عطاء الله جان ایډوکېټ

څیړونکی: محمدولی رښتین

55

عطاء الله جان ایډوکیت د پښتو ژبې له تکړه شاعرانو او لیکوالانو څخه دی، چې د صوات په سیدو شريف کې دنیا ته راغلي. د پلار نوم يې ثمرخان بونیری دی. عطاءالله جان په اصل کې د بونیر دي، خو ددوي مشران له بونيرنه د سیدو شریف ته راغلي.
عطاءالله جان ۱۹۸۲م کال کې شګۍ سدو شریف په ښوونځي کې داخل شو او له همدې ښوونځي نه په ۱۹۹۳م کال کې فارغ شو.
جهان زیب کالج نه دوولسم پاس شو.
وروسته یې د پيښور پوهنتون نه د وکالت سند تر لاسه کړل، او همدارنګه د صوات پوهنتون د پښتو ژبه او ادب کې یې ماسټري کړي.
عطاء الله جان اوس مهال مدافع وکیل دي د وکالت تر څنګ یې شعر او شاعري، نقد، منظومې ژباړې او د شعرونو شرحه هم کړي.
د عطاء الله جان آزادي او منظومې ژباړې: په منظومو ژباړو کې د عطاءالله جان نوم تر بل هر لیکوال په لومړۍ درجه کې دي، ځکه چې ده منظومې ژباړې هم پښتو ادب ته کړي او هم يې له پښتو ادب نه نورو ژبو او ادبیاتو ته کړې او بله دا چې عطاء الله جان چې کومې ژباړې کړي هغه د مختلیفو ژبو( فارسي، عربي، اردو، انګلیسي، فرانسوي، جرمنې او روسي) شعرونو ژباړې دي، نو ویلی شو چې دی په دغو ټولو ژبو خبر اود هرې ژبې له ادبیاتو او فرهنګ سره آشنا و او یو تکړه شاعر هم دی.
عطاء الله جان آزادي او منظومې ژباړې کړي.
د ژباړو په برخه کې يې لوی کار دا کړی، چې د پښتو ژبې او ادبیاتو د تکړه او نوم وتو شاعرانو( صاحب شاه صابر، سعدشاه سعود، ومان نیازي، ممتاز اورکزي، درويش درانې او داسې نورو…) شعرونه یې نورو پرمختللو ژبو ته ژباړلي دي.
دده ژباړې ساده او روانې دي. د مفهوم تر څنګ لوړفکراو خیال، په زړه پورې تصویراو عالی خوند لري. که دده زیاتره ژباړې دومره په لوړه سطحه ترجمه شوي، چې د پښتو له شعر سره هیڅ فرق نه کیږي.
بیلګه:
ما ورووشته یو غشی په هوا کې
خبر نه یم چې پریوتی به وي چېرته
او دا ځکه چې الوت یې دومره تیز و
چې بیخي نه ښکاریده زما نظر ته
په هوا کې مې سندره زمزمه کړه
خبر نه یم چې پریوتې به وي چېرته
نو د چا نظر به دومره تیز او پاک وي
چې به رسي د سندرې لوړ سفر ته
له مودو پس مې پيداکړل هغه غشی
چې روغ ښخ و د یو ګورچینار په زړه کې
او سندره هم له سره تر اخیره
وه ژوندۍ پرته زما د یار په زړه کې
د څیړنوال عبدالغفور لېوال صاحب په وینا، چې عطاءالله جان د شعرونو د ژباړولو په برخه کې تر هر څه وړاندې ځان د شعر په اصلي متن پوه کړی. فکر یې ورباندې کړي، خوند یې ور څخه اخیستی، تصویرونه یې پکې لیدلي دي او بیا په خپل استعداد سره په خوږه، لنډه او آهنګینه ژبه د بیا لیکلو هڅه کړي او د شعر د رغښت عناصر یې ټول په پام کې نیولي دي.
قیصر اپردی د عطاء الله جان د منظومو او آزادو ژباړو په اړه وايي: عطاء الله جان یوازې په خپله ژبه کې نه و ماهر، بلکې هغه د نور ژبو مطالعه هم په ماهرانه انداز کوله او بله دا چې د عطاءالله جان ترجمې نوعیت سره رابطه لري، دا ځکه چې دده ترجمې په تخلیقي نوعیت سره شوې دي او وایي: هغه خوند چې موږ یې د عطاءالله جان په ژباړو کې محسوسوو په اصلي متن کې یې نه شوو احساسولی.
د عطاء الله د ګل ګیډۍ په نوم یو منظومو د آزادو ژباړو مجموعه چاپ شوي ده.
د ګل ګیډۍ: د ګل ګیډۍ د عطاء الله جان منظومې او آزادي ژباړې دي.
دغه ژباړې عطاء الله جان د نړۍ له مختلیفو ژبو د مختلیفو او وتلو شاعرانو شعرونه پښتو ژبې ته را ژباړلي دي.
دغه ژباړې يې له عربي، فارسي، اردو، انګليسې، فرانسوي، جرمني او روسي ژبو څخه کړي دي.
د ګل ګیډۍ په کتاب کې عطاء الله جان د نړۍ د ديرشو نومیالي شاعرانو شاوخوا شپیته شعرونه را پښتو کړي.
دده دغه ژباړې داسې دي لکه دده خپل شعر چې وي، دا ځګه وایم چې عطاء الله جان لومړی د شعر په اصلي متن ځان پوه کړی، خوند يې ورڅخه اخیستی، انځورونه یې پکې لیدلي او بیا يې په خوږه پښتو راړولي دي( یعني له سره يې هست کړي دي)
دلته په دده د منظومو ژباړو څو نمونې راوړم.
جون بویل ورېلي یو امریکایی وتلی شاعر دی، چې دده یو شعر(سپین ګلاب) عطاء الله جان په پښتو کړی او خورا لوړ خوند، تصویر او هنریت لري.
د ژباړې نمونه:
سپين ګلاب
سور ګلاب د هوس نښــه
سپین ګلاب د مینې ساز دی
سپين ګـــــلاب لکه کــــونتره
سور ګلاب لکه د بــــــاز دي
خو غوټۍ یو سپين چــــــکې
در لیږمــه ستــــــــــــا د پاره
چې تازه پشـــم لا پــروت دي
پـــه ګل پــــــــــاڼو يې له پاسه

