پارلماني، غیر پارلماني که هیبرډ Hybrid لاره

ډاکټر انور داوړ

53

پارلماني، غیر پارلماني که هیبرډ Hybrid لاره

پښتانه د تاریخ په اوږدو کې د خپل هویت، حق، خپلواکۍ او ټولنیز عزت لپاره یوازې یو ولس نه، بلکې یو دوامدار فکر پاتې شوی دی. دا فکر کله د تورې په ژبه غږېدلی، کله د شعر او فلسفې په بڼه راڅرګند شوی، او کله یې د سیاست په چوکاټ کې د بقا هڅه کړې ده. خو د معاصر وخت تر ټولو ستره پوښتنه دا نه ده چې پښتانه حق لري که نه، بلکې دا ده چې د دې حق د ترلاسه کولو لپاره کومه لاره اغېزمنه، باعزته او پایدار ده. پارلماني که غیر پارلماني؟

پارلماني سیاست په اصل کې د نظام دننه د بدلون هڅه ده. دا هغه لاره ده چې واک ته د قانون، رایې او ادارې له لارې رسېږي. په فلسفي لحاظ، پارلماني سیاست د اصلاح غوښتنې فلسفه ده، نه د ټکر. دا لاره دا مني چې که څه هم نظام نیمګړی دی، خو دننه یې د بدلون امکان شته. د تعلیم، روغتیا، اقتصادي پراختیا، ښځو د حقونو، د وطن او هېواد نماينده ټاکل، ورسره په ولسي کچه شعور او ولس له خپل حقونو څخه خبر ساتلو غوندې ټولې سترې ټولنیزې پروژې په نهایت کې د قانون، بودیجې او دولتي ادارو له لارې عملي کېږي. له همدې امله پارلماني لار د اوږدمهاله بدلون لپاره یو بنسټیز، بنيادي اهمیت لري. ځکه چې دا پارلماني لار مهمه ځانګړنه هم دا ده چې له ټکر پرته نوره ټولې لارې چارې د خپل قام او وطن نمايندګي او مقدمې لپاره کارولی شې.

خو د ستونزې ژوره برخه دلته د ده چې پارلماني سیاست یوازې هغه وخت مانا پیدا کوي چې نظام تر یوې کچې شفاف، منصف او بدلون منونکی وي. که پارلمان یوازې د اشرافو، سرمایې او طاقت د بیا وېش میدان وي، نو د مظلومو قومونو استازیتوب په کې سمبولیک پاتې کېږي. پښتانه په عملي توګه دا تجربه لري او ترې تېرېږي چې پارلماني حضور یې ډېر ځله د فیصلو پر مېز نه، بلکې د خاموشۍ پر څوکۍ کېنول شوی دی. دلته پارلماني سیاست د خلکو د امید پر ځای د خلکو د ستړیا لامل ګرځي، ځکه بدلون ورو وي او قرباني ډېره. خو بيا هم هڅه پکار ده چې پښتانه داسې وګړي پارلمان ته ولیږي چې د زور طاقت او د اشرافو نظام مات کړي او د قام ښه نمایندګي وکړي. هلته داسې پالیسۍ ودروي چې د خپل قام وطن پر ضد او په زيان تمامېږي.

غیر پارلماني مبارزه د ټولنې له ریښې راټوکېږي. دا د خلکو د شعور، تنظیم او ارادې سیاست دی. جرګې، مدني تحریکونه، ټولنیزې کمېټې، مرکې، جلسې ، لاریونونه، غونډې، کلتوري احیا، هغه لارې دي چې د دولت له اجازې پرته هم ژوند بدلولی شي. په فلسفي لحاظ، غیر پارلماني سیاست د ځواک د سرچینې تعریف بدلوي. دلته واک له پارلمان څخه نه، بلکې له ولس څخه راولاړېږي. دا لاره د خلکو ترمنځ باور جوړوي، ګډ هویت پیاوړی کوي او هغه احساس راژوندی کوي چې مونږ لا هم د خپل برخلیک مالکان یو.

خو غیر پارلماني لار هم له خطره خالي نه ده. که دا مبارزه له اصولو بېله شي، نو زر د احساساتو، جذباتو، شخصي اجنډاو او داخلي وېش او ډلو ښکار ګرځي. که تشدد په کې داخل شي، نو اخلاقي برتري له منځه ځي او دولت ته د سرکوب مشروعیت ورکول کېږي. غير پارلماني لار کې که یوازې جلسه، جلوس، احتجاج او لاریون وي او هېڅ نتیجه هم نه ورکوي یا واضحه اجنډا هم نه لري نو خلک ستړی کېږي تاریخ ښيي چې وسله‌ والې یا غیر منظمې لارې که څه هم لنډمهاله شور جوړوي، خو اوږدمهاله تاوانونه یې نسلونه وړي.

د پښتنو لپاره تر ټولو مهمه ګډه یا هیبرډ لاره ده
پښتنو لپاره همدلته د یوې درېیمې لارې اړتیا راڅرګندېږي، هغه لاره چې نه مطلق پارلماني ده او نه خالص غیر پارلماني ده، بلکې یوه ګډه یا هیبرډ لاره ده. دا فلسفه دا مني چې پارلمان د بدلون یوازینۍ دروازه نه ده، خو د بدلون له مهمو دروازو څخه یوه ده. همدارنګه دا هم مني چې ولسي شعور، مدني فشار او ټولنیز تنظیم د پارلمان نه مخکې او تر پارلمان وروسته هم ژوندی پاتې کېږي.

