حافظه او محاسبه؛ ….!!! د افغان سیاسي شعور ژبه

لیکنه: نیک محمد نیکمل

52

حافظه او محاسبه؛ ….!!!
د افغان سیاسي شعور ژبه

افغانستان د هغو ملتونو له ډلې دی چې تاریخ یې یوازې نه لولي، بلکې یې په حافظه کې ساتي.
دلته پېښې نه ورکېږي، بلکې زېرمه کېږي.
د جګړو، تړونونو، خیانتونو او وفاداریو هره پاڼه د ولس په ذهن کې ژوندۍ پاتې ده.
همدا وجه ده چې افغان ولس کله چوپ وي، خو بې‌خبر نه وي؛
کله زغم کوي، خو بې‌حسابه نه وي.
د ملا برادر اخند وینا
په همدې ژور حقیقت ولاړه وه د ملا برادر اخند دا وینا چې:
«موږ حافظه لرو او محاسبه هم.»
دا جمله د احساساتو ناره نه، بلکې د ملت د تاریخي عقل غږ و.
هغه پیغام ورکاوه چې افغانان نه د پرون زخمونه هېروي
او نه د نن معاملو ته بې‌پروا دي.
هره ژمنه چې افغان ته ورکول کېږي،
په یوه نامرئي کتاب کې لیکل کېږي.
هره سرغړونه، هره دوه‌مخیتوب،
د همدې محاسبې په ترازو کې تلل کېږي.
همدا وجه ده چې دلته سیاست یوازې د کاغذ پر مخ نه،
بلکې د ولس په حافظه کې هم قضاوت کېږي.

د ملا برادر دا خبره د انتقام اعلان نه دی،
د عدالت اعلان دی.
دا یادونه ده چې افغان ملت
که څه هم زغم لري،
خو هېڅکله حساب نه بښي.
درنښت… یارب

سیاست؛ کله چې اخلاق تبعید شي

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.