او دا ځګه چې کــــه مــــــينه
پاکـــه ساکــــه او خـــوږه وي
نو پرته بــــه يې په شــــونډو
د هــــــوس توده بوســــه وه
د روسي نومیالي شاعر الکیساندرسرګوویچ پوشکن شعر( شاعر ته) عطا الله ژباړلی.
شاعر ته
شاعر! ته د خلکو په واه واه مه تېروځه
دغه ستاینې به اوس ختمې شي د سترګو رپ کې
د احمقانو فیصلې او خنذا ګاني اوره
خو لکه ونه مستقیم په خپل مکان پاتې شه
ته خو بادشاه يې ځان له خپله زندګي تېروه
ته پرې ورځه چې آزاد ذهین درته ښايې لارې
تا له درکړې دي فطرت د ښه خیالونو میوې
صله يې مه غواړه له خونده دې میوې ډکوه
ته خو يې خپله منصف فیصله ستا په لاس کې
ته به دي هڅو ته خپله درناوی ورکوي
ته مطمئین يې کنا زما تکړه فنکاره ؟
که مطمئين یې! نو د خلګو هیڅ پروا ونه کړي
ناپاک به نه شي اور ددوي لاړو توکلو باندې
ستا انغری به ګډا ګډا ورځي تر یاره
د عطاء الله آزادي ژباړې له هر طرفه د ستایلو وړ دي او د پښتو ژبې او ادب لپاره يې هڅې تلپاتې او د نه هیریدونکي دي او قلم دي تل روان او اوچت وي.

لنډه کیسه: صالح او صالحه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.