
ناروغ ته د ساه اخیستو فرصت ورکړو
ناروغ ته د استراحت حق ورکړو
د هغه کور ارام پرېږدو
که موږ هغه رښتیا خوښو، که رښتیا راته مهم وي، نو د دود، عادت او ځان ښودنې لپاره یې ارامي مه قرباني کوو.
ځینې وختونه ژر تلل، د مینې تر ټولو لوی ثبوت وي.

په بازارموندنه کې د خوږې ژبې او ښه سلوک ارزښت

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.