د پښتنو سیاسي مبارزه یوازې د څوکۍ، واک او انتخاباتو تر بریده محدوده نه ده، بلکې دا د هویت، وقار او بقا اوږده کیسه ده. له همدې امله د پښتنو لپاره دا ممکنه نه ده چې یوازې پارلماني یا یوازې غیر پارلماني لار خپله کړي. ګډه یا هیبرډه لاره هغه شعوري تګلاره ده چې پارلمان او غیر پارلمان د ټکر پر ځای د تکمیل په اړیکه کې سره نښلوي او سیاست له احساساتي، جذباتي تصادم څخه د فکري او عملي توازن پر لور بیايي.

په اوسني وخت کې، چې نظامونه نیمه تړلي، اعتماد کمزوری او سیاست بې‌ باوره شوی، یوازې پارلماني او غير پارلماني تګلاره کافي نه ده. ځکه چې یوازې دواړې لارې نن سبا په پاکستان کې بیا په ځانګړي ډول د پښتنو په سیمو کې د پایدار بدلون ضمانت نه شي ورکولای. اوسنی وخت د دې غوښتنه کوي چې پښتانه لومړی خپل ټولنیز بنسټونه پیاوړي کړي، تعلیم، اقتصاد، ښځې، ځوانان او کلتور منظم کړي، او له دې ځواک څخه د پارلماني سیاست لپاره اخلاقي او ولسي ملاتړ جوړ کړي. پارلمان باید د ولسي فشار پایله وي، نه د ولس بدیل.

پارلمان د قانون، بودیجې او رسمي واک مرکز دی. بې له پارلمانه نه تعلیم پراخېدای شي، نه روغتیايي نظام پیاوړی کېدای شي او نه هم اقتصادي او اداري اصلاحات پایدار کېدای شي. خو که پارلمان له ولسي شعور او ټولنیز فشار بېل شي، نو زر د اشرافو، معاملې او بې‌ روحه سیاست په میدان بدلېږي. د پښتنو تجربه دا ښيي چې یوازې پارلماني ګډون، بې له ولسي ملاتړ څخه، نه بدلون راوړي او نه د اعتماد بحران حل کوي.

غیر پارلماني سیاست د ولس د ژوند له واقعي اړتیاوو راولاړېږي. جرګې، مدني تحریکونه، ټولنیزې کمېټې، جلسې ، لاریونونه ، غونډې هغه ساحې دي چېرته چې ولس خپل ځواک او طاقت احساسوي. دا غیر پارلماني فضا د شعور، تنظیم او ګډ هویت سرچینه ده. خو که دا ځواک له قانون او پارلمان سره ونه نښلول شي، نو یا ستړی کېږي، یا ټوټې ټوټې کېږي، او یا د سرکوب ښکار ګرځي. غیر پارلمان بې له پارلمانه شور جوړوي، خو بدلون نه شي قانوني کولی.

هیبرډ لاره دا دواړه نیمګړتیاوې یو بل سره تړي. په دې فلسفه کې بدلون له غیر پارلماني ساحې څخه پیلېږي، هلته چې ولس منظمېږي، شعور پیدا کوي او مدني فشار جوړوي، او بیا دا فشار پارلمان ته لېږدول کېږي تر څو په قانون، پالیسي او بودیجه بدل شي. پارلمان دلته د ولسي مبارزې پایله ده، نه بدیل. همدارنګه غیر پارلمان دلته د دولت دښمن نه، بلکې د دولت د اصلاح کوونکی ځواک ګرځي. خو شرط دا چې هیبرډه لاره وي.

په اوسني وخت کې چې سیاست محدود، اعتماد کم او ریاستي فضا تنګه ده، د پښتنو لپاره دا توازن تر ټولو معقوله لار ده. نه مطلق پارلماني سیاست د ژغورنې ضمانت ورکوي او نه خالص غیر پارلماني مقاومت. ګډه لاره د عقل، صبر او دوامداره سیاست دی چې تشدد ردوي، مشروعیت پیاوړی کوي او بدلون د ناڅاپي ټکر پر ځای د تدریجي فشار له لارې یقیني کوي.

فلسفي حقیقت دا دی چې بدلون هغه وخت پایدار وي چې قانون، اخلاق او ولسي اراده په یوه نقطه کې سره یوځای شي. که قانون له ولسه جلا وي، نو استبداد زېږي. که ولس له قانون جلا وي، نو ګډوډي پیدا کېږي. او که اخلاق له دواړو جلا شي، نو سیاست په تجارت بدلېږي.

د پښتنو لپاره هیبرډ لاره یوازې یو سیاسي انتخاب نه دی، بلکې یو فکري بلوغ دی. دا د دې اعتراف دی چې پارلمان بې ولسه بې‌ روحه دی او ولس بې پارلمانه بې‌ نتیجې دی. کله چې دا دواړه سره یو ځای شي. نو ددې وخت څخه به د پښتنو تقدیر بدل شي.

د پښتنو لپاره پوښتنه دا نه ده چې پارلماني که غیر پارلماني، بلکې پوښتنه دا ده چې ایا مونږ دومره فکري، اخلاقي او تنظيمي ځواک طاقت لرو چې د دواړه لارې د یو هدف لپاره همغږې کړو که نه. که دا همغږي رامنځته شي، نو سیاست به نور د اشخاصو لوبه نه وي، بلکې د قوم د راتلونکي شعوري او خپلواکه سفر به وي.

ولې هغه تحریکونه او ګوندونه چې اجتماعي قیادت نه لري، د یو فرد تر سیوري لاندې راټولېږي او زر له منځه ځي؟

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.