د ماشومانو په سالمه روزنه کې د کورنۍ مسووليت

شېرمحمدامیني ستانکزی

52

ماشومان په کورونو کې د نن ورځې کوچني غړي دي؛ خو د سبا ورځې د ټولنې پراخ، پیاوړي او روښانه راتلونکی جوړوي. له همدې امله اړینه ده، چې خپل اولادونه له همدا اوس نه په سمه، سالمه او په ښه تربیت سره وروزو. د ماشوم ښه روزنه یوازې د ښوونځي یا تعلیمي بنسټونو مسئولیت نه دی؛ بلکې تر هر څه وړاندې د مور او پلار اساسي دنده او ستر مسئولیت ګڼل کېږي.
د ماشوم  شخصیت جوړونه د ژوند له لومړیو شېبو پیلېږي. د مور غېږه د ماشوم لپاره لومړنی ښوونځی دی، ځکه د ماشوم ذهن په دې پړاو کې د سپین کاغذ په څېر وي. هغه څه چې ماشوم په دې وخت کې ویني، اوري او احساسوي، د هغه پر راتلونکي ژوند ژور اغېز کوي. له همدې امله مور او پلار باید د خپلو خبرو، کړنو او چلند په اړه ډېر هوښیار او محتاط واوسي.
ماشومان باید په مینه، زغم او صبر وروزل شي. هر ډول توند غبرګون، وهل، سپکاوی او پرله‌پسې له یوه کاره منعه کول د ماشوم په ذهن کې ضدیت، ویره او بې‌باوري پیدا کوي. غوره دا ده چې ماشوم ته په آرامه لهجه، ښه مثال او منطقي دلایلو سره لارښوونې وشي، څو پخپله د سم او ناسم تر منځ توپیر زده کړي.
د فکري ودې تر څنګ، ماشومانو لپاره دیني، اخلاقي او ټولنیزه روزنه هم ځانګړی اهمیت لري. ماشومان باید له کوچنیوالي د دین له بنسټیزو ارزښتونو، د خدای تعالی له پېژندنې، رښتینولۍ، امانتدارۍ او د عبادت له مفهوم سره بلد شي. همدارنګه د هېواد سره مینه او ټولنیز مسوولیت باید ورو ورو د هغوی په ذهن کې ځای پر ځای شي.
ماشوم د کور له چاپېریاله زده کړه کوي، که په کور کې بدې خبرې، جګړې، دروغ، سپکاوی او بې‌احترامي  موجودې وي، ماشوم هم دا کړنې عادي ګڼي او په خپله یې هم عملي کوي.
له همدې امله اړینه ده، چې د کورنۍ فضا د مینې، درناوي، تفاهم او یو بل د منلو پر بنسټ ولاړه وي. ماشوم ته ښکنځل ورښودل یا ناوړه خبرې ورسره کول د روزنې او پالنې پر وړاندې ستره تېروتنه ده.
کله، چې ماشوم ناسم کار ترسره کړي، باید په نرمه، عاقلانه او ښوونیزه طریقه ورسره چلند وشي. د وهلو او سزا پر ځای باید د هغه کار پایلې، زیانونه او بدې اغېزې ورته تشریح شي. دا ډول چلند د ماشوم فکر پیاوړی کوي او هغه د سرکشۍ، وېرې او کینې له احساسه ژغوري.
ماشومان باید د خبرو کولو، پوښتنو کولو او خپل نظر څرګندولو فرصت ولري. که یې خبرې ناسمې هم وي، باید په درناوي، حوصلې او نرمۍ اصلاح شي، نه په سپکو او توهین لرونکو خبرو باندې. دا طریقه نه یوازې د ماشوم اعتماد او ځان‌باوري پیاوړې کوي؛ بلکې ټولنې ته یو متوازن، بااخلاقه او مسوول انسان وړاندې کوي.
په پایله کې ویلی شو، چې د ماشوم سالمه روزنه د یوې سالمې ټولنې بنسټ جوړوي. که مور او پلار له کوچنیوالي د مینې، اخلاقو، دیني ارزښتونو او سمې لارښوونې له لارې خپل اولادونه وروزي، نو راتلونکې یې روښانه، خوشحاله او هوسا ژوند به ولري.

افغاني فرهنګ ته وده ورکول زموږ ګډ مسوولیت دی

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.