نړیوال سیاست د شطرنج هغه ستنه ده چې پر تور او سپین تخت یې لوی قدرتونه ناست دي، خو مهرې یې د کمزورو ملتونو له وینو، اقتصاد، جغرافیې او برخلیک څخه جوړې شوې دي. دلته پاچا نه وژل کېږي، بلکې خوندي کېږي؛ وزیران قرباني کېږي، خو د تخت شاته ناست لاسونه تل پاک ښکاري.
د نړۍ ستر قدرتونه شطرنج نه د لوبې لپاره، بلکې د بقا لپاره کوي. هر حرکت یې حساب شوی، هره قرباني یې د راتلونکي مات لپاره ده. د یوې سیمې جګړه د بلې سیمې د سولې قیمت ګرځي، او د یوه ملت سقوط د بل قدرت د صعود زینه وي.
په دې نړیواله سلیثه کې، اخلاق د کمزورو لپاره لوکس شی دی. نړیوال قانون د کتابونو په پاڼو کې ژوندی دی، خو د جګړې په میدان کې مړ دی. هغه اصول چې د عدالت نوم پرې ایښودل شوی، یوازې هغه مهال راژوندي کېږي چې د زورورو ګټه پکې وي. که قرباني کمزوری وي، چوپتیا مشروع ده؛ که زورور متهم وي، توجیه مقدسه ده.
منځني او کوچني ملتونه د دې لوبې تر ټولو بېغږه مهرې دي. کله پیاده وي، بېارزښته؛ کله اسپ، د جګړې لپاره؛ او کله فیل، د سیمې د ویش لپاره. خو هېڅکله پاچا نه شي کېدای. د دوی خاوره د اډو نقشه ده، اقتصاد یې د بندیزونو تجربهخانه، او ولس یې د ارقامو په جدول کې «انساني تلفات» بلل کېږي.
خو تاریخ شاهد دی چې هر لوبه پای لري. هغه قدرتونه چې ځانونه ابدي ګڼي، د خپلو حرکتونو په غرور کې خطا کېږي. ځکه چې ملتونه که څه هم مهرې ګڼل شوي، خو کله چې شعور پیدا کړي، تخت چپه کولای شي.
نړیوال سیاست که د زور ژبه ده، تاریخ د حق قضاوت کوي. ممکن نن عدالت ماته وخوري، خو سبا د همدې ماتې له خاورو څخه یو نوی توازن راولاړېږي. هغه توازن چې نه د توپک پر زور وي، نه د بندیز پر فشار، بلکې د ولسونو پر اراده ولاړ وي.
درنښت…. یارب 🤲🏻
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.