تعليم د هرې ټولنې د پرمختګ بنسټ دی، او ښځه د همدې ټولنې نيمه برخه ده. هغه ټولنه چې د ښځو له تعليم څخه سترګې پټوي، په حقيقت کې د خپل نيم وجود د ودې مخه نيسي. تاريخ شاهد دی چې کومو قومونو ښځو ته د زدهکړې حق ورکړی، هغوی د علم، اخلاقو او سوکالۍ لوړو پوړيو ته رسېدلي دي.
ښځه يوازې د کور څلور دېواله نه ده. هغه مور ده، ښوونکې ده، روزونکې ده او د نسل جوړوونکې ده. که يوه مور بې سواده وي، نو د هغې راتلونکی نسل هم د ناپوهۍ په تيارو کې لویېږي. خو که همدا مور تعليم يافته وي، نو هغه کولی شي خپل اولاد ته شعور، فکر او سمه لار ور وښيي. له همدې امله ويل کېږي چې د يوې ښځې تعليم د يو نسل تعليم دی.
هغه ټولنې چې پر ښځو تعليم بندوي، هلته جهالت، بې عدالتي، روغتيايي ستونزې او اقتصادي کمزورۍ زياتې وي. بې تعليمه ښځه نه خپل حقونه پېژني او نه د ظلم پر وړاندې غږ پورته کولی شي. دا حالت نه يوازې د ښځې، بلکې د ټولې ټولنې لپاره خطرناک دی، ځکه ناپوهۍ تل د وروسته پاتې کېدو سبب ګرځي.
برعکس، تعليم يافته ښځه د ټولنې لپاره رڼا ده. هغه کولی شي د اقتصاد په برخه کې ونډه واخلي، د روغتيا په برخه کې سمې پرېکړې وکړي، او د سولې او زغم پيغام خپور کړي. تعليم ښځې ته دا ځواک او طاقت ورکوي چې خپل ځان، خپل کور او خپله ټولنه بدله کړي.
اسلام هم د ښځو او سړو لپاره د علم ترلاسه کول فرض ګڼلي دي. زمونږ د دين، تاريخ او کلتور هېڅ داسې دليل نشته چې ښځه له تعليم څخه منع کړي. دا يوازې ناسم دودونه او محدود فکرونه دي چې ښځه له خپل حقه محروموي.
هغه ټولنه چې پر ښځو تعليم نه کوي، د پرمختګ له کاروانه شاته پاتې کېږي. که مونږ رښتيا هم يو روښانه، قوي او باعزته سبا غواړو، نو بايد د نجونو ښوونځي پرانیستل شي، د ښځو تعليم ته درناوی وشي، او پوهه د جنس پر بنسټ محدوده نه شي. ځکه چې د یوې ټولنې رښتينی پرمختګ د ښځې له تعليم څخه پيلېږي